د روژی احکام

ټول مسلمانانو د رمضان د مبارکې میاشت د روژې د نیولو په فرضیت سره اتفاق کړی، چې د قران کریم دا ایات ورباندې دلیل دی. شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (۱۸۵) سورة البقرة
ژباړه: درمضان مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي، هغه قرآن چي د انسانانو لپاره لارښود، دلارښووني دليل او د حق او باطل ترمنځ بيلونكي دى، نوكه له تاسوڅخه چادغه مياشت وليدل روژه دي ونيسي اوكه څوك ناروغ و او يا په سفر تللي ونودي په دي شميرنوري ورځي روژه ونيسي، الله پاك غواړي پرتاسو اساني وكړي او پر تاسو باندي د تكليف او زحمت اراده نلري، او دا (د روژو قضا) ځكه چي هغه شمير بشپړ سي،او ځكه چي د خداي له لوري ستاسو د هدايت په بدله كي تاسو د خداي سترتوب وښوئ اوښايي چي تاسو شكر ايستونكي وګرځئ.

داسلام سترلارښودحضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمایی: بنى الإسلام على خمس، شهادة ان لا إله إلا الله و أن محمداً رسول الله، و إقام الصلاة و إيتاء الزكاة و صوم رمضان و حج البيت لمن استطاع إلية سبيلاً
ژباړه: اسلام پر پنځوبنسټونو درول سوي، د الله پاك پريووالي او د محمد پر رسالت شهادت، دلمانځه ترسره كول، دزكاة وركړه، درمضان روژه نيول اوكه چيري وس ونود بيت الله شريفي حج كول.

د روژې د فرضیت شرطونه:
د روژې فرضیت درې شرطونه دي:
۱٫ اسلام
۲٫ عقل
۳٫ بلوغ
نو معلومه شوه چې روژه په کافر، لیونی او ماشوم باندې نشته.

ارکان:
د روژې د فرضیت رکنونه هم درې دي.
۱٫ د رمضان د مبارکې میاشتې لیدل او د د پادشاه حکم
۲٫ د لمر ختلو څخه د پریوتلو تر وخته پورې د خوراک، څښاک او جماع څخه ځان ساتل
۳٫ نیت کول: په زړه کې د ثواب حاصلو په امید سره د دغی ورځې لپاره ختلو څخه مخکې نیت کوئ، چې همدغه نیت د ځینې مذاهبو د علماو په نزد پرته له تجدید څخه د رمضان د ټولې میاشتې د هرې ورځې لپاره هم کافي کیږي.

د روژې ماتوونکي:
۱٫ د څه شي په قصد سره خوړل، اګر که کم هم وی
۲٫ په قصد سره د اوبو څښل،اګر که یو څاڅکی هم وی
۳٫ جماع

د روژی خوړلو لپاره شرعی عذرونه:
۱٫ سفر: چې مسافه یی ۷۲km وي،خو بهتر دا دی چې روژه ونیول شی
۲٫ ناروغی: چې د مرض زیاتیدو او مرګ ویره ورکې وی
۳٫ حیض
۴٫ نفاس
۵٫ زوړوالی

که کوم شخص قصداً روژه وخوری نو که دا شخص ټول عمر هم روژه ونیسی د دې روژې اجر نشی لاسته راوړی.
قصدی روژې کفاره اول خو غلام ازادول دی که د هغی امکان نه وی پرلپسی دوه میاشتی روژه نیول او که دی وس یی نه وی ۶۰ مسکینو ته غذا ورکول یا لباس ورکول دي.
د روژې کفاره دوه صورتونو کې ده یا شخص قصداً خوراک یا څښاک کړی وی او یا یی خپل میرمن سره یوځای شوی وی.
او قضایی هغه صورت کې ده چې کوم شخص د سفر ،ناروغی حیض او نفاس په حالت کې روژه خوړلی د دی روژې به قضایی ګرځوی
او فدیه په هغه صورت کې ده چې کوم شخص روژه خوړلی وی بیا یی وس نه رسی چې دوباره یی قضایی راوګرځوی په دی صورت کې فدیه ده.
فدیه اندازه نیم صاع غنم یو صاع خورمه یا وربشی چې نیم صاع مساوی دی له ۲kg

څه چې روژه نه ماتوی:
۱٫ نسیان سره څه خوړل
۲٫ غیر ارادی اسفراق
۳٫ مضمضه یا استنشاق په شرط د دې چې مبالغه ورکې نه وی
۴٫ رنجو یا عطر استعمال
۵٫ مسواک
۶٫ برش استفاده کول کې مشکل نشته خو باید احتیاط وشی تر څو کریم ذایقه یی مری طرف لاړ نشی او بهتر دا دی چې سحری په وخت کې استفاده وشی
۷٫ غسل کول
۸٫ خوله لاړی ستونی ته تلل
۹٫ قطری استفاده کول سترګو او غوږنو کې
۱۰٫ پیچکاری کول خو شرط دا دی چې د قوت واله نه اوسی او بل بهتر دا دی چې عذر استفاده اوشی

د روژې اداب:
روژه یو داسې عمل دی، چې په دې سره د نفس تهذیب، د جسم قوت، د ټولنیز سلوک تربیت، د غریبو او بیچاره وو … په تکلیفونو پوهېدل دي، چې له همدې کبله د روژې په میاشت کې لمونځ، استغفار، د قرآنکریم تلاوت، د نورو عباداتو په پرتله زیات کول او همدارنګه د خیراتوتونو ډېروالی، د غریبو سره مواسات، د ظلم نه کول، د خپلوانو سره صله رحمي کول او د ټولنې د مصلحت په خاطر د بهبود د کارونو ډیروالی، د بې فایدې کارونو نه کول او یا کمول، د روژې مندباتو او مستحبو اعمالو څخه شمېرل کېږي.
همدارنګه هغه اعمال چې په عامو وختونو کې یې کول نارواوې په روژه کې هم حرام دی؛ لکه غیبت، نمامت، دروغ ویل، جنګ او جدل کول، انساني کرامات نه مراعاتول او داسې نور …
رسول الله ﷺ د هغه چا په وړاندې چې یوازې خپلې خیټې یې روژه کړي وي او اندامونه یې د ګناه څخه نه وي بند کړی داسې فرمايي (رب صایم لیس له من صیامه الا الجوع والعطش) یعنې ډېر ځله روژتي داسې وي چې نه وي ده لره د روژې څخه مګر یوازې لوږه او تنده.
همدارنګه نبي کریم ﷺ موږ د بدۍ او کنځل کوونکي د جواب څخه په بدۍ او ضرر سره رسولو سره منعه کړي یو، چې په دې هکله داسې (الصیام جنه من النار ) (ای وقایة وحصن) فمن اصبح صائماً فلا یجهل یومئذٍ و ان امرؤ جهل علیه فلا یشتمه ولا یسبه ولیقل اني صائم. (نسائی)
ژباړه: روژه ډال (ساتونکی دی) د اور د (جهنم نه) نو هر هغه څوک چې روژه یې و، نو په دغه ورځ دې جهل نه کوي (یعنې یو فعل د افعالو د جاهلیت څخه دې نه تر سره کوي) او که چیرته یو شخص ده ته ضرر ورسولو ( په یو فعل د قعالو جاهلیت سره) نو بیا دې دغه روژه تي ورته کنځل نه کوي ، بلکې ورته دې ووايي چې زه روژه یم.
نو څرنګه چې د روژه تي مقصد د الله ﷻ رضا او ثواب حاصلول دي، نو دالله ﷻ په میلمستیا او حفاظت کې دي او ټول حرکات، نېکي او ښېګڼې یې په عبادت کې حسابېږي، نو مناسبه ده چې روژه تي خپل نیت صحیح کړی او د خیر کارونو، ذکر او استغفار ته زیاته توجه وکړی.

✍️صفیه”صافی”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا