کابل د ښځو په روایت

لیکوال: نهاد کابلی

د بی بی سي په پښتو پاڼه کې مې د نجیب منلي د لیکلي مضمون سرلیک تر سترګو شو، چې لیکلي یې ؤ: « دا کابل دی: ښځې ولې مخ لوڅې شوې؟»

د لیکنې په داخل کې د حجاب په اړه د تېر دوران د نیمګړي او نامرده پړاو د پاتې ارمان تخم له سره شیندلی وه.

د چادري «بورکې» حجاب چې اصلاً د یوه ملت د بدتهذیبه حکمرانانو له شر نه د پت «حجاب» د پلویانو د وروستۍ حیلې په دود رامنځته شو، هغه به د هیڅ مذهب پلویان د پت او مذهبي لورینو یوازینۍ چاره ونه پيژني، ولې په کوم انداز چې د «بورکې» د تهذیب په پلمه لیکوال هغه د حجاب د تهذیب پر ضد کارولی ؤ، هغه زه د دغو مختصرو ټکو لیکلو ته اړ کړم.

په مقاله کې د امریکا د ډالري تهذیب کنجاړه بدمرغیو ته د یوه طبیعي تحول او بیا د ښځو په روایت او څارنه پوښ ورکړل شوی ؤ، چې انسان نه پوهیږي ولې د پردي کلتور دې لوڅ او بنډاري تهذیب ته د کابل د بل د زغملو عنوان ورکول کیږي.

«مخ لوڅي» که د ښځو د آزادۍ د طبیعي حق یوه منلی برخه هم وګڼل شي، ولې زمونږ د ټولنې د کلتور د بدلونې په اړه دغسې تریخ او د پردي تهذیب د اثراتو لپاره د بل او بدل عنوان لاندې رنګ ورکول هغه مرضي افکار دي، چې نن پکې د اویا کلونو مخکې تللی ترک ملت له خپل قناعت نه شاته د خپلې غلطۍ د سر موړ ته راروان دیafghan-women.

کابل د ښځو په روایت:

په دې مقاله کې لیکوال له خپلې میرمنې روایت کوي، دهغه ښځه وايي:

« چې په (بورکو) کې بمونه منډل کیږي او د حجاب تر شا نیم ګز ږیرې پټیږي، نو بیا څوک ولې په لوی لاس خلک پر ځان شکمن کړي؟»
دا صحیح ده، که انسان نر وي او که ښځینه، ښه دا ده چې د شک له تورو ځان وژغوري، ولې له بده مرغه چې پورته تعبیر هومره چې د یوه مذهبي تصور د پلویانو د تحقیر لپاره کارول شوی دی، د هغه په نیمه پکې د امنیتي کمربندونو نه د ښځو د طبیعي تیریدو د حیلې هدف نه ښکاري.

مثلاً بمونه منډل کیږي… او یا نیم ګز ږیری…

که حجاب د یو مذهبي رسم برخه تسلیم کړو، نو دا پکې پیکه او مسخره تدبیر دی چې د شکمنتوب له ویرې له هغه نه لاس واخلو، ځکه چې دا کار که له یوې خوا د ځینو خلکو لپاره اسانه او تشویقونکی دی، له بل پلوه د نورو ډیرو لپاره ستوغ دی. دا هم په داسې حال کې که سبا چا بمونه په پتلانه او نیکر کې راوړل، بیا به د همدې چوب خط په حساب، دشک له کړۍ نه دوتلو لپاره دا نوی ډیموکراټان په داسې بلا وړاوړې چې شرم به یې څوک هم نه شي پټولای.

پرون په همدې کابل کې د یوه تپلي نظام په حمایه کې ښونځي د دفاع د کمیټو پوستې شوې، ولی چې دمقابل لوري ګذار پکې راغی بیا یې د مکتب د سوزنې عنوان واخست.

په داسې حال کې چې مکتب اصلاً هغه چا وسوځاوه چې له هر چا یې مخکې د وسلې او وسلوالو ځای کړ.

بیا هم کله چې د امنیتي کرښو نه نارینه او ښځینه تیریږي، د بورکه والو ښځو ترڅنګ څوک مخ لوڅي زنانه بې پلټنې او تلاشۍ نه پریږدي، ځکه چې دا وروستی چاره نه ده.

یو خود جوشه خوځښت:

په دې لیکنه کې د یو لنډکي ریسرچ په دود، د نورو نظریات هم رانقل شوي دي، چې یوه پکې په کابل کې د مخ لوڅۍ روانه پدیده یو خود جوشه خوځښت ګڼلی دی.

عجیبه دا ده چې له یوې خوا په افغانستان کې د کتلوري یرغل په لړ کې څلویښت غربي هیوادونه مصروف دی او په دې اړه د امریکا څټه ووتله چې د نظامي لګښتونو ترڅنګ یې په دې اړه هم لګښتونو د امریکا د مالیه ورکونکو قامتونه کاږه کړل، چې څو درجه بې هدفه رسنۍ یې یوه بیلګه ده، ولې بیا هم دغسې بربنډتوب ته زمونږ دا پوهان خود جوشه خوځښت وايي!

دا چې په شمال او کابل کې د کورنیو شخړو او دوسیو د افغانستان امنیتي او قضايي چارواکي د هیواد د بډای طبقې د هرم سر ته وخیژول، دا خو د همدغه امریکايي تپل شوي بدلون په اړه د پرګنو طبیعي عکس العمل دی چې اصلاً په افغانستان کې د ښځو په اړه د خشونت ډیره برخه د امریکا د ډالري بدلون په اړه غبرګون دی.

په دې اړه چې د درې زرو قضیو له ثبتولو نه دا وانګیرو چې ثبتول پکې یو پرمختګ دی، ولې دا پکې نشو درک کولی چې دا هر څه د امریکايي نظام د رنګ او بوی پر ضد عکس العملي جریان دی، چې د خشونت دا هومره قضیې یې ایجاد کړې دي.

دا ځل د میرمنو شاته:

هغه کلتوري ډغره چې په دې هیواد کې د کلتوري بدلون په اړه اول د شوروي او بیا د امریکا پر ضد پیل شوه. هغه له همدې مخې اول د شوروي پر ماته او اوس د امریکا د نامرادۍ پر پوله ولاړه ده. او زمونږ په هیواد کې د بیګانه تهذیب پلویان کله د یوه هیواد او کله د بل هیواد د ملاتړ پناه ته سر ننباسي، دا پکې نوی پړاو ښکاري.

هلته چې د مقالی لیکوال لیکي:

«د کابل د ښځو دغه غبرګون دا ثابتوی چې افغان میرمنې به دا ځل چاته اجازه ورنکړی چې د دوی پر حقوقو تجارت وکړي».

زه په دې پوخ باور لرم چې په افغانستان کې د ښځو پر حقوقو باندی د پخوا نه او د هر نظام په لړ کې دغه تیري کونکی تهذیب د پستو حکمرانانو په کړنو رنګین راروان دی او تر ننه پورې دوام لري، مذهب پکې اصلاً تقصیر نه لري، ولې په دې هم پوهیږم چې د ښځو په اړه په دې روان نظام کې د آزادیو نه داسې بده استفاده وشوه، چې د هغه په تېرو ټولو نظامونو کې مثال نشته.

تاسې که یوازې په خامو «کم سنه» نجونو او هلکانو باندی د تجاوز احصایو ته په تېرو لسو کلونو کې مراجعه وکړئ، خپله به پوه شئ چې د ښځو په اړه روان خشونت کې راروان نظام څومره مقصر دی او ښځو پکې له هر چا نه زیات ترخه وڅکل.

دا چې د یوې او بلې آزاد فکره کورنۍ! نجونی د ټلویزون پر پردو باندی هره اونۍ د غرب په حمایه کې د هنر تازه او نوی رقم پورته کوی، په دې کې د ښځو لپاره د حقوقو د خوندیتوب خبره نشته، په دې کې د فاسدو حکمرانانو او هوس ګرو ډیموکراټانو د معاملی هغه بدرنګ اړخ څرګند ښکاري، چې هغوی پکې افغان کورنۍ د انتشار (انحلال) سره مخامخ کوي.

دا چې په دې هیواد کې د بیګانه ثقافت پلویان فکر کوي چې دا ځل به د نارینه وو پر ځای ښځینه چاته اجازه ورنکړی، دا نو د هغې تجربې مخ دی چې امریکا به یې خواږه په ۲۰۱۴ کال ټولو ته وروڅکي.

دا چې افغاني لیکوال د یوی دغسې قضیې په اړه افغان ځوان نسل د ښځو د منطق او د ښځو د چلنج په وړاندی دروي، دا پکې بله نوې خبره ده چې د شوروي او امریکايي اشغالګرو د حضور له تاثره اوبه خوري.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا