څنګه باید له تنهایي سره مبارزه وکړو

لیکنه: مریم مرضیه

آیا په تاسو کله داسې وخت راغلی چې تاسو بیخي زیات د یوازېتوب احساس کړی وي؟
کیدای شي دا احساس مو هغه وخت کړی وي چې د تاسو د ژوند تر ټولو خوږ انسان د تل دپاره درڅخه تللی وي، یا کله ښایي تاسو له ځینو داسې پېښو او دردونو سره مخ شوی یئ چې تاسو به دا احساس کوئ چې هیڅوک ستاسو په درد نه پوهیږي. که څه هم دا پیښیږي، موږ ټولو ممکن ده خپل ژوند کې له ځینو داسې تجربو سره مخ شوی یو چې موږ ته یې د تنهایې احساس راکړی وي.
په دې وخت کې زیاتره کسان دا احساس کولی شي چې د د یواځیتوب او د دردونو د مخنیوي لپاره کوم ځای هم شتون نلري، او دا چې موږ هر څومره هڅه وکړو خو موږ هغه ځوابونه نه شو موندلی چې موږ ورته اړتیا لرو.
موږ چې کله له یواځیتوب سره مخ یو هغه مهال یو تکړه کس له موږ سره د تل دپاره یې خو موږ هغه کس زیاتره نظر انداز کوو، مګر دا کس زموږ خپل “ځان” دی.
عموما کله چې موږ د مبارزې په لار روان یو، موږ د ملاتړ لپاره نورو ته مخه کوو. او دا یو ډېر غوره انتخاب دی! د کورنۍ او دوستانو ملاتړ د بحران له لارې زموږ د مرستې په برخه کې خورا مهم رول لوبوي. مګر هغه کس چې تل له موږ سره یې ایا کله مو د همدغه میني او ملاتړ غوښتنه ترې کړي..؟ او ولي موږ د نورو په میني پسې سرګردانه ګرځږ چې له موږ سره هغه نژدې کس(خپل ځان) شته چې موږ ته مینه راکولی شي..
حقیقت دا دی چې موږ ټول په خپل ځان کي خورا زیات ځواک لرو. موږ د دې وړتیا لرو چې په لویو ننګونو بریالي شو او موږ تر ناقابل حد پورې د اطلاق قابل یو. مګر ډیری وخت د مبارزې په وخت کې، موږ کمزوري احساس کوو او د یوازېتوب احساس کوو او موږ دا هیر کړو چې موږ څومره ځواکمن یو.
دلته به پوښتنه پیدا شي چې ښا نو موږ څنګه د مبارزې او غمونو په وخت کې شخصي ځواک ومومو او څنګه ځان تکړه وښایو..؟
نو دلته یو څو ټکی لیکم باوري یم چې دا به زموږ په ژوند کي مثبت بدلون را مینځ ته کړي.
1- خپل “حال” په نظر کي ونیسئ:
اکثر کله چې موږ د یوازېتوب احساس کوو، یا د هر ډؤل ناکامی احساس کوو نو د دغه احساساتو له سببه موږ روان وخت(حال) ته هیڅ ارزښت نه ورکوو.
دا په دې ډول چې موږ خو یا تر حده زیات تلویزیون ګورو، ځینې خلګ بیا نشه او الکحولو ته هم مخه کړي حتی کله کله په خوراک کي هم بدلون راشي لکه یوناڅاپه بیخي زیات خوراک کول او یا هیڅ خوراک نکول. دا ډؤل تعقیب او حرکات موږ په بشپړه توګه له هغه حالاتو څخه منع کوي چې زموږ حال کي روان دي، او په پایله کې موږ بیا له هر رکم کوچني او غټو مسایلو سره مقابله نشو کولی. د ژوند په کوم مرحله کې چې تاسو یاست تاسو یې باید په دواړو سترګو ومنی او په هر حالت شکر وباسی، باید په خپلو حواسو کي اووسی او د احساساتو په ځای ذهن ته رجوع وکړی. هو پوهیږم دا به ډېر مشکله وي خو دا زموږ کار ده چې څنګه په ځان پام کولی شو د دغه مطلب هیڅ دا نده چې ځان مظلوم وګڼو بلکې د مسایلو مخ ته لکه قهرمان غوندي ډډ ولاړ شو کومه مسله چې څومره ناشونې ده، هغومره حرکت چې ورسره وشي نو مسله به هم کوچنی راته ښکاریږي.
ساده مانا مي دا ده چې که په هر حالت یاستئ ذهن ته رجوع وکړئ او په هر حالت شکر وباسئ.
2- د خپلو لاسته راوړنو یو لیسټ جوړ کړئ.
کله چې موږ د یوازېتوب احساساس وکړو او یا موږ د کمتری احساس کوو او ځان هیڅ کله غوره نشو ګڼلی. په دغه وخت کي ممکنه ده موږ هغه ټول شیان او کارنامې چې موږ په ژوند کي ګټلي هېري کړو.
نه…! بلکې هغه خوشالي شېبې در په یاد کړئ. یو داسې لیسټ جوړ کړئ چې تاسو یو څه نه څه پکې ګټلي وي او یا د خوشالي شیبه وي بیا په هغه لیسټ هره ورځ یو نظر اچوی.
3- د خپل ځان غوره ملګری شئ.066966be51805ca56929afffe24b0ecc
تاسو یوازې، خپل ځان ته کافي یاستئ. له خپل ځان سره همداسې ښه چلن وکړه لکه څنګه چې تاسو له خپل یو ډېر خوږ نژدې ملګري سره کوئ. هغه ځایونو ته ولاړ شئ چې ستاسو ډېر خوښ دي، هغه فعالیتونه وکړئ چې تاسو خوشحاله کړي، په کوچنی خبرو او شیانو کي خوشالی ومومئ او ښه زیاته تفریح ​​وکړئ!
او کله چې تاسو تفریح کول او حالات په سړه سینه منل زده کړئ نو ایله به تاسي کولی شئ چې له ځان سره مینه وکړئ او یو خوشاله ژوند تېر کړئ.

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!