په افغاني ټولنه کې پردي پاله رسنۍ
خالده شفيق
هره هغه وسیله چې د یو کس نه بل کس ته یو پیغام انتقالوي رسنۍ نومیږي.
رسنۍ د ټولنې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي اړخونو کې ډیره زیاته اغیزه لري. د رسنیو مخاطبین د ټولنې وګړي دي چې د رسنیو ټول پروګرامونه دغه وګړي او دهغوی فکرونه متاثره وي او خلک په نیغه توګه د رسنیو د پروګرامونو نه اغیزمن کیږي او تر کوم حده چې مونږ پوهیږو د یو هیواد ټول ځواک او همداراز راتلونکی د هغوی د خلکو پورې تړلی ده نو ځکه خو ویلی شو چې رسنۍ د ټولنې د برخلیک په ټاکلو کې ډیر رول لری. لکه څنګه چې مونږ او تاسو وینو په دې وروستیو کې د مطبوعاتو ازادي په افغانستان کې ډیره زیاته شوې ده چې دغې ازادي ځینی ګټې او ځینی زیانونه رامنځ ته کړی چې زیانونه یی د ګټو څخه ډیر دي.
د بیلګې په توګه ځینی ګټې یې په لاندې توګه په ګوته کولای شو:
1- د مختلفو پروګرامونو له لیارې په آزاده توګه ددین خپرول.
2- همدا راز رسنۍ له نړۍ سره په اړیکو ساتلو کې ، پرمختګ ، انکشافات ، اقتصادي تړونونو کې………ډیر زیات رول لري.
همداراز کولای شو چې د رسنیو نه راپیداشوي زیانونو ته په لاندی ډول اشاره وکړو:
1- د رسنیو له لیارې په افغانستان کې د غرب فرهنګ خپریږي مونږ او تاسو عملا ددې شاهد یو چې د افغاني رسنیو له لارې هندي او ترکي ډرامې اوانګریزي فلمونه خپریږي چې منفي اغیزې یې ډیرې لیدل شوې د بیلګې په توګه ډیری کورنۍ په خپلو اولادو باندې ددې پر ځای چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم داصحابو کرامو او یا ازواجو مطهراتو نوم کیږدي د هندي فلمونو اداکارانو نومونه لکه: ریتا، ګیتا، اوداسې نور نومونه ږدي.
2- دغه راز مبتذله پروګرامونو د خپریدو له وجې د کورنۍ نظام له منځه تللی او مونږ ډیر ځلی شاهد یو چی انجونې د خپلو کورونو پریښودو ته هڅول کیږي.
3- دغه مبتذله پروګرامونه د ټولنې په منځ کې بې حیایي خپروي ، داختلاط فرستونه برابروي او بې حجابۍ ته لمن وهي.
4- بله دا چې د افغاني رسنیو له لیارې هر څوک خپل اړونده ژبو ته کار کوي، څوک پښتو،او څوک دري او څوک… چی دا کار ژبني اختلافات او تعصب رامنځ ته کوي.
لدې نه د ورایه داسې څرګندیږي چې رسنۍ داسې وسیله ده چې هم ترې مثبته او هم منفي ګټې پورته کیدای شي خو متاسفانه نن سبا افغاني رسنۍ ټولې د استعمار تر اغیز لاندې دي ، ددې پرځای چې د ټولنې هر اړخیزې اصلاح لپاره کار وکړي د ټولنې د فساد لپاره په کار بوختې دي.![]()
رسنۍ د خپل قدرت او ځواک نه په ګټه اخیستلو سره په ډیره چټکۍ او آسانه توګه خپل اهداف پلی کوي او بیا ډیری نا پوهه خلک ددې ښکار کیږي .
مونږ او تاسو ددې شاهد یو چې په تصویري رسنیو کې مبتذله پروګرامونه خپریږي خو کله چې د داسې رسنیو مسؤلینو څخه پوښتنه وشي چی دا ولې ؟ نو بیا هغوی دا کار د افغانستان د ملت لپاره یو خدمت او د هنر د پرمختګ په عرصه کې یو ګام بولي.ځوانان چې زمونږ د ټولنې یوه عمده سرمایه ده ددې پر ځای چې د هغوی نه صحیح ګته واخلي او هغوی د ساینس او ټکنالوژۍ په زیور ښایسته کړي تر څو خپل ځپل شوی هیواد د نړۍ د پرمختګ تللو هیوادونو په قطار کې ودروي، هغوی بیا د سندرو ویلو په پروګرامو بوختوي، هغوی بیا د هنر د پرمختګ په نامه افغاني سینمایي فلمونو ته رابولي چې ځوان هلکان او خصوصا انجونې په کې په ویاړ سره برخه اخلي.
د ډیر افسوس خبره خو داده چې کله کله بیا همدا افغاني انجونې په کې د جامو د ښودنې ( موډلینګ ) په پروګرامو کې ونډه اخلي چې په سرتوره توګه د خلکو په وړاندې ښکته او پورته کیږي. په دې ورستیو کې خو ځینی افغانی انجونې چې په غربي چاپیریال کې لویې شوې او افغانستان ته راستنې شوې او په پشپړه توګه د غرب فرهنګ یې په خپل ځان پلی کړی او سرتوره او په بې حجابه توګه د تلویزیون په صفحه ښکاره کیږي چې په سلګونو نورې داسې انجونې چې دفکر استقلالیت نه لري د هغوی په دام کې لویږي او د هغې په تګ لاره عمل کوي او په دې کار خپل ځان پرمختللي او متمدنه بولي.
ددې حالاتو مسؤلیت زمونږ د فرد فرد پورې اړه لري په خاصه توګه چې د قدرت په ګدۍ ناست دی او همدا راز دا مسؤلیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړه لري دا ځکه چې زمونږ د ګران هیواد د نوم سره د ( اسلامي ) وروستاړی لږیدلی یعنی د افغانستان اسلامي جمهوریت.نو مونږ باید دا اسلامیت په عمل کې ثابت کړو.
الحمدلله زمونږ په هیواد کې داسې رسنۍ شته چې خپل مسؤلیت یې په سمه توګه تر سره کړی، لکه د اصلاح غږ راډیو چې پکې ټوله ورځ اسلامي او اصلاحي خپرونې خپریږي، د اصلاح غږ راډیو کې د تیلیفون په لیکه خپل تلاوت اصلاح کوي، د تفسیر او سیرت درسونه په کې وړاندې کیږي، د فرمایشي سندرو پر ځای فرمایشي اسلامی ترانې او فرمایشي تلاوتونه په کې خپریږي.
مهمه خبره داده چې که غرب د خپل غلط فرهنګ لپاره داسې په چټکۍ کار کولای شي نو آیا مونږ او تاسو چی کاملا په صحیح او حقه لاره روان یوو او داسې یو دین لرو چی د دنیا او آخرت نیکبختي په کې نغښتې ده ، آیا مونږ نه شو کولای چې د خپل دین لپاره کار وکړو؟
نو اې د افغانستان د رسنیو مسؤلینو!
آیا تاسو په دغه راز غلطو خپرونو چې د خپلو رسنیو له لارې خپروﺉ خپله دیني او ایماني دنده مو تر سره کړې؟
که چیرې تاسو په آخرت کې د الله تعالی له لوري وپښتل شی کوم موجه ځواب لرﺉ؟
پرتاسو غږ کوم!
آیا تاسو چمتو یاست تر څو د خپلو رسنیو له لیارې په ریښتیني توګه خپل ملت ته خدمت وکړﺉ؟