د رمضان دوهمه (د مغفرت) لسيزه

د رحمت لسيزه پای ته ورسيده، هغه لسيزه چې له هری خوا پر انسان د الله تعالی له لوری د رحمتونو دروازی پرانسيتل شوی وی، ځکه الله متعال پدې مبارکه مياشت کې د شيطان لاسونه او پښی تړلی وی. نوکه بنده د زړه له تله د الله متعال په بندگۍ کې مصروف شی نو د الله متعال د رحمتونو څخه به برخمن شی.
همدا راز پدی میاشت کې نه يواځی الله متعال د خپلو بندگانو سره د رحمتونو راورولو وعده کړيده بلکه د دی مبارکې مياشت په یوی برخی سره يې خپل بندگان د يو بل عظيم نعمت او کرم څخه برخمن کړی، چې هغه د گناهونو مغفرت او بخښنه ده. هو الله متعال د لومړۍ لسيزی پسی دوهمه لسيزه د گناهونو د مغفرت په نوم نومولی، تر څو دا عاصی بندگان له فرصت څخه په استفادی خپلی ټولی هلی ځلی د خپلو گناهونو څخه په توبې ويستلو تيری کړی. دا ځکه چې د دی مبارکې مياشتی توبه هيڅکله الله متعال نه ردوی.
او همدارنگه د دی لسيزی فضيلت پر لومړۍ لسيزی زیات دی ځکه پدی لسيزه کې هر انسان د خپل نفس سره په مقاومت کې اوسی او زیار باسی چی څه ډول په خپلو اعمالو عباداتو سره د الله متعال رضا او اجر حاصل کړی.
زمونږ خوږ پيغمبر محمد مصطفی (ص) به هم د رمضان المبارک اکثره شپی په ويښه تيرولی او بيا په خاص ډول د دوهم لسيزی شپی. تر څو خپل امت ته د دی لسيزی اهميت ورڅرگند کړی. ځکه پدی لسيزه کې الله متعال د خپلو بندگانو خطاگانو او سهوو ته بخښنه کوی نو پدې سره که چيرته يو بنده دا مياشت د الله متعال څخه په استغفار کې تيره کړی نو هرو مرو به په خپلو زيارونو او کوښښونو د استغفار کې کامياب شی ځکه چې الله متعال خپل بنده پدې مياشت کې تش لاسې او نااميده نه پاتی کوی د دی لسيزی په فضايلو کې د نبی (ص) څخه ډير زيات احاديث راغلی په يو حديث کې د ابی هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چی نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلی: ( من صام رمضان ايماناً و احستاباً غفرله ماتقدم من ذنبه)
ترجمه: چاچی د رمضان المبارک مياشتی روژه ونيوله په ايمان سره او د ثواب په نيت، نو بخښنه به وشی ديته د ټولو هغه گناهونو چې مخکی يې ترسره کړه او همدارنگه د ابی هريرة رضی الله عنه څخه يو بل حدیث هم روايت شوی چې نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلی: ( رغم اُنف رجُل ذکرت عنده فلم یْصَل عَلَی و رغم اَنف رجل دَخَلَ عليه رمضان فانسلخ قبل اَن یغفر لهُ و رغم اَنف رجل اَدرک عنده ابواهْ الکبر فلم یدخلاه الجنة)
ترجمه: په خاورو دی ککړه شی پوزه د هغه نفر چې د هغی په وړاندی زما نوم یاد شی او دا پرما درود ونه وایې او په خاورو دی ککړه شی پوزه د هغه نفر چې رمضان المبارک مياشت ورباندی داخله او بیا ختمه شی او ديته پکی بخښنه ونشی او په خاورو دی ککړه شی پوزه دهغه نفر چې خپل مور او پلار په زوړوالی کې ومومی او هغوی ورته د جنت د ننوتلو سبب ونه گرځی.
هغه اعمال چې مونږ يې بايد پدې لسيزه کې ترسره کړو.
۱- د قران عظيم الشان تلاوت.
۲- صله رحمی ساتل.
۳- صدقات ورکول.
۴- په يتیمانو رحم کول.
۵- مساکينو او مسافرو ته افطار ورکول.
۶- د دعاء استغفار تسبيح او اذکارو زياتوالی.
۷- دعوت الی الله ترسره کول.
۸- د ظالم مخنيوی او مظلوم مرسته کول.
۹- د بدو اخلاقو او فاحشو خبرو څخه ځان ساتل.
۱۰- د شپی قیام ترسره کول.
نو راځۍ ای مسلمانو خويندو او ورونو ترڅو دغه مبارکه مياشت د ځان لپاره يو قیمتی فرصت وگڼو او د پورته ذکر شوو عباداتو او اعمالو په ترسره کولو سره د الله متعال رضا حاصله او همدارنگه يې د خپلو گناهونو کفار وگرځوو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا