داخوان المسلمین دیو مشر محمد بلتاجي پرانستی ليک خپلې لور اسماء ته

ګرانې او د قدر وړ لورې! له تا سره مخه ښه نه کوم، ځکه ډېر زر د وصال ورځ راتلونکې ده چې یو له بل سره به ملاقات وکړو، سرلوړی ژوند دې وکړ، د طاغوتیانو په ضد راپاڅېدې، د ټولو محدودیتونو، قیدونو او بندونو مخالفه وې، د آزادۍ سره مینه لرونکې وې، په سکوت او چوپتیا سره د امت د بیا راژوندي کولو غوښتونکې وې، تر څو بیا دغه امت له سره راژوندی شي او خپل مجد او عظمت تر لاسه کړي.

ځان دې په هغو شیانو مصروف نکړ چې ستا همزولي پکې مشغول دي، سره له دې چې په درس او تحصیل کې لومړی کس وې، خو دغه سنتي تحصیل هېڅکله هم ستا د غوښتنو تنده ماته نکړه، په دې لنډ عمر کې ستا له ملګرتیا څخه موړ نشوم، کاري مصروفیتونو راته اجازه رانکړه چې ستا له رفاقت څخه پوره ګټه واخلم، د رابعه عدویه په میدان کې دې په وروستنیو لیدو کې د ګیلې په څېر راته وویل: «باباجانه! کله چې له مونږ سره هم وې، بیا دې هم فکر له مونږ سره نه وي»، تا ته مې وویل: ګرانې! دا دنیا د دې ظرفیت نلري چې د یو بل په ملګرۍ او ناسته سره ماړه شوو، له الله تعالی نه غوښتنه کوم چې په فردوس اعلی کې یو د بل په رفاقت او ملګرتیا خوښ او خوشاله شو، تر څو له یوځای والي او ملګرتیا نه پوره خوند واخلو.asma-bultaji

له شهادت نه دوه ورځې مخکې مې په خوب ولیدې، چې د واده جامې دې اغوستې وي، او د دنیا په بې مثاله زیب او زینت کې را ښکاره شوې، هغه وخت مې په څنګ کې آرامه شوې، ورو مې درڅخه وپوښتل! لورې! لکه چې نن شپه دې واده دی؟ په ځواب کې دې راته وویل: واده مې د شپې نه بلکې ماسپښین دی، کله چې مې د چهارشنبې په ماسپښین ستا د شهادت خبر واورېد، پوه شوم هغه څه حقیقت درلود کوم چې دې په خوب کې راته ویلي و، له دې نه چې الله منان ستا شهادت قبول کړی، خوښ او خوشاله شوم او یقین مې دې نور هم پیاوړی کړ چې مونږ پر حقه او دښمنان مو پر باطله دي.

له دې نه چې ونه توانېدم په وروستۍ بدرګه او مخه ښه کې دې تر څنګ وای او خپلې سترګې مې ستا د ښکلې څېرې په لیدو روښانه کړې وای او په تندي مې ښکل کړې وای او ستا پر پاک جسد د جنازې د لمانځه افتخار مې په برخه شوی وای، ډېر خفه او پریښانه یم.

د زړګي سره! په الله تعالی مې دې قسم وي چې د مرګ او زندان وېره مې ستا جنازې ته د حضور مانع نه و، بلکه یواځې هغه څه چې ستا په جنازه کې زما د ګډون مانع شو، د هغه رسالت په لاره کې تګ او هڅه وه چې تا خپل خوږ ځان ترې قربان کړ (یعنې د انقلاب تداوم تر څو خپلو موخو او بریالیتوب ته ورسیږي).

روح دې په خوښۍ او خوشالۍ سره په داسې حال کې ملکوت اعلی ته لاړ چې په ځوانمردانه توګه د ظالمو طاغوتیانو په مقابل کې ولاړ و، د هغوی د حقد او فریب ناځوانمردانه ګولیو دې سینه سورۍ سورۍ کړه، څومره لوړ همت او پاک روح دې درلود، په دې یقین لرم چې په الله تعالی دې باور درلود او الله تعالی هم په تا باور وکړ او تا ته یې زمونږ په منځ کې د شهادت افتخار در په برخه کړ.

ګرانې لورې! وروستۍ وینا دا چې: له تا سره مخه ښه نه کوم، بلکه وایم د لیدو په هیله. ډېر نږډې لیدل، د کوثر حوض تر څنګ د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په ملګرتیا سره……. ډېره نږدې لیدنه، په رښتني مقام کې د مقتدر ذات تر څنګ ((فی مقعد صدق عند ملیک مقتدر))…… هغه لیدنه چې په هغې سره زمونږ هیلې پوره شي او وکولای شو چې له خپلو دوستان سره په ملګرتیا کې بریالي شو او له هغې نه وروسته فراق او جدایي زمونږ تر منځ حایل نشي.

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!