د دعوت په لار کې ۳۰ د تعمق وړ نقطې

لیکونکې: الشيخ / عائض بن عبدالله القرني
ژباړه: خالده شفیق
لومړئ برخه

إن الحمد لله ، نحمده ونستغفره ، ونستهديه ، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ، ومن سيئات أعمالنا ، من يهده الله فلا مضلَّ له ، ومن يضلل فلا هادي له ، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله صلى الله عليه وعلى آله وصحبه وسلم تسليماً كثيراً .
أما بعد :
دعوت داسې یو فن دې چې فقط صادقه دعوتګران کولای شي په دې لار کې ښه وځلیږي، لکه د ماهرو جوړونکو لپاره د ودانولو هنر،او یا هم یوماهره صنعت کار لپاره د صناعت فن.
په ټولو دعوتګرانو لازمی ده چې د دعوت فکر په خپل سر کې ولري او پیټې یې په خپل غاړه واخلي،او په ښه طریقه خلکو ته دعوت ورسوي، دا ځکه چې ټول دعوتګران د حضرت محمد مصطفی –صلی الله علیه وسلم – ورثه بلل کیږي.
د دعوتګر لپاره دا اړینه ده چې دعوت، د دعوت اړتیاوې، پایلې، طریقې اوهر هغه څه چې په دعوت کې موندل کیږي مطالعه کړي.
او د دعوتګرانو لپاره لازمه ده چې په هغه عهد کې له الله څخه ووېرېږي چې د خیر او برکت له ښوونکي –صلی الله علیه وسلم – څخه يې اخېستې دې، ځکه چې دوی د انبياوو او رسولانو وارثان دي او د هغه امانت اهل دي چې په غاړه یې اخیستې دې.
کله چې دعوتګر په دې پوه شي، نو باید دا هم پوه شي چې که همدې دعوتګر نه کومه تیروتنه تر سره شي نو دقیقا دا په ټول امت بد اغیز کوي. او که کومه تیروتنه ورنه تر سره شي، یا هم خپل کار کې ناکامه شي نو په لومړئ سر کې همدا دعوتګران له دې کار مسؤول دي، دا ځکه چې خپله همدا دعوتګران د کښتۍ مخکښان دي، چې که دوی یې خونديتوب ته رهبري کړي ، نو خدای به یې حتما وژغوري.
نو ځکه یو شمیر آداب دي چې ټول دعوتګران یې باید ولري تر څو واقعا هم په صحیح معنی د هدایت پیغمبران او د حق او خیرمشعلونه اوسي،او خپل رسالت په هماغه توګه چې الله تعالی یې غواړي تر سره کړي.
1- دعوت په لار کي اخلاص:
په هر کار کې اخلاص د هغه کار د بریالیتوب لامل ګرځي، نو ځکه په دعوتګرانو لازم ده چې ددعوت په لار کې اخلاص ولري، او په دعوت کې یې هدف یواځې د الله تعالی رضا او خوښئ اوسي، او لنډمهاله دنیاوي لاسته راوړنو په لټه کې نه اوسي، او ټول په یو شعار وي چې وایي (قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْر) الفرقان (قُلْ مَا أسَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ) سبأ…. نو داعی د کوم منصب، چوکئ، او شهرت غوشتنکې نه وي، بلکه یواځې او یواځې د الله تعالی رضا یې هدف وي.
(خپله ټوله نړۍ واخله، او زما زړه آزاد پریږده، زه تر ټولو لویه شتمني یم، حتی که ته ما یوازې او غیر فعال پریږدي)
2- د هدف ټاکنه:
د دعوتګر هدف باید واضح او مشخص وي، او هغه هم د اسلام ددین اقامه ،د صلاح حاکمیت او په نړئ کې د فساد ختمول دي. (إِنْ أُرِيدُ إِلاَّ الإِصْلاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلاَّ بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ).
3- د مجاهدینو په صفاتو سمبالیدل:
دعوتګر د خدای په لاره کې د مجاهد په څیر دی ، که مجاهد په یو بخش کی کار کوی، نو دعوتګر هم په بل بخش کې کار کوي، که مجاهد د الله تعالی د دښمنانوسره جنګ کوي نو دعوتګر هم د الله دهغه دښمنانو سره جنګ کوي چې غواړي د شهوتونو او شبهاتو لاره آسانه او نسلونه بی لارې او خلاصه دا چې امت به رذایلو کې ونړوي (وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَنْ تَمِيلُوا مَيْلاً عَظِيماً ) النساء ..
نو یو دعوتګر باید په ټولو هغه صفاتو متصف وي په کوم صفاتو چې لازم دې بید یو مجاهد متصف اوسي. همدا راز باید د دښمنانو مقابل کې باید صبر وکړي تر څو هغوی په بشپړه توګه له مینخه ویسي. ( َتَّى إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا)….
4- د نافع علم زده کول:
دعوتګر باید نافع علم زده کړي، هغه علم چې د محمد –صلی الله علیه وسلم – نه ورته میراث پاتی شوې، تر څو وشي کولای په پوره بصیرت او پوهې سره دعوت وکړي. الله تعالی فرمایي: (قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنْ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنْ الْمُشْرِكِينَ ) يوسف ….
مجاهد وایي: په دې آیت کې (بصیرت) د ( علم) په معنی دې، او نور علما وایي: (بصیرت) د (حکمت) په معنی دې، او یو تعداد نور علما په دې نظر دي چې: (بصیرت) د (توحید ) په معنی دې .
حقیقت خو دا دې چې: پورتنې دریواړه معناګانی سره متداخل دي، او دعوتګر ته پکار ده چې موحد وي او په یو خدای باور ولري، د خدای نه پرته له بل چا ونه ویریږي، او دخدای نه پرته بل هیچ چا نه امید ولري، او تر ټولو ډیر د خدای سره مینه ولري.
او باید د نافع علم خاوند اوسي، او دا هغه علم دې چې الله او دهغې رسول ویلې وي، تر څو خلک په پوره پوهې سره دعوت کړي، د الله کتاب یا ټول او یا هم څومره چې کولای شي حفظ کړي، احادیثو ته پوره توجه وکړي تر څو صحیح حدیث له ضعیف څخه توپیر کولای وشي، او دا راز خلک پرې اعتماد پیدا کړي، خلک په دې پوه کړي چې دعوتګر یې افکارو ته احترام کوي،او په حضور یې خوشحاله کیږي ، او باید خلکو ته د اهل سنت والجماعت د طریقې پر بنسټ ګټور، نوې او رغنده پوهه وړاندې کړي.
همدا راز دعوتګر باید سفر او اقامت، مجالسو او خلاصه ټول جایو کې د خپل وخت په اړه محتاط وي.
مختلف مسائل مناقشه کوي، دعلم زده کونکو سره تحقیق کوي، د مشرانو احترام کوي، د نورو علماو د علم څخه او د تجربه لرنوکو خلکو دتجربې څخه ګټه پورته کوي.
کله چې دا ټول کارونه وکړي نو الله تعالی یی هم هدف کې برکت، کلام کی منفعت، او په دلیل او برهان کې تاثیر اچوي.
5- دعوتګر باید له ایډیال ژوند څخه ډډه وکړي:
دعوتګر نباید ځان ته کامل فکر وکړي، باید پوه شي هر انسان مقصر او نیمګړې وي، الله تعالی فرمایي: (وَلَوْلا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَداً وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَنْ يَشَاءُ ) النور …
کامله ذات یواځې د الله تعالی دې، او نقص د انسانانو لره دې، نو کله چې نقص او نیمګړتیا د ټولو انسانو په ګډه صفت دې نو دعوګر باید د خلکو سره که هغه سړي وي، یا ښځې او یا ځوانان، په تعامل کې ډير محطاط اوسي . الله تعالی فرمایي: (إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُمْ مِنْ الأَرْضِ ) النجم .
نو کله چې الله تعالی تاسو د ځمکې، خټې او خاورې څخه پیدا کړي یاست نو تاسو خامخا نیمګړي یاست.
له همدې کبله به رسول –صلی الله علیه وسلم – د خلکو سره په همدې اساس تعامل کوه چې دوی ټول نیمګړي دي، مقصر دي، او کله چې به یې کوم نیمګړې انسان ولیده نو هغه به یې ډیر هڅوه او له هغې سره به یې مرسته کوله.
یو مبلغ چې ایډیال ژوند کوي د خلکو لپاره مناسب نه دی، ځکه چې هغه خپل په خیال کې داسې تصور کوي چې ګواکې ټول خلک ملائكه دي، فقط په منیځ کې یې فرق د ډوډئ خوړلو او اوبو څکلو دې.
