له الله سره خبرې

له الله سره خبرې

ليکنه: صالح المغامسي
ژباړه: نسيبه مزمل اسلامي

کله چې ته له الله سره خبرې کوې
دې ته اړتیا نه لرې چې مبایل کې دې کارت واچوې
مجبور نه یې چې په خپلو الفاظو کې دوه زړی او متردد اوسې
یا ددې وېره درسره وي چې له خبرو به دې غلط مفهوم واخلي
ځکه هغه په حقیقت کې «په تا پوهیږي»!
هغه الله دی!
ته پوهیږې چې تر ټولو مهم پدې کښې څّه دي؟!
دا چې ته خپل اواز اوچتولو ته ضرورت نه لرې.. تر څوهغه ستا غږ واوري!
هغه ستا په هر څه پوه دی، پرته لدې چې ته یو لفظ هم له خولې راوباسې!
یواځینی داسې څوک چې ورته د هیڅ کوم شي په ویلو د خجالت احساس نه کوې!
هغه الله دی!
او عجیبه یې لا دا چې..
هغه اصلا ستا پدې ټوله کیسه خبر دی!
خو بیا هم «تاته غوږ ږدي» او «ستا څخه اوري»!
حوصله یې درته نه ختمیږي، او درته نه وایي چې..« زر ځله مو پدې هکله خبره کړې ده، لطفا بیا پدې هکله راسره بحث مه کوه!»
هغه الله دی!
یواځینی څوک چې په وړاندې یې په ژړا کولو د شرم احساس نه کوې!
یواځینی داسې څوک چې له ډیر پخوا ورسره مینه کوې!
سره لدې چې تر اوسه دې هیڅ لیدلی نه دی!
هغه الله دی!
کله داسې هم کیږي چې ته په ډېره بې وسۍ کې ژاړې او همداسې په ژړا ویده شې خو الله تعالی ستا د چارو له تدبیر څخه نه ویده کیږي.
ځکه هغه الله دی!
فکر وکړه!!
(هغه دې پس شا ستا کارونه داسې جوړوي چې که پرې خبر شې نو له ډیرې خوښۍ به دې له سترګو اوښکې روانې شي)
هغه الله دی!
ابن عباس رضی الله عنه فرمایي:
که چیرې حالات داسې شي چې اسمان په ځمکه و لګیږي نو الله پاک به حتما متقیانو ته د وتلو لارې او سوري پیدا کړي تر څو له هغو راووځي.
ایا د الله پاک دا قول مو ندی اوریدلی:
« ومن یتق الله یجعل له مخرجا»
نو هیڅکله دې ستا د هیلو ډیروالی تا کمزوری او مایوس نه کړي.
ته یواځې خپل رب نه وغواړه او یارب ووایه بس !

IMG_20180321_225552

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا