د روژې استقبال

 

 

 

 

 

 

 

?د روژې استقبال

د روژې میاشت څه ډول باید استقبال کړو ؟
رسول الله -صلی الله علیه وسلم – به په ځانګړې او متفاوته بڼه د روژې د مبارکې میاشتې استقبال او ښه راغلاست کولو او دنورو میاشتو په نسبت به یې ځانګړی مقام ورکاوه او صحابه کرامو ته به یې ددې مبارکې میاشتې د رارسیدو زیرې ورکاوه .
حدیث شریف کې راځي ، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – به فرمایل : ( أتاکم شهر رمضان ، شهر مبارك ، فرض الله عليكم صيامه ، تفتح فيه أبواب الجنة و تغلق فيه أبواب الجحيم و تغل فيه مردة الشياطين وفيه ليلة هي خير من ألف شهر من حرم خيرها فقد حرم )
ژباړه : د روژې میاشت تاسې ته راغله ، مبارکه میاشت ، الله تعالی یې روژ پر تاسې فرض کړې ده ، پدې میاشت کې د جنت دروازې پرانیستل کیږي او د جهنم دروازې پکې بندیږي ، سرکښه شیطانان پکې تړل کیږی او پدې میاشت کې داسې یوه شپه ده چې د زر (۱۰۰۰) میاشتو څخه بهتره ده څوک یې چې د خیر څخه محروم شو بیشکه چې محروم شو .
او د روژې مبارکې میاشتې لویوالی د صحابه کرامو په زړونو کې تر دی حده پروت وو چې شپږ میاشتې به یې د روژې میاشتې ته د رسیدو لپاره دعاګانې کولې او پاتې شپږ میاشتې به یې دعا کوله چې د روژې په میاشت کې کړي اعمال یې قبول شي .
دا چې د روژې میاشت د قرآنکریم ، تهجدو ، صبر ، دعا ، ایثار ، طاعاتو او عباداتو میاشت ده ، هر یو مسلمان ته په کار دي چې ددې مبارکې میاشتې ښه راغلاست په مناسب او ښه ډول وکړي او د طاعاتو او عباداتو لپاره یې فرصت وګڼي .
ځینې هغه کړنې او عملونه چې د روژې د میاشتې استقبال او ښه راغلاست پرې وشي په لاندې ډول دي :
۱ – د روژې د میاشتې په راتلو خوښي او خوشحالي کول : دا ځکه چې نیک بنده ګان د خیراو طاعاتو د موسم استقبال په خوښې سره کوي .
او دا چې د روژې میاشت مبارکه میاشت ده ، بنده ګان الله تعالی ته ورګرځي او سرکښان د خپلو ګناهونو څخه توبه کوي ، پدې وجه د مؤمنانو زړونه خوشحالیږي او پاک ارواح الله تعالی ته د نږدې کیدو د امله خوښي کوي .
۲- د روژې د میاشتې استقبال په حمد او شکر سره کول : دا چې د روژې میاشت د الله تعالی د نعمتونو او احساناتو څخه ده ، او د الله تعالی د نعمتونو او احساناتو شکر لازم دی ، نو مسلمانانو ته په کار ده چې د روژې د میاشتې په راتلو سره د الله تعالی شکر پر ځاې کړي .
۳ – د نیت اخلاص : دا چې د روژې د میاشتې په راتلو سره انسان د نیت تجدید وکړي او د الله تعالی د رضا لپاره یې خاص کړي ، همدارنګه د مبارکو وختونو څخه د استفادې عزم او هوډ وکړي .
ځکه چې انسان ته دهغه د نیت مطابق اجر او ثواب ورکول کیږي ، څنګه چې حدیث مبارک کې راځي : (إنما الأعمال بالنيات و إنما لكل امرئ ما نوى )
ژباړه : بیشکه د عملونو دار ومدار په نیت سره دی ،او دهر انسان لپاره هغه څه دي چې په نیت کې یې وي .
۴ – د روژې میاشتې ته مخکې له مخکې تیاری نیول : او هغه پدې ډول چې د نفس تربیه په طاعاتو او عباداتو سره وکړای شي ، لکه قیام اللیل ، روژه د قرآنکریم تلاوت کول ترڅو د روژې په میاشت کې د عباداتو پرځاې کولو لپاره پوره تیاری ولري .
څنګه چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – به د روژې د استقبال په موخه تر ټولو ډیرې روژې د شعبان په میاشت کې نیولې .
۵ – ریښتینې توبه کول : توبه په هر وخت او هر ځاې کې واجب ده خو دا چې د روژې میاشت د خیر او طاعاتو میاشت ده او ګناهونه د طاعاتو او عباداتو د توفیق څخه د محرومیدو سبب کیږي ، نو مسلمان ته په کار ده چې د روژې د میاشتې استقبال په ریښتینې توبې سره وکړي .
۶ – د وخت ارزښت پیژندل : ډیر کرته د وخت د ارزښت نه پیژندل د وختونو او فرصتونو د ضایع کیدو سبب کیږي ، د همدې امله مسلمان ته په کار ده چې د وخت په ارزښت ځان پوهه کړي ، د روژې د مبارکې میاشتې د قیمتي اوقاتو قدر وکړي او د يو فرصت په توګه ورڅخه ګټه پورته کړي .
۷ – اندازه خوراک کول : د روژې په مبارکه میاشت کې ډیر خلک پدې فکر کې وي چې ډیر نه ډیر خوراک وکړي ، تر څو د ټولې ورځې لپاره یې ښه ذخیره ساتلې وي ، خو په حقیقت کې ډیر خوراک کول په عباداتو کې د سستې او خشوع د نشتوالي لامل ګرځي .
۸ – په اندازه خوب کول : ځینې خلک بیا روژه د خوب لپاره یو ښه او مناسب فرصت ګڼي او داسې فکر کوي چې روژه کې باید ډیر خوب وکړي تر څو ورځ یې لنډه شي ، او د شپې بیا تر پيشنمي ناست وي او په بې ځایه کارونو کې یې ځانونه مصروف کړي وي ، چې دا د مسلمان لپاره وړ او مناسب عمل ندی ، د روژې په میاشت کې باید برابر خوب وشي او د نورو وختونو څخه یې د عبادت لپاره ګټه واخیستل شي .
۹ – د روژې په احکامو ځان پوهول : مسلمان ته په کار ده چې د روژې په احکامو ځان پوهه کړي ، ځکه په احکامو ناپوهي اکثره وخت د اجر او ثواب څخه د محرمیدو لامل ګرځي .
په ټوله کې مسلمان باید د روژې میاشت د بدلون لپاره فرصت وګڼي ، او کوښښ وکړي چې په ښه ډول ترې ګټه پورته کړي ، د ګناهونو څخه ځان وژغوري او عباداتو ته مخه ګري .
ځکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمايې : ( رغم أنف رجل دخل علیه رمضان ثم انسلخ قبل أن یغفر له )
ژباړه : پوزه دی په خاورو ککړه شي ( د بدبختې کنایه ده ) د هغه انسان چې روژه ورباندې راغله او بیا تیره شوه مخکې له دی چې ورته بخښنه وشي .
و صلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله و أصحابه أجمعین .

خوله عطا

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا