د سالمه زړه علائم

حدیث شریف مفهوم دی کله چې یو بنده د ګناه مرتکب نو یوه توره نقطه یی زړه کې پیدا کیږی، که توبا وباسی نو زړه څخه یی دا توره نقطه پاک کیږی او که بیا هم ګناه خواته واوړیده نو دا توروالی نور هم اضافه او زیاتیږی، تر دی چې ټول زړه یی رانیسی. دا همغه زنګ وهل دی چې الله تعالی ورته قران کې اشاره کوی: بل ران …

زړه په دري ډولونو تقسیم شوی:

  • سالمه زړه
  • مریض زړه
  • مړ زړه

موږ ټولو لپاره ضروری ده چې پوه شو چې زموږ د زړه حالت کوم یو دی د دی دریو نوعو څخه، ځکه هر یو د دی څخه نښی لری چې پری پیژندل کیږی.

زموږ موضوع د سالم زړه په اړه دی چې څه علائم لری، او څرنګه پوه شو چې زموږ صورت حال څه دی. او بل باید پدی پوه شو که زموږ زړه سالمه نه وی بیا نجات موندل ناممکن دي.

سورت شعراء کې راځی: یوم لادینفع مال ولا بنون..

د سالمه زړه علائم:

  1. د زړه پاکوالی د هغه شی له محبت څخه چې الله تعالی یی نه خوښوی. لکه: شرک، فسق، ګناه او نافرمانی
  2. نیت تجدید کول.

کوم د شخص زړه چې سالم اوسی هغه هر کار کې د خیر نیت کوی، که هغه سجده، مونځ، اودس، تګ راتګ، خندا یا مسکا او مخافل کې ګډون او یا دی ته ورته نور مسایل وی نو هدف یی فقط د الله رضا وی او که برعکس وی نو د دا زړه فاسده زړه دی.

  1. تعريف تمجيد او توصيف كول ورباندې تاثیر نه کوی.

که دی شخص څوګ صفت وکړی نو عمل کې یی زیاتوالی راځی او که برعکس بدی ورته بیان کړی نو عمل کې یی کموالی راځی.که غواړی پوه شی چې اعمال کې دی ریا شته یا نه نو دی فکتور څخه استفاده وکړه مطلب که خلک دی صفت او ستاینه کوی نو هغه عمل په ښه شکل سرته رسوی او که بدی یی بیان شی بیا یی پریږدی.

  1. خوش خندانه اوسی

بعضی مخونه دومره تندرویه اوسی چې د شیخ سعدی په وینا: چې روزمره به ۷ تعوذ وایی ترڅو هغی شخص سره مخامخ نشی. او کله چې هغه شخص ووینی نو زړه دی غواړی چې اعوذ بالله من شیطن الرجیم ووایی. دا پدی اساس دی چې مقابل شخص ډیرو د زشتو او قبیح صفاتو لرونکی دي. متاسفانه نن ورځ ټولنی کې ډیر داسی خلک شته چې هفتو، میاشو او کالونو نه خاندې بیا خپل په دی عمل باندې فخر هم کوی. پداسی حال کې چې رسول الله ﷺ فرمایی: (تبسمک فی وجه اخیک صدقة). که تاسو د ۲۰ تنو منځ کې یوه مسکا وکړی تاسو ته په همغه مجلس کې ۲۰ ځلو صدقو ورکولو اجر لیکل کیږی. نو خندا رویه خلاص تندی دا د سالمه زړه نښه ده.

  1. همیشه ذکر کولو په حال کې اوسی

دوی خلک همدا چې چوپ کیږی نو ذکر باندی شروع کوی ځکه چې کله یو شخص څه خوښوی هغه ډیر یادوی (من احب شیأ اكثرا من ذكره)، نو كه ته الله متعال زیات یادوی نو نښه د دی چې تا ته ډیر زیات ګران دی. (الذین امنو الا بذکر الله تطمئن قلوب)

ای ګرانو خویندو او ورونو که چیری ګوری شپی او ورځی تیریږی او ته د الله تعالی ذکر څخه غافل نو پوه چې د زړه مو غافل دی او د زړه قسوت نښه ده.

نبی کریم ﷺ یو صحابی ته نصیحت کوه (لا یزال لسانک رطبا بذکرالله) همیشه د ژبه د الله په یاد تازه ساته.

  1. خلک معذوره وګڼی او بد ګمانی نه اوسی.

