د فخري دارالعلوم او اقرأ مدرسې د متعلمینود لومړۍ دورې فراغت په يوه نمانځغونډه کې وستايل شو

اصلاح رسنيز ګروپ -حکمت الله ځلاند
د فخري عالي دارالعلوم او اقرأ مدرسې د زده کوونکو د لومړۍ دورې د فراغت په وياړ، په کابل کې پراخه نمانځغونډه جوړه شوه.
په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ په ۲۸مه) په همدې مناسبت د کابل ښار په يوه هوټل کې جوړه شوې وه، يو زيات شمېر مخکښو ديني عالمانو، د پوهنې وزارت چارواکو، د بعثة الأزهریة ښوونيز مرکز مصري استاذانو، د دواړو يادو شوو روزنيزو ارګانونو زده کوونکو او د هغوی د کورنيو غړو، ميندو او پلرونو او سلګونو نورو کابل ښاريانو ګډون کړی وو.
فخري عالي دارالعلوم کابو پنځه کاله مخکې په کابل ښار کې جوړ شوی، چې په همدې موده کې يې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې نورې څانګې هم پرانېستې دي او دا مهال سلګونه ښځينه زده کوونکې ديني او عصري زده کړې پکې کوي، چې تر څنګ يې اقرأ روضة الأطفال مدرسه هم د ورته ښوونيز او روزنيز ارګان په توګه، سلګونه نارينه او ښځينه زده کوونکي لري او د ديني، عصري، اجتماعي او طبيعي علومو په برخو کې، په زده کړو بوخت دي.
د فخري عالي دارالعلوم د زده کوونکو د فراغت په لومړي پړاو کې، دا مهال کابو شلو تنو خويندو له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې اسلامي زده کړې بشپړې کړې دي.
د دغو دواړو مرکزونو د لومړۍ دورې متعلمينو د فراغت غونډه، د هېواد د پياوړي قاري، برکت الله سليم له خوا د کلام الله مجيد د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره، د سهار په لسو بجو پيل شوه.
د پيل خبرې د فخري خصوصي عالي دارالعلوم مديرې بي بي حليمې وکړې، چې په خپلو خبرو کې يې د دغه دارالعلوم تأسيس او تر دې مهاله کړو فعاليتونو ته اشاره وکړه.
نوموړې وويل: “دغه دارالعلوم په هېواد کې د شته اړتياوو له مخې، د ۱۳۸۷ لمريز کال د غبرګولي يا جوزا په څلورمه نېټه، د اسلامي علومو په برخه کې په ځانګړي ډول د ښځينه زده کونکو د روزنې په موخه، په کابل ښار کې د هېواد د وتلي عالم، شيخ القران مولوي عبدالسلام عابد له خوا تأسيس شو او د کابل ښار په کارتۀ پروان سيمه کې د ضياءالدين فخري له خوا يوه ټوټه ځمکه ورکړل شوه او ودانۍ يې په دوو پوړونو کې جوړه شوه.”
د هغې په وينا، دغه دارالعلوم په ۱۳۸۹ کال کې له پوهنې وزارت سره ثبت شو او له هغه وروسته يې، د خلکو د غوښتنو او لېوالتيا له مخې، د مدرسۀ اسماءالحسنی په نوم د فخري دارالعلوم لومړۍ څانګه د کابل ښار د خيرخانې مېنې په سيمه کې د حاجي وحيدالله په کور کې پرانېستله، چې تر هغه وروسته يې د مدرسۀ زينب الغزالي او سراج المنير په نومونو دوې نورې څانګې هم د کابل ښار په بېلابېلو ځايونو کې پرانېستلې او دا مهال سلګونه ښځينه زده کوونکې زده کړې پکې کوي.
بي بي حليمې وويل: “دغه راز څلور نورې تمهيدي مدرسې هم، د فخري دارالعلوم تر نظر لاندې په کابل ښار کې ښځينه زده کوونکي روزي او په مجموعي ډول د فخري دارالعلوم په بېلابېلو څانګو کې ۳۳۰ تنو زده کوونکو ته د ۳۰ تنو استاذانو له خوا زده کړې ورکول کېږي او په تمهيدي مدرسو کې هم کابو ۵۰۰ زده کوونکو ته د ۴۵ تنو استاذانو له خوا زده کړې ورکول کېږي.”
د اقرأ روضة الأطفال د مدرسې استازي منهاج الدين وهاج بيا د دغې مدرسې د مؤسس، حاجي ګل احمد وردګ ، پيغام د غونډې ګډونوالو ته واوراوه او زياته يې کړه، چې د دغې مدرسې له جوړولو څه دپاسه درې کاله کېږي؛ خو لاسته راوړنې يې ډېرې زياتې دي.
نوموړي وويل: ” دغه مدرسه چې په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د ګل احمد خان مشهور په حاجي وردګ له خوا جوړه شوه، دا مهال ۱۰۰۰ تنه زده کوونکي لري، چې ۵۵۰ تنه يې ښځينه او ۴۵۰ تنه يې نارينه دي او په څلوروبرخو کې ( شرعي، ادبي، ټولنيزو او طبعيي علومو) په برخو کې په زده کړو بوخت دي.”
هغه زياته کړه، چې دغو زده کوونکو ته د ۵۰ تنو ښځينه او نارينه استادانو له خوا په جلا جلا ډول زده کړې ورکول کېږي او د بې وزله زده کوونکو ټول لګښتونه هم د مدرسې اداره ورکوي.
د فخري عالي دارالعلوم مؤسس شيخ القران مولانا عبدالسلام عابد په خپلو خبرو کې وويل: “په افتخار سره ويلای شو، چې کومې خويندې چې له دارالعلوم څخه فارغې شوې دي، تکړه عالمانې دي؛ ځکه په تفسير، حديث، صرف، نحو او نورو علومو کې پوره رسېدلې دي.”
مولوي عبدالسلام عابد زياته کړه: چې “د ښځينه وو روزنې ته مو له دې امله لومړيتوب ورکړ، چې په دې برخه کې په هېواد کې کار نه دی شوی او هڅه مو دا ده، چې د دغه مهم ديني مرکز څانګې د افغانستان ټولو سيمو ته ورسوو.”
هغه د دغه دارالعلوم د زده کوونکو په تېره فارغو شوو زده کوونکو له کورنيو هم د زړه له کومي مننه وکړه او ويې ويل، چې هغوی د دغو زده کوونکو د روزنې لپاره له پوره زغم څخه کار اخېستی او هره ورځ به، کابو اووه ساعتونه هغوی په دغه دارالعلوم کې زده کړې کولې.
نوموړي زياته کړه، چې دغه دارالعلوم په پام کې لري، چې په راتلونکي لمريز کال (۱۳۹۳) کې د ديارلسم ټولګي په چوکاټ کې، د حديثو دوه کلنه دوره هم پيل کړي.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين دوکتور محمد شفيق صميم په خپلو خبرو کې د پوهنې د وزير فاروق وردګ په استازيتوب د دغو زده کوونکو د فراغت د مبارکۍ پيغام، د غونډې ګډونوالو ته ورساوه او زياته يې کړه، چې په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ښځينه وو لپاره مدرسې او دارالمعلمينونه جوړ شوي او په دې برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.
ښاغلي صميم زياته کړه:”هيله من یو، چې په راتلونکي کې داسې ښځينه کدرونه ولرو، چې مؤسسې او بنسټونه پرمخ بوزي او له اوسني وضعيت څخه، چې د ښځينه او نارينه وو له خوا په ګډ شکل سره د ځينو مؤسسو کارونه مخته وړل کېږي، راووځو.”
د غونډې بل ويناوال د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئيس نصير احمد نويدي ؤ، چې په خپلو خبرو کې يې د دغو دواړو مرکزونو خدمتونه د قدر وړ وبلل او د دارالعلوم له فارغو شوو خويندو يې وغوښتل چې ترلاسه کړی علم تر نورو وروسوي او خپل دغه مهم مسؤوليت اداء کړي.
استاذ نويدي زياته کړه: ” ستاسو اصلي رسالت له نن ورځې وروسته پيلېږي، چې څنګه دا خپل علم په نافع او ګټور علم بدل کړئ؛ ځکه څوک چې علم ولري او تر نورو يې ورونه رسوي، دا لويه جفا او ګناه ده.”
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې له هغه فکر سره چې ګواکې زده کړې يوازې د نارينه وو کار دی، مبارزه وکړي او د ښځينه وو زده کړو ته پوره پاملرنه وکړي؛ او تر څنګ يې د فارغو شوو خويندو له کورنيو هم وغوښتل، چې د دغو فارغو شوو خويندو ملاتړ او ساتنه وکړي او هغوی ته جرأت ورکړي، چې د دعوت په لاره کې خپل مسؤوليت ترسره کړي.
استاذ نويدي د دې ترڅنګ، له شتمنو هېواد والو وغوښتل چې له مدارسو سره مرستې وکړي؛ ځکه په ټولو سيمو کې مدارس له مالي ستونزو سره مخامخ دي.
غونډې ته د البعثة الأزهریة مصري رئيس استاذ نصيرالدين احمد علي شعبان هم وينا وکړه او د نجونو او هلکانو د عربي ترانو د ډلو د ستاينې تر څنګ يې، په خپلو خبرو کې د روزنې پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: چې د يوې ودانۍ جوړول اسانه کار دی؛ خو د فکرونو جوړول بيا ډېر سخت کار دی او زيار ايستل غواړي.
نوموړي د ښځينه وو پر زده کړو او روزنې په ټينګار سره وويل: ښځه د ټولنې نيمايي برخه ده او د ټولنې پياوړي کسان يوازې او يوازې د صالحو مېرمنو له خوا روزل کېدای شي او روزل کېږي.
هغه د دغو دوو روزنيزو ارګانونو د جوړولو ګام په افغانستان کې د يوه زېري په توګه ياد کړ او د هغوی د لومړۍ دورې د فراغت مبارکي يې وويله.
په دغه غونډه کې د فخري دارالعلوم د تراني د ښځينه ډلو او د اقرأ مدرسې د ترانې د نجونو او هلکانو ډلو په زړه پورې ترانې هم واورولې، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا يې پوره ستاينه وشوه.
د غونډې په پای کې څو پايې لپ ټاپ کمپيوټرونه، د بخاري شريف دورې او ځينې نور کتابونه او ډالۍ، چې د جمعيت اصلاح له خوا او د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معين دوکتور شفيق صميم او نورو له خوا برابرې شوې وې، د فخري دارالعلوم فارغو شوو خويندو او د اقرأ مدرسې فارغو شوو نجونو او هلکانو ته ورکړل شوې.
د يادولو وړ ده، چې په هېواد کې په تېرو کلونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي؛ خو اسلامي زده کړو او مدارسو ته، په تېره بيا په دې برخه کې د ښځينه وو روزنې او زده کړو ته هومره پاملرنه نه ده شوې، چې د دغو مرکزونو او اړوندو څانګو له خوا يې روزل کېدونکې نجونې او هلکان تر ډېره پورې هغه د خوښۍ ګامونه دي، چې په دې برخه کې يې د پام وړ بدلون راوستلی دی او ډېری هېوادوال خوښي پرې څرګندوي. پای

fakhri-graduation14 fakhri-graduation13 fakhri-graduation12 fakhri-graduation11 fakhri-graduation10 fakhri-graduation9 fakhri-graduation8 fakhri-graduation7 fakhri-graduation6 fakhri-graduation5 fakhri-graduation4 fakhri-graduation3 fakhri-graduation2 fakhri-graduation1 fakhri-graduation

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا