یکنه: احمد الجدع

ژباړه: روح الله ساحل

ام سلیم رضی الله عنها د ملحان لومړۍ لور

 

د مسلمانانو تعداد ورځ په ورځ زیاتیده او نر او ښځې یو په بل پسې مسلمانیدل. ام سلیم هم د هغو کسانو څخه وه چې د بني نجار د قبیلې څخه یې اسلام راوړ. خاوند یې مالک بن نضر نجاري کله چې د هغې د اسلام راوړلو څخه خبر شو نو د اعتراض په ډول یې ورته وویل: اې ام انس! آیا د پلرونو او نیکونو له دین څخه اوښتې یې؟! هغې ځواب ورکړ: هو! ما په الله او د هغه په رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې ایمان راوړی دی.

ام سلیم یې خاوند اسلام ته رابللو اما هغه یې خبره نه قبلوله او اسلام ته یې غاړه نه ایښودله. د خپل خاوند د مسلمانولو په لاره کې د دې مسلمانې ښځې کوښښونه بې پایلې پاتې شول او مالک بن نضر لا هم له هغې سره مخالفت کاوه.

هغې یې واړه زوی ته شهادتین (لا اله الا الله محمد رسول الله) ورزده کول، په داسې ډول چې لومړی به یې خپله دا کلمات ویل او بیا به یې له انس څخه غوښتل چې تکرار یې کړي. د خاوند یې چې دې کار ته پام شو، په قهر شو او په چیغه یې وویل: زوی مې ولې راته فاسدوې؟! (هغه په دې تصور وو چې ام سلیم مې زوی هم د ځان په شان د پلرونو او نیکونو له دین څخه اړوي او په دې ډول یې ګمراهۍ او فساد ته کشکوي.)

مالک چې خپل ځان د ام سلیم په وړاندې بې وسه لید، ډیر زیات په قهر کیدلو او له کوره به وتلو او الله همداسې مقرره کړې وه چې دا ځل د تل لپاره ووځي، په لاره کې یو چا چې له ده سره یې جاهلي دښمني درلوده په ده حمله وکړه او ویې واژه.flower-tulip

د مالک له مرګ څخه وروسته ام سلیم رضی الله عنها د خپل زوی روزنې او پالنې ته ملا وتړله او پریکړه یې وکړه چې تر څو یې زوی نه وي غټ شوی واده به نه کوي؛ هغې د انس په روزنه کې ډیرې هڅې وکړې تر څو داسې سن ته ورسید چې نور یې د ځان چاره کولای شوای. مور یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته بوتلو تر څو د هغه مبارک خدمت وکړي او په کارونو کې یې له کورنۍ سره مرسته وکړي.

ابو طلحه چې لا مسلمان شوی نه وو له ام سلیم رضی الله عنها څخه له هغې سره د واده غوښتنه وکړه اما هغې یې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړ او ویې فرمایل: ته مشرک یې او زما سره چې یوه مسلمانه ښځه یم د واده وړتیا نه لرې! آيا نه پوهیږې چې په اسلام کې د مسلمانې ښځې واده له یوه مشرک سره جواز نه لري، په دې دې ښه سر خلاص کړه چې تنها په هغه صورت کې به واده درسره وکړم چې مسلمان شې. او که اسلام قبول کړې او د بتانو له عبادت څخه لاس واخلې نو نه تنها دا چې واده درسره کوم بلکه خپل مهر مې هم نه درنه غواړم.

ابوطلحه وویل: د پیشنهاد په اړه به دې فکر وکړم او وروسته به ځواب درکړم.

ابو طلحه له یو څه وخت وروسته خپل تصمیم ونیو او ام سلیم ته راغی. هغه چې د خپل دین په اړه د ام سلیم اخلاص او استقامت ولید نو دې دین یې په زړه کې ځای ونیو او اسلام ته یې غاړه کیښوده. هغه د دوهم ځل لپاره له ام سلیم رضی الله عنها څخه د واده غوښتنه وکړه او ویې ویل: ما دې شرط منلی او ایمان مې راوړی دی.

ام سلیم چې تعهد یې کړی وو چې د زوی له اجازې پرته به واده نه کوي؛ خپل زوی ته یې وویل: اې انسه! ته په خپله د اسلام د مهر په بدل کې زما او ابو طلحه نکاح وتړه. او په دې ډول سره د نکاح عقد بسته شو چې په هغه کې مهریه طلا، پیسې او سکې نه وې بلکه دا ځل اسلام ته غاړه ایښودل مهریه ټاکل شوې وه.

صحابه کرام ټول د دې زړورې ښځې له کار څخه حیران شوي وو او هغه یې ستایله. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو صحابه وو څخه ثابت رضی الله عنه وفرمایل: د ام سلیم مهر بهترین او د ډیر زیات ارزښت وړ مهر دی چې تر اوسه ټاکل شوی دی.

آیا زمونږ په عصر کې هم ښځې له دومره دیني فهم څخه برخمنې دي؟ آیا نننۍ ښځې به ام سلیم د ځان لپاره بیلګه وټاکي؟ آیا اوسنۍ ښځې هم د ام سلیم رضی الله عنها په لاره د تګ وړتیا لري؟

 

یک تبصره

  1. نادیه says:

    یقيناُ چې هغوی بل ډول مېرمنې وې، د ننۍ زمانې مېرمنې هغه ډول نه شي کېدي، مګر ډېرې کمې، د فلسطين خنساء د هغوی يو مثال را ژوندی کړ، الله تعالی دې دې امت د ام سلیم په شان مېرمنې په نصيب کړي.

نظر خود را بنویسد!