مثلاً: چا مو موبایل قطع کړ یا جواب در نه کړو نو ونه وایی چې فلانی مغروره دی بلکی ووایو چې شاید مصروف اوسی. یا محفل یا کوم مراسم او برنامه کې اشتراک و نه کړی او ته یې مغرور وګڼی چې حتما څه مشکل یې لره نو دا سالم زړه نښه ده. ځکه بدګمانی زړه پوری تعلق لری او دا یو ګناه او حرام عمل دی. او بل دوی اشخاص چا څخه د بښنی طمع نه لری. ځکه دوی زړه پاک او عقدو او کینو ته پکی ځای نه وی، ښه پوهیږی جې فلانی شخص یې مقابل کې کوتاهی کوی بیا هم دوی څخه بښنی طمع نه لری.

  1. د نورو په خوشحالی سره خوشحاله کیږی.

مثلاً: الله نورو ته مال او اولاد ورکوی او یا دهغوی اولادونو ډیری لوړی مرتبی ته رسی نو دا شخص پدی باندی احساس د خوشحالی کوی او الله څخه ورته نور هم غواړی. او د نورو په غم او خفګان باندی غمجن کیږی او ددی بر عکس دا مریض زړه نښه ده.

  1. د مسلمان ورور په حق کې دعا کوی.
  2. شهوت طلب نه اوسی

بعضی خلک ډیر عجیب زړه لری غواړی هر څه کې مد نظر اوسی او هر څه دخالت کوی و لو که موضوع د دی مربوط هم نه وي. سالم زړه لرونکی اشخاص خیر کار کوی خو نه غواړی چې مطرح اوسی او که څوک نه غواړی چې مشهور شی په هغه نیک عمل چې دا کوی  نو دالله متعال لخوا ورته زیری دی عاجل شکل باندی ورکول شو.

  1. مشکلات او مصائب کې په الله تعالی باندی اعتماد لری حالت سخت وی، مشکلات هم زیات دی، فتنی هم دی او اقتصادی مشکل هم ولری بیا په الله تعالی باندی اعتماد لری. په الله تعالی اعتماد لرل هغه د سالم زړه نښه ده. دا مهم نه دی چې څومره مال او اولاد لری بلکی مهم دا دی چې برکت یې څومره دی.

یو نفر دی یو ځوی لری خو ډیر خوشحاله او بهترین ژوند لری او مقابل کی بل نفر لس زامن لری خو بیا هم غریب او بیچاره اوسی دوی په شتون کې.

  1. نیکان او صالحه او نیک خلک سره محبت لرل.

متاسفانه بعضی داسی دی چې هر ځای نیک صالحه، عالم دیندار شخص وی د هغوی سره یې نه لګیږی نو دا د مریض او زړه نښه ده او د ده برعکس سالم زړه کې. بیا نیک او صالحه انسان تا مینه او محبت زیات وی. ابن عمر رضی الله عنه وایی: په الله قسم چې د هغی پرته حقیقی معبود نیشته. که چیری خپل ټول مال د الله په لاره پرلپسی صدقه کړم او د ورځی لخوا روژه ونه نیسم او افطاری ونه کړم او شپی په عبادت کې تیر نه کړم او خوب ونه کړم او نیکان صالحین علماوو سره محبت ونه لرم. او ګناه کوونکی کرکه ونه کړم ویریږم چې الله ﷻ به بیا پړمخی جهنم ته ورغورځوی.

  1. کوم خیر کار درڅخه پاتی کیږی احساس د ملامتیا کوی.

مثلاً: تلاوت، لمونځ یا کوم نفلی لمونځ درڅخه پاتی شی.

  1. وخت ضایع نه کړی.

حدیث دی دوه نعمتونه دی چې ډیر خلکو په هغی زیان لیدلی صحت او عافیت او بل فراغت.

  1. هم او غم دی اخرت وي، همیشه د اخرت په فکر کې وي.
  2. ډیر مهربان اوسی.

هم په الفاظو کې او هم رفتار کې او هم په معاملات کې، بل هرڅومره انسان زړه سالم او پاک اوسی همغه اندازه سره رزق کې به یې زیاتوالی وی او بر عکس په حسد، کینه سره کله انسان خپل رزق د لاسه ورکوی. ځکه چې په بداخلاقو سره رزق او روزی قطع کیږی.

 

لیکونکی: صفیه “صافی”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا