زمونږ اعدام شوي ورونه؛ د غم تأثر!

وحيدالله مصلح

دا کومه رشته ده، چې هلته ساه ستاسو ووځي او دلته ساه زمونږ ډوبېږي؟ … دا کومه خپلوي ده؟ دلته مونږ ولې درپسې ژاړو؟ قسم په رب چې ګوښې شم؛ په سلګو کې ډوب شم، وه وهدانه ستا د مېرمن تالا هيلې، ستا د لور وړې سلګۍ، ستا د زهير پلار لوړ غرور، ستا د مور مات زړه، ستا د خور بې وروري او ستا د کور دا لوی غم زه دلته په ټول درد احساسوم، زه دلته دردېږم او زه دلته ويلي کېږي. نو زه ولې ويلي کېږم؟ زه دې ولې وخوړم وهدانه… ستا د ليک له هر توري ستا بې ګناهي څاڅي، ستا پر بې ګناهۍ ستا د لفظونو ريښتيواله او ستا بې ريا خواله شاهده ده…

د خدای حضور کې د محمود جنګ! محمود احمدي پوهېږې مونږ دلته په څو شېبو کې ستا د اوږده بند د برقي ډنډو شارټونه حس کړي، همغومره مو تېز حس کړي څومره چې يې ته هلته بې سيکه کړی وې… مونږ چې ستا د تنکي غمر پخې خبرې اورېدلې، او مونږ چې ته کتلې چې په هغه تنکيواله کې د سيکولار نظام خرڅ شوي قاضي ته په سترګو کې سترګې اچوې او ته چې ورته وايې د خدای په حضور کې به درسره جنګ کوم، نواحمده ته پوهېږې چې دې خبرې کې څومره زور دی؟ مړ امت ته يې ټکان ورکړ احمده… ته خو لاړې او ستا شکايت ځوانانو ته درد او جذبه پرېښوده… خو ستا دې شکايت هغه د شر پر پرېکړو ناست قاضي ته ځکه ټکان ورنه کړ چې د هغه خدای سيسي وو او د هغه دنيا د ټرامپ او غرب دنيا وه…

شريکه رشته او د دوی ډار! دا زه او زما په شان چې دا څومره ډېر مسلمانان ستاسو پر غم درګډ دي، دا ګډ غم سيکولرېسټان نه شي زغملی، دوی هر يو غواړي د اسلامي امت دا ګډه قضيه تيت او پرک وساتي، دوی غواړي ځان ځاني ګډه وي او دوی په کې د پرديو په اتکا پر ملتونو سواره وي… دوی په مصر کې هم له دې ورورۍ ويريږي ځکه تا وژني، دوی په بنګله دېش کې هم له دې اخوته ډارېږي او دوی په هر اسلامي ملک کې له دې رشتې په ډار دي او دوی پر هر ځای دا رشته غوڅوي، خو مونږ بيا هم پييلي يو، او مونږ به همداسې پييلي مزلونه کوو… دا د پېړيو مزل دی، ښايي مونږ به مړه يو خو زمونږ د مزل لاره به لنډه شوي وي او زمونږ ورونه به منزل ته رسيدلي وي… دا کوم خوب نه دی، دا د همدې هدفمندو شهادتونو او مبارزو په متن کې پرته موخه ده چې په دغسې روحونو پالل کېږي.

د غرب او اروپا دوه مخي! د دغو غير عادلانه او ناحقه اعدامونو وروسته نن د مصر په شرم الشيخ کې د عربي او اروپايي هېوادونو غونډه ده، که دا نن په ترکيه کې د اتاترک د ګوند څو سکولار اعدام شوي وای، نو نن به اروپايي هېوادونو کوم نالت راښکته کړی وای، نن به ټرامپ څومره لېونی غږېده، او ټول غرب به اردوغان ته ديکتاتور وايه او غړمبېدل به… خو د دا تېرو پنځو ورځو د اعدام شويو وروستی شهيد يې ايله نن په پنځمه ورځ کورنۍ ته وروسپاره او په همدغه شېبه کې هلته په شرم الشيخ کې د اروپايي ټولنې او عربي ذلتمأبانو غونډه روانه ده، داسې ده لکه هيڅ چې نه وي پېښ شوي، نه کوم اعتراض او نه کومه نيوکه، ځکه دغه مشران ټول يو ملت دي!

منبع اصلاح آنلاین

muslih00000

 

0 تبصره

از همه اولتر تبصر کنید!.

نظر خود را بنویسد!