ملحدانو دپاره د الله تعالي د شتون یو مثال او کوچنۍ دلیل
ملحدانو دپاره د الله تعالي د شتون یو مثال او کوچنۍ دلیل.
محترمو ورونو او خویندو فرض وکړئ چې یو کس تاسو ته دا ووایې چې ولا په دغه ښار کي یوه کارخانه ده چې نه چښتن لري،نه انجینیر او نه مستري او ټوله کارخانه خپله جوړه شوی ده،ټول ماشینان خپله جوړ شوي دي او ماشینان هم خپله چلیږي او رکم رکم ته شیان جوړیږي او ترې را وزي. نو داسې کس ته به ریښتیا تاسو سخت په حیرانتیا وګورئ.تاسو به په دې شک کي شئ چې ایا د دغه کس مغزونو خو چیرته کار نده پرې ایښئ..؟ځکه چې داسې خبره د لیونۍ ماسوا کوم عاقل او هوښیار کس نشي کولی.
ښاا نو چې د یوې کارخانې په اړه تاسو دا خبره نشئ منلی چې هر شی خپله جوړ شوی او هر څه پکې خپله روان دي نو دا د ځمکي او اسمان په اړه تاسې څنګه دومره ړوند قضاوت کولی شئ آن چې همدا ښه زبردسته کارخانه(کاینات) ستاسو مخ ته ده چې لمر او سپوږمۍ او غټ غټ ستوري پکې د ماشین په توګه کار کوي بیا د همدغه لمر او سپوږمۍ له وجه ورځ او شپه وجود کي راشي ، بیا له سمندر څخه لوګۍ پورته شي او هغه دوګۍ څخه بیا وریځ جوړ شي، هوا کرار هغه وریځ په مناسب وخت باندي یخ کړي او بیا د کوچنۍ قطرو په شکل کي په ځمکه باران شروع شي. په دې ځمکه چې د باران قطرې ولویږي نو رکم رکم ته ګلان او اناج را شنه شي نو د دغه غټي کارخانې (کاینات) په اړه ملحدین څنګه دا قضاوت کوي چې دنیا بې له کوم چښتن څخه پیدا ده.دغه کاینات خو یوه داسې معجزه ده چې د انسان عقل ورته حیران پاتې شي.دغه کاینات ته په کتلو سره که کوم کس داسې وایې چې ولا دغه کارونه بغیر له خداي تعالي څخه کیږي نو یقینا یا خو یې دماغ په ځاي نده او هغه ته عقلمند هم ویل د عقل توهین راته ښکاري کم از کم زه خو داسې کس د دغه قابل نشم بللی چې په یوه معقوله مسلې باندي خبري ورسره وکړم.
نوټ: انشاء الله را روانه موضوع به د توحید په اړه یې.
لیکواله: مریم افغان