او دا کار په خپل ذات کې غلط دې، په خاصه توګه په پنځلسم قرن کې چې نه پکې محمد –صلی الله علیه وسلم – شته او نه صحابه، اهل علم کم شوي او شبهات ډير شوي.
بدعتونه له هرې خوا ډير شوي، شهوتونو غرق کړي یو، او په نړیوالو شوراګانو چې تر شا یې نړیوال صهیونزم اود هغه لاسپوڅي وو، مونږ ته درس راکړل شوي وسایلو نه په مرسته اخیستو سره زمونږ په وړاندې مبارزه وشوه.
نو په داسې شرایطو کې په هر عالم او هر دعوتګر لازم ده چې دداسې یو نسل سره د تعامل په طریقه پوه شي او ورنه د خطا توقع ولري، او په دې پوه شي چې یو انسان حتما له لارې څخه انحراف کوي، او په ایډیالونو کې ژوند نه کوي.
6- د الله د رحمت څخه نه نا امیده کیدل:
دعوتګر باید په غوسه نشي که یو ځوان ورته خپله ستونزه وړاندې کړي، یا دا چې ورنه کوم معصیت او ګناه شوې اوسي،رسول –صلی الله علیه وسلم – څخه یو کس راوړل شو چې د پنځوس ځلو نه یې ډیر شراب څکلي وو، حال دا چې د صحابو څخه هم وو.
په صحیح احادیثو ثابت دې کله چې دا کس راوړل شو چې پرې جاري شي ځیني صحابه کرامو وویل: الله دې پرې رحم وکړي، څومره ډیر یې دا کار کړې! نو رسول –صلی الله علیه وسلم – په غصه شو او دې سړي ته یې وویل: (داسې مه وایه په هغه باندې شیطان مه ملامتوه، قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، زه یوازې دومره پوهېدم چې هغه له الله او د هغه له رسول سره مینه لري) بخاری.
نو دا وو تر ټولو خه حکمت او تر ټولو ښه توجیه!!
ځکه خو همیشه مونږ وایلو: د خلکو مه نا هیلې کیږئ که هرڅومره ګناه وکړي او هر څومره تیروتنې ورنه تر سره شي، بلکه داسې فکر وکړئ چې همدا خلک ددې امت هیله ده، او یوه نه یوه ورځ به توبه وکړي او په خپل کړو به پښیمانه شي اوپه صادقه ، مخلصه، توبه کونکې او متواضعه کسانو به بدل شي.
او دعوتګر باید دخلکو جواب نه هیلې نه شي، بلکه باید صبر وکړي اوپه خپل سجدو کې د الله تعالی نه هغوی ته هدایت غوښتنکې شي او د عجلې نه کار وانه خلي، زمونږ رسول محمد –صلی الله علیه وسلم – حوصله وکړه او دیارلس کاله کې په مکه کې دعوت وکړ او خلک یې توحید ته راوبلل او د خلکو د ځورولو او کنځلو سربیره کله هم په دې لار کې ستومانه نه شو .
دعوتګر باید په دې پوه شي چې کومې سختې او کړاوونه چې زمونږ رسول –صلی الله علیه وسلم – ته رسیدلي وو هغه د هغه ستونزو او کړاوونو سره چې یو دعوتګر ته په اوسني عصر کې رسیږي د مقایسې وړ ندي، خو ددې سربیره رسول –صلی الله علیه وسلم – صبر وکړ ترڅو د غرونو ملکه ورڅخه راغله او ورته یې وویل: ای محمده! الله تعالی ستا دقوم خبرې واوریدې او زه د غرونو ملکه یم، او الله تعالی زه رالیږلې یم تر څو هر څه چې غواړې راته امر وکړې، که غواړې د اخشبین غر به په دې قوم نسکور کړم؟ رسول –صلی الله علیه وسلم – وفرمایل: ( نا، بلکه زه دالله تعالی نه هیله من یم تر څو ددوی په نسلونو کې داسې څوک پیدا کړي چې د یو خدای عبادت وکړي، او د هغې سره شریک نه کړي) متفق علیه
نو دا راز الله تعالی د کفارو له ملا نه ډیر لوی لوی کسان راوزیږول، لکه د ولید بن مغیره نه یی خالد بن ولید، او د ابی جهل نه یې عکرمه بن ابی جهل نړئ ته راوړل.
نو څه ښایسته لار ده همدا چې یو دعوتګر ناهیلې نه شي او باور ولري چې ډیرئ ګناهکاران په نړئ کې تر ټولو غوره امامان، خطیبان او علما کیدای شي.
من الذي ما أساء قط ! ومن له الحسنى فقط ؟!
من ذا الذي ترضى سجاياه كلها *** كفى المرء نبلاً أن تعدّ معايبه !
تــريــد مهــذّبــاً لا عيــب فيـــــه *** وهـــل عود يفوح بلا دُخـــان ؟!
څوک دې چې هیڅ تیروتنه یې نه وي کړي! او څوک دې یواځې او یواځې نیک اعمال لري؟
هغه څوک دی چې د خپل ټول خصلتونه راضی وي *** د انسان لپاره د خپلو عیبونو شمیرل کافي دي
ایا ته غواړې چې شریف او بې عیب اوسې *** آیا پرته له لوګي بوی هم واوسیږي؟
نو د الله د رحمت نه هیلې مه اوسه، ځکه چې د الله رحمت ډیر لوی دې او الله ډیر مهربانه دې، په قدسي حدیث کې راغلي چې: ای د آدم ځویه! تا مانه غوښتنه او هیله نده کړې مګر دا چې ما درته بښنه کړې او په دې اړه هیس پروا هم نه کوم، ای د آدم ځویه! که ګناهې دې تر آسمانو هم ورسیږي او بیا مانه د مغفرت غوښتنه وکړې نو زه پرته له کوم تشویش درته بښنه کوم، که دځمکې د لویوالي په اندازه دې ګناه کړي وي او بیا ما څخه په داسې حال کې رایشی چې ماسره دې شریک نه وي راوړې نو زه به درته ټولې ګناهې وبښم) اخرجه الترمذی.
همدا راز دعوتګر باید د مدعو د ګناهونو په سبب د هغې څخه ناهیلې نه شي،بلکه باید د ټولو مدعوینو سره که هغه لوی وي که کوچنې، که صالح وي یا ګنهکار، که فرمانبرداره وي او یا هم سرکښه د ټولو سره یوجای اوسي، او په دې باید پوه شي چی شونې ده همدا ګنکار انسان یوه ورځ د دعوت د لارې لاروې شي، او د الله د ښه بنده ګانو څخه وبلل شي، نو ځکه ناهیلې مه کیږه او خپل مدعو له لاس نه ونیسه او آهسته آهسته ورسره کار وکړه او خپله اړیکه ورسره مه قطع کوه.
• دثقیف وفد رسول –صلی الله علیه وسلم – څخه راغې او رسول –صلی الله علیه وسلم – هغوی دین ته راوبلل، هغوی وویلې: شهادت ورکو چې د یوی او برحقه خدای نه پرته بل خدای نه شته او ته د الله رسول یې، مګر لمونځ نه کو او زکات نه ورکو او د خدای په لار کې جهاد هم نه کوو.
رسول –صلی الله علیه وسلم – ورته وویل: ( هغه دین کې چې لمونځ نه وي هیڅ خیر پکې نه شته)، اما د صدقې او جهاد په اړه رسول –صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: کله چې مسلمان شي نو صدقه به هم ورکړي او جهاد به هم وکړي) رواه ابو داوود
نو دا قبیله مسلمانه شوه، او الله تعالی ددوی په زړونو کې ایمان داخل کړ، نو وروسته یې لمونځ هم وکړ او زکات یې هم ورکړ او د الله په لار کې یې جهاد هم وکړ. ځینې یې د سیحون او جهون سیندونو تر شا د خدای په لاره کې ووژل شول! يو شمېر يې هم په کندهار کې ووژل شول.
نو انسان د خدای په لار کې ددعوت ځیني نه ستومانه کیږي، ځکه چې هیله لري چې مدعو به یې یوه ورځ هرو مرو د هدایت د لارې لاروې اوسیږي.
نو شراب څښکونکې ، غلاکونکې، زنا کار اوقاتل د الله لوی ذات ته د توبې نه مه نا هیلې کوه، بلکه د هغوی په زړونو کې د هدایت مینه واچوه، او ورته ووایه چې مونږ یو ډیر مهربانه خدای لرو چې په قرآن کې داسې فرمایي: (والذين إذا فعلوا فاحشة أو ظلموا أنفسهم ذكروا الله فاستغفروا لذنوبهم ومن يغفر الذنوب إلا الله ولم يُصروا على ما فعلوا وهم يعلمون). آل عمران
علی –رضی الله عنه- فرمایي: حکیم انسان هغه دې چې نور خلک د الله د رحمن نه ناهیلې کوي، او هغوی په معصیت که نه اچوي).
همدا راز د یودعوتګر د آدابو نه دا هم دې چې خلکو باندې ګناهې آسانه نه کړي، بلکه د ګناه په ترسره کولو کې خلک د یو خدای نه وډار کړي، نو دغه راز خپل په دعوت کې یو د اعتدال او د خوف او رجا تر مینځ د وسطیت لاره نیسي. شته ځیني داسې دعوتګران چې په ګناهو کې خلکو سره تساهل کوي،کله چې کبیره ګناه وکړي نو ورته وایي: (کومه خبره نده)، او کله چې خطا وکړي ورته وایي: (کومه ستونزه نشته).
آیا دا راز دعوتګر نه پوهیږي چې مونږ داسې یو خدای لرو چې که حدود یې د پښو لاندې شي نو په غضب کیږي، او چې محارم یې ورته په نظر کی ونه نیسې نو له تا څخه کله هم نه راضي کیږي، په صحیح حدیث کې رسول-صلی الله علیه وسلم – فرمایي:آیا تاسو د سعد دغیرت نه تعجب کوۍ؟ قسم دې په هغه ذات وي چې زما ځان د هغې په اختیار کې دې زه له سعد نه زیات غیرت مند یم او الله جل جلاله له ما زیات غیرت کوونکی دی) بخاري
همدا راز د الله تعالی په صفاتو کې د ابن مسعود څخه صحیح حدیث روایت شوې چې فرمایي: الله تعالی ډیر یو غیرت من ذات دې او دهغه د غیرت بیلګه دا ده چې د مؤمن بنده په زنا او د مؤمنې ټولنې په زنا غیرت کوي .
7- په خلکو باندې د هغوی په نوم برید نه کول:
د دعوتګر یو دصفاتو څخه دا هم دې چې په خلکو باندې دهغوی په نوم برید ونکړي، د منبر په سر د خلکو په مخکې یو چا ته په لقب غږ ونکړي،بلکه د رسول –صلی الله علیه وسلم – منهج باید ځان ته غوره کړي چې فرمايي: (په دا ځیني قومونو څه شوي چې داسې او داسې کارونه کوي)… یعنی خپله هدف په دا راز غیر مستقیم مدعو ته رسوي او مستقیم د هغې نوم نه اخلي. چې دا راز به ګنهکار انسان خپل ځان وپیژنده پرته له دې چې نوم یې د خلکو په مخکې رسوال شي.
خو که داسې سړی وي چې په خپلو لیکنو، انحرافاتو، او بدعت باندې په ښکاره خبرې وکړي او یا یې بدعت ته بلنه ورکړي، نو د اهل علم په وړاندې دداسې کس نوم ښکاره کول کومه ستونزه نه لري، تر څو یې ضرر او خطر نورو خلکو ته واضح شي. د بیلګې په توګه جهم بن صفوان چې د ټولو په مینځ کې مشهور وو، ابن مبارک یې په اړه وایی: دا مجرم چې ټول امت یې د جهنم خوا رابله او په دین کې یې بدعت کوه. نوم یې دجهنم له کلمې څخه اخیستل شوې او د جعد بن درهم په نوم هم مشهوره وو.
نوم یې د حدیث په کتابونو کې ډیر لیکل شوې او خلک ورسره د ناستې، خبرو او معاملې نه منع شوي.
خو هغه کسان چې د نوم د فاش کولو څخه باید ډده وشي دا هغه کسان دي چې نورو خلکو ته دخیر اراده لري خود ورنه تیروتنه وشي او پښه یې وښویږي،نو دداسې کسانو نوم کله هم باید په تور لست کې ونه لیکل شي ، ځکه ډیرئ وخت دا کار ددې لامل کیږي چې دوی نور هم سر غړونه وکړي او دسمې لاری منحرف شي.
8- دعوتګر کله هم د خپل ځان صفایي خلکو ته نه وړاندې کوي:
دعوتګر باید کله هم د خپل ځان صفایي خلکو ته وړاندې نکړي، بلکه پوهیږي چې که هرڅومره هڅه هم وکړي خو بیا هم مقصر دې،او همیشه دخپل خدای نه شکر ادا کوي چې ورته یې فرصت ورکړې چې خلکو ته دعوت وکړي او د رسول –صلی الله علیه وسلم – په ځای د دین مبلغ وي، نو همیشه د الله تعالی نه ددې نعمت شکر ادا کوي.
الله تعالی جناب رسول –صلی الله علیه وسلم – ته فرمایي: (وَلَوْلا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ أَبَداً ) او په بل ځای کې کله چې رسول –صلی الله علیه وسلم – خپل رسالت سر ته ورسوه داسې فرمایي:( إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ * وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجاً * فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّاباً ).
نو ځکه اهل علم وایي چې دعوتګر باید تل د خدای نه د مغفرت غوښتنه وکړي. او د خلکو په وړاندې نباید چې دځان صفایي وړاندې کړي. او یا ووایي: زه تل تاسو ته امر کوم مګر تاسو زما د امر نه سرغړونه کوئ، او تاسو چې د کوم کارو نه منع کوم بیا تاسو هماغه کارونه کوئ، او زه تل تاسو ته متوجه یم او تاسو وینم او تاسو څارم، او تل له ځان سره وایم چې تر کومه به دا امت داسې په ګناهو کې غرق وي؟
نو په دغه راز خبرو خپل ځان د ملامتئ نه بیرون کوي، داسې لکچې خپله کاملا بری او بی ګناه اوسي. نو دا منهج د یو دعوتګر لپاره په بشپړه توګه یوغلط منهج دې .
ددې پر ځای دعوتګر ته پکار ده چې د خپل ځان په شمول ټول یو وشمیري او خلکو ته ووایي: مونږ ټول په دې ستونزه کې راښکیل یو، او مونږ ټولو نه تیروتنه شوې ، مونږ ټول لکه د یوې کورنئ په څیر یو، حتی شونې ده چې په تاسو کې داسې څوک وي چژ‎ې زما نه بهتر وي او الله ته نږدې وي.
9- د ډیر فساد او فساد کونکو څخه نه مایوسه کیږدل:
دعوتګر نباید د خلکو په فساد د ناهیلئ ښکار شي، ځکه دا په خلق کې دالله تعالی سنت دې (وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلاً ) الأحزاب
الله تعالی په قرآن کې د فساد، او فساد کونکو د کثرت ذکر کړې دې (وَقَلِيلٌ مِنْ عِبَادِي الشَّكُورُ) سبأ
او فرمایي: (وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ) الأنعام، او فرمایي: (وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ) يوسف، همدا راز فرمایي: (أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ) يونس ..
په بل ځای کې د قرآن داسې فرمایي: ((لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ)) الغاشية، په سورت الانعام کې داسې فرمایي: ( لَسْتُ عَلَيْكُمْ بِوَكِيلٍ ) الأنعام .. ( إِنْ عَلَيْكَ إِلاَّ الْبَلاغُ) الشورى…
مونږ د عذاب وحساب مالک نه یو، بلکه مونږ یواځې د محبت کولو، دعوت کولو او د خلکو نیکې لارې او جنت ته دلارښونې اختیار لرو، هغه جنت یې عرض یې د آسمانو او ځمکو د وسعت په اندازه دې، که مدعویین زمونږ دعوت قبول کړ نو د الله شکر ادا کو، او که یې رد کړ نو د هغوی عاقبت الله ته سپارو.
ځیني علماو فرمایلي: په ځمکه کې د مسلمانانو نه کفار ، د اهل سنت نه اهل بدعت،او دمخلصینو نه غیر مخلصین ډیر دي.
همدا راز د یو دعوتګر صفت دا هم دې چې د خلکو د ژوند په حقیقت پوه شي، د هغوی ژوندونو ته کره کتنه وکړي او په حال او احوال یې ځان پوه کړي، الله تعالی خپل رسول ته فرمایي: (وَكَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ وَلِتَسْتَبِينَ سَبِيلُ الْمُجْرِمِينَ )) الأنعام ..
دا دالهی حکمت نه وو چی الله تعالی رسول –صلی الله علیه وسلم – څلویښت کاله په مکه وساته، چې په دې ترڅ کې یې مکه ښه وپيژنده،د مکې نقشه، کرونه، او ټولې لارې وپیژندې.
کفارو اعتراض وکړ او وی ویل: ( لَوْلا أُنزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ ) الأنعام.. نو الله تعالی یادونه وکړه چې رسول باید بشر اوسي ، چې دخلکو په ضرورتونو، غمونو او ټول مسایلو پوه شي.
نو دعوتګر باید یوه حادثه په صحیح توګه مطالعه کړي، د خپل د ټولنې په نزاکتونو ځان پوه کړي، آن تر دې چې د تاجرانو او بزګرو خلاصه د ټولو قشرو خلکو په حساب پوه شي، او د مختلفو ځایو په اړه لکه د بیلګې په توګه بازارونه، محلې، او پوهنتونونو په اړه هم معلومات ولري، تر څو وشي کولای دیو قوی خلفیې څښتن اوسي او په واقعیت پوه اوسي.
نو له همدې کبله دي چې اهل علم وایي: چې د یو دعوتګر د لوازمو څخه کله چې یو ملک ته ځي دا هم دې چې د هغه ملک تاریخ ولولي. ځیني علماو خو به چې یو ملک ته تلل نو دهغې ملک په اړه به یې پوره معلومات راجمع کول د بیلګې په توګه: د هغې ملک تاریخ، جغرافیه، د تفریح ځایونه، د خلکو طبیعت،د خلکو د خوښې وړ شیان، د تربیت کیفیت او داسې نور مسایل تر څو په پوره توګه د هغوی نه معلومات ولري او دهغوی په اړه په بصیرت سره خبره کولی وشي.

10- د خدای په کتاب باندې داوطلبۍ نه کول:
ځیني مبلغین په دین کې د هغه څه شاملولو لپاره چې په هغه کې نه شته د غیرت احساس کوي، نو ځکه ځیني وختونه چې د کوم ګناه د عذاب څخه یادونه کوي، نو د هغه جزا څو برابره ډیره له هغه ذکر کوي چې الله تعالی په اصل کې دهغه ګناه لپاره تعین کړې ده، لکه د بیلګې په توګه: که یو کس وغواړي چې د سګرت وهلو ډډه او یا شراب څښلو ځیني ډډه وکړي نو ورته وایي: (ای د الله بنده ګانو! هر چا چې سګرت وڅښه نو الله تعالی پرې جنت حرام کوي، او مخ تور به دوزخ ته ننوځي).
دا یو غلط کار دې، ځکه چې د الله په شریعت کې د هر څه لپاره موازین او قوانین شته، په شرک انسان د اسلامی امت نه ووځي، كبائر په خپل ځای، صغائر په خپل ځای، همدا راز مباحات او نور مسایل هر یو په خپل ځای خپل ارزش لري او ترک یې خپل عقاب.
فوضع الندى في موضع السيف بالعلا *** مضر كوضع السيف في موضع الندى
په لوړه باندې د تورې په ځای د شبنم ایښودل داسې مضرر دی لکه د تورې په ځای کې د شبنم ایښودل
نو دعوتګر ته پکار ده چې هم د عقاب او سزا نه خلک ډیر زیاد ونه ډار کړي( یعنی تفریط ونکړی)، او دقیقا همدا راز د نیکو کارو په برخه کې هم خلکو ته ډیر زیاد او بی ځایه فراختیا را نه وړي(یعنی افراط ونکړی) ، او هر کار ته خپل حق او خپل ځای ورکړي. لکه د بیلګې په توګه دا حدیث وکاروي: (کوم لمونځ ته چې یو انسان مسوال وکاروي دهغې اجر د هغه لمونځ نه چې پکې مسواک نه وي کارول شوې ۷۰ درجې ډیر اجر لري) دا یو ضعیف حدیث دې، چې د سند لپاره یې باید الفوائد المجموعه في الأحاديث الموضوعه د شوکاني کتاب شمیره نمبر ۲۲ ته باید مراجعه وشي.
همدا راز ددې حدیث کارول چی په اصل کې باطل دې: (هر چا چې لا اله الا الله محمد رسول الله ووایه په جنت کې ورته ۷۰ قصره جوړیږي، چې په هر قصر کې به ورته ۷۰ حورې وي، او هره حوره به ۷۰ خادمې لري……)
نو دا راز بې ځایه ډارول یا بی ځایه هڅول صحیح کار ندې، دعوتګر باید په خپل خبرو کې متوازن عبارات او کلمات وکاروي او ډیر محطاط اوسي ځکه چې یوه ډيره عظیمه دنده او هغه هم د خیر البشر جناب محمد –صلی الله علیه وسلم- رسالت په غاړه انتقالوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا