روژه د روحي جهاد پیاوړی ډګر

پیلیزه:
الله تعالی ته د بشپړې بنده ګۍ غوښتنه داده چې مونږ د خپل رب د بنده ګانو په حیث د هغه تعالی د ټولو احکامو بې قیده و شرطه اطاعت وکړو. تر څنګ یې پدې پوخ باور او قوي ایمان ولرو چې الله پاک حکیم ذات دی، هیڅ یو کار یې هم له حکمته خالي ندی بلکې ټولې لارښوونې یې له ګټو اوحکمتونو ډکې دي، د هر کار د ترسره کولو له پاره لومړی د هغه د حکمتونو پلټنه د بشپړې بنده ګۍ نښه نده،
روژه یو له هغو احکامو څخه ده چې حکیم ذات پر خپلو بنده ګانو مقرره کړې ده، ګڼ شمېر ګټې او حکمتونه لري که څه هم چې حقیقي حکمت یې یوازې الله ته معلوم دی خو پدې لیکنه کې هڅه شوې چې له معنوي اړخه د روژې ځینې ښکاره ګټې او حکمتونه په نښه کړل شي.
روژه د روح د تقویت لامل
انسان له روح او بدن نه جوړ مخلوق دی، الله تعالی چې کله انسان پیدا کړ نو د هغه په وجود کې یې دوه عنصره کېښودل یو د جسم او بدن له قالب نه جوړ خټین مادي عنصر او بل د روح په قالب کې ایښودل شوی معنوي او اسماني عنصر، دیني لارښوونې یې ورته راولېږلې تر څو له انسان سره مرسته وکړي چې د وجود مادي عنصر(نفسي غوښتنې، تمایلات..) یې پر روحي هغه غلبه و نه کړي ځکه که له یوې خوا روحي اړخ انسان د بنده ګۍ او اطاعت لوړو څوکو ته رسوي او له اسمان سره یې اړیکه نښلوي له بلې خوا که مادي اړخ غالب شي نو انسان د حیوانیت ژورو ته ښکته کوي، اسلامي شریعت د همدې موخې د لاس ته راوړلو له پاره یو شمېر وسایل د انسان په واک کې ورکړي دي لکه لمونځ، روژه، زکات… او نور د اسلام ارکان، چې پدې منځ کې روژه د انسان له پاره په اسلامی شریعت کې د روحي جهاد یو قوي او مضبوط ډګرګڼل کیږي.
پدې اساس دا د حیرانتیا خبره نده چې په روژه کې د روژتي روح دومره لوړ شي چې د خپلو دعاګانو په وسیله د آسمان دروازې ټکوي او الله پاک یې دعاګانې اوري.
دا ددې له پاره چې په روژې سره انسان په خپله خوښه د الله تعالی د رضا لاس ته راوړلو له پاره له خوراک، څښاک او کوروالي نه لاس اخلي، په خپله اراده له هغو شیانو ډډه کوي چې زړه یې ورته کیږي او ورته د لاس رسي وړ دي.
د انسان او حیوان تر منځ توپیر هم پدې کې دی چې حیوان هر څه چې و غواړي په هر وخت، هر ځای او هر حالت کې یې تر سره کوي، عقل ورسره نشته چې منع یې کړي، دین هم نه لري چې مخه یې و نیسي او ضمیر هم نه پېژني چې اجازه ورنه کړي… ددې برعکس انسان په خپلو غریزوي غوښتنو حاکم دی عقل او دین یې په افعالو پاچاهي کوي تر دې چې د پرښتو په څېر خوراک، څښاک او کوروالی پریږي په خپله خوښه او خپل اختیار یواځې د یو الله د ثواب او اجر په پار
په همدې خاطر الله تعالی په قدسي حدیث کې روژه ځان ته منسوبه کړې فرمایي: «کل عمل ابن آدم له الا الصوم فانه لي و أنا أجزي به»
روژه د دېرشو ورځو مدرسه
له نفس سره جهاد، له نفسي غوښتنو سره مقاومت، صبر، زغم، په پټه او ښکاره د الله تعالی د مراقبت احساس، نرمي عطوفت، اسلامي وروګلوي، یوبل سره د مرستې او لاسنیوي عواطف دا او دې ته ورته هغه نېک خویونه دي چې د روژې په دېرش ورځنۍ مدرسې کې مسلمان پرې روزل کیږي.
پردې سربېره روزه انسان ته د ژبې عفت ورزده کوي، ابو هریرة – رضی الله عنه- ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: «…روژه ډال دی، څوک چې روژه وي نو نه دې ژبه د شهوت په خبرو خوځوي، او نه دې پر چا تېری کوي، او که څوک ورسره شخړه یا ورته ښکنځل کوي نو ورته دې ووایي: «زه روزه یم». (دا حدیث بخاري او مسلم روایت کړی دی)
په بل حدیث کې راځي چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي دي: «چا چې دروغ خبره او پر هغې عمل پرې نه ښوده نو الله تعالی د هغه نه خوړلو او نه څکلو ته کومه اړتیا نه لري» ( دا حدیث بخاري روایت کړی دی).
روژه د ارادې د پخوالي او کلکوالي غوره وسیله
په روزه کې انسان د ارادې د تقویت او د استقامت د کلکوالي عملي تمرین کوي، لوږه تېروي پداسې حال کې چې د مختلفو خوراکونو بوی له نږدې احساسوي، سره لدې چې څنګ ته یې خوږې اوبه ایښي خو ځان تږی پرېږدي، مېرمن یې ورسره ده خو له کوروالي ډډه کوي، له الله پرته بل هیڅ څارونکی او له ایمان پرته بل هیڅ حاکم یې پر سر نشته او له خپلې قوي ارادې پرته بل هیڅ شي ندی اړ کړی، روژتي دا کار هره ورځ د پنځلس یا ډېرو ساعتونو له پاره په هر کال کې نه ویشت یا دېرش ورځې تکراروي.
یو الماني ارواپوه د ارادي د تقویې په هکله لیکنه کړې او په هغې کې یې روزه ددې کار تر ټولو لویه وسیله ګڼلې ده، همدا د صبراو قوي ارادې د خپلولو ځانګړینه ده چې رسول الله صلی الله علیه و سلم د روژې په هکله ویلي دي: «روژه نیم صبر دی».او همدې ته تقوی ویل کیږي.
روژه پر الهي نعمتونو د شکر کښلو فرصت
د روژې په میاشت کې مسلمان د هغو نعمتونو په قدر پوهیږي چې د بوزې په حالت کې الله تعالی پرې لورولي دي، انسان هغه وخت د یو نعمت په ارزښت پوهیږي چې له لاسه یې ورکړي، کله چې ټوله ورځ وږې تېره کړي او کرۍ ورځ تږی وي تر دې چې تنده یې پسې واخلي بیا ماښام کې چې روژه ماته کړي نو د اوبو هر ګوټ ورته زمزم وي او هر ه مړۍ ورته سلوی، کله چې موړ شی او تنده یې ماته شي نو ددې نعمتونو احساس ورته کیږي ځکه نو د الله تعالی حمد یادوي او د روژه ماتي وخت کې وایي: «ذهب الظمأ و ابتلت العروق و ثبت الأجر ان شاءالله»
پدې وخت کې انسان یو ډول طبیعي خوښي احساسوي، ټوله ورځ چې کوم شیان ورباندې حرام شوي و بېرته ورته حلال ګرځي ، ځکه خو په حدیث کې راځي: «د روژتي له پاره دوه خوښۍ دي کله چې روژه ماته کړي نو په روژه ماتي خوشاله شي او کله چې له الله سره مخامخ شي نو په خپلې روژې خوشاله شي»
پدې توګه روژه د الله تعالی پر نعمتونو د شکر کښلو غوره وسیله ده او همدې مفهوم ته الله تعالی اشاره کړې: (وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ)البقرة:۱۸۵
روژه او د روح نشاط
د روژې په مبارکه میاشت کې الله تعالی سرکښه شیطانان په زنځیرونو تړي، خپلې پرښتې ددې له پاره ځمکې ته رالیږي چې د خلکو په منځ کې دا اواز پورته کړي « یا باغي الخیر! أقبل، و یاباغي الشر! أدبر، بنده پدې پوه وي چې یو فرضي عبادت په روژې کې له اویا فرضي عبادتونو سره برابریږي، او د نفلي عبادت اجر د فرضو هغو ته رسیږي، او دا چې روژه الله ته د راګرځېدو، د دوزخ له اور نه د خلاصون او د قدر شپې د لټون میاشت ده،هغه پدې پوهیږي چې روژه د ثوابونو، احسان نېکۍ او سخاوت میاشت ده، د جهاد او دعا میاشت ده، د اسماني کتاب قرآن د نزول میاشت ده، د تراویح او تهجد میاشت ده، د توبې او د ګناهونو د بښل کېدو میاشت ده، د صبر او شکر میاشت ده، همدارنګه په وروستۍ لسیزه کې د اعتکاف له امتیاز نه هم خبر وي دا ټول ددې لامل ګرځي چې بنده یو ځانګړی روحي نشاط او خوښي ولري.
روژه او اخلاص
امام احمد رحمه الله وایي: په روژه کې ځان ښودنه نشته. له روژې پرته بل هر عبادت د ظاهري حرکاتو په وسیله تر سره کیږي، د بېلګې په توګه د لمانځه د اداء کولو له پاره خلک اودس کوي، ښکته و پورته کیږي کله رکوع ته ځي او کله سجدې ته ځي، د حج په موسم کې له زرګونو نورو حاجیانو سره د حج په اوږده سفر وځي، او زیاته موده هلته تېروي، په زکات کې هم لږ تر لږه یو څوک پیسې ورکوي او یو څوک پیسې اخلي، په هر حالت کې د خلکو له لید څخه پټ نشي پاتې کېدای، خو روزه داسې عبادت دی چې له بنده او الله څخه پرته بل څوک پرې نه خبریږي. همدارنګه روژه د بنده په وجود کې د الهي مراقبت احساس غښتلی کوي ځکه روژتي ټوله ورځ له هغو شیانو ډډه کوي چې په ډېره اسانۍ ورته د لاسرسي وړ دي که د خلکو په منځ کې وي یا له هغوي نه پنا وي ځکه هغه پدې پوره باور لري چې الله تعالی یې څاري.
له نورو سره د تعاطف او همدردۍ میاشت
په روژې سره انسان د نورو له درده خبریږي او د هغوي لوږه او محرومیت احساسوي کله چې دا د لوږې او تندې ترخه په خپله څکي نو پر هغوي یې زړه نرمیږي د همدې له پاره د خوږ نبي علیه السلام په هکله راځي چې د روژې په میاشت کې به یې سخاوت څو برابره زیاتېده، همدارنګه د یوسف علیه السلام په هکله مشهوره ده چې ځان به یې نه مړاوه کله چې ترې د سبب پوښتنه ترې وشوه نو ویل به یې: وېرېږم که زه موړ شم نو د بېوزلو لوږه به رانه هېره شي!.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا