مُرسي څوک و؟

محمد مُرسي څوک و؟
دکتور محمد مُرسي عیسی العیاط په کال ۱۹۵۱میلادی کال کې د عدوة په نامه کلي کې چې د مصر په الشرقیه ولایت کې موقعیت لري دنیا ته سترګې غړولي، دقاهرې په پوهنتون کې يې انجینري پوهنځي سرته رسولې او په همدې پوهنتون کې یې دفلزاتو دانجنیري په څانګه کې په کال ۱۹۷۸م کې دماسټري سند ترلاسه کړی، او په کال ۱۹۸۲ کې یې دانجنیري په رشته کې دجنوب کالفورینا له پوهنتون نه د دکتورا سند واخیست. په ډیرو بهرنیو او عربي پوهنتونونو کې يې داستادي دنده ترسره کړې.

په ۲۰۱۱میلادي کال د اپریل په ۳۰ مه نیټه د حریت او عدالت سیاسي ګوند چې د اخوان المسلمین له خوا تاسیس شوی درئیس په توګه انتخاب شو.

په کال ۱۹۷۷ میلادي کې داخوان المسلمین دنړیوال اسلامي حرکت سره روان او په کال ۱۹۷۹ کې ددې اسلامي حرکت غړی شو.

او له کال ۱۹۹۲ د اخوان المسلمین په سیاسي څانګه کې چې په همدې کال جوړه شوه په فعالیت بوخت شو.

په کال ۱۹۹۵ او کال ۲۰۰۰ کې دمصر پارلمان ته داخوان المسلمین په نمایندګۍ بریالی شو، او دنوموړي ګوند درسمي ویاند په توګه دمصر په پارلمان کې وګمارل شو.

محمد مرسي دوه ځله دحسني مبارک دواک پر مهال زندان ته لیږدول شوی دی، په لومړي ځل د ۷ میاشتو لپاره په کال ۲۰۰۶ کې زنداني شو، او ددويم ځل لپاره په کال ۲۰۱۱ ميلادي کې د اخوان المسلمین له ځیڼې نورو مشرانو سره زنداني شو، چې ۵ میاشتې وروسته کله چې په مصر کې قیامونه پیل شول له زندان نه مخامخ د آزادۍ میدان ته راغی او له مظاهره کونکو سره ملګری شو.

د ۲۰۱۲کال داپریل په ۱۷مه نیټه کله چې داخوان المسلمین دجمهوري ریاست نوماند شاطر دجمهوري ریاست له ټاکنو ګوښه کړای شو، محمد مُرسي دهغه پر ځای نوماند شو، چې دټولټاکنو په لومړي پړاو کې محمد مرسي او احمد شفیق په لږ فرق سره ډیرې رايې تر لاسه کړې چې په دې سره دمصر دجمهوري ریاست انتخابات دویم پړاو ته ووتل او په دې پړاو کې دمرسي په مقابل کې دمبارک دنظام صدراعظم احمد شفیق پاتې شو، چې ددویم پړاو دپایلو په نتیجه کې د جون دمیاشتې په ۲۴ نیټه محمد مُرسي بریالی اعلان شو.
په ۲۰۱۳ کال کې د مصر د کودتاچي پوځ له لورې د يوې وحشتناکې کودتا په ترڅ کې له واکه ګوښه او زندان ته واچول شو چې د تېرو شپږو کالونو راهيسې یې په زندان کې سختې شپې ورځې تېرولې.
د نوموړي له نيول کېدو سره سم په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند په سلګونو غړي په مختلفو شکلونو شهيدان کړی شول او په زرګونو زندانونو ته واچول شو، چې په زندانيانو کې د مرسي زوی هم و.
په زندان کې د مرسي په ګډون له اخواني بنديانو سره سخته وحشيانه رویه کېده او د دې هېواد د يو منتخب ولسمشر او سپینږيري چلند ورسره ونشو، نوموړی له څه مودې راهيسې سخت ناروغ و او مصري چارواکو او قاضیانو ته یې څو ځل د خپلې ناروغۍ په اړه په محکمه کې ووېلې خو خبرې ته یې هیچا غوږ کېنښود، چې بالآخره نن ورځ د ۲۰۱۹ کال د جون ۱۷ د محکمې په ترڅ کې پرې حمله راغله او خپل روح یې د هغه حقيقي مالک ته وسپاره.
الهم اغفره وارحمه واجعل الجنة مثواه

منبع اصلاح آنلاین20190618_033353

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا