د جنینو (وراثت)عالم روبرت ګیلهیم مسلمان شو !

وروسته له هغه چې دی د قرآن کریم هغو ایاتونو هیښ کړ کوم چې د طلاق شوې ښځې عدت پکې ښودل شوی دی ، نوموړی هغه څوک دی چې ټول عمر یې د سړي دمېړه توب د نښانو په پلټنه کې تېر کړ، وروسته له دقیقو څېړنو یې کره کړه، چې دسړي (له ښځې سره د یو ځای کېدو) نښه له دریو میاشتو وروسته ورکیږي.

د البرت انشټاین په انسټیټیوټ کې دیهودو مشر او د جنینو (وراثت) دعلم متخصص یوازې د ساینسي حقیقت او قراني اعجاز په پېژندلو چې دطلاق شوې ښځې دعدت موده یې درۍ میاشتې ټاکلې ، خپل اسلام اعلان او ښکاره کړ!woman-muslim-hijab

ویان زیاته کړه چې د ګیلهیم قناعت په ساینسي دلیلونو ولاړ ؤ، هغه په دې ډول چې کله مېرمن او خاوند سره نږدې شي نو د سړي ځانګړې نښه په مېرمن کې پاتې کیږي ، کله چې بیا له مېرمنې سره نه یو ځای کیږي نو هره میاشت په معلوم نسبت سره له ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنه کې هغه نښه ورکیږي خو وروسته له دریو میاشتو هغه ځانګړې نښه یو مخ ورکیږي په دې معنی چې نوره دا طلاق شوې مېرمن ددې وړ ده چې د بل سړي نښه دې واخلي..

همدې حقیقت نوموړی ساینس پوه دې ته اړ کړ چې په امریکا کې د افریقایي مسلمانانو په کلي کې پلټنې پیل کړي ، دا ورته ښکاره شوه چې ټولې مېرمنې یواځې د خپلو خاوندانو نښانې لري او بس .

خو په بل کلي کې د ازادو امریکایي مېرمنو ساینسي پلټنې دا وښوده چې له یوه څخه تر دریو پورې دسړیو نښانې درلودونکې دي .
چې دا یې په ډاګه کړه چې دوۍ د قانوني واده له چوکاټ څخه د باندې جنسي اړیکې ساتي !

نوموړي ساینس پوه ته حیرانونکی حقیقت هغه وخت ښکاره شو کله یې چې په خپلې مېرمنې څېړنې او پلټنې پیل کړې او ورته جوته شوه چې ددریو سړیو نښانې لري او له ده سره یې خیانت کاوه ،

څېړنې تر دې بریده وښودله چې په دریو تنو کې یې یوه نښه دده دزوی وه !
په همدې لامل په دې قانع شو چې اسلام یواځینی دین دی چې د ښځې سپېڅلتیا اودټولنې د یووالي د ژغورلو ضمانت کوي!
او بې شکه چې مسلمانه مېرمن دزمکې پر مخ پاکترینه مېرمن ده .
ګوګل پلس د (بنت الشام) خور له پاڼې څخه را وژباړل شوه !

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!