د اسرائيلي وسائلو او هغوئ د ملاتړو د تحريم وجيبه (دویمه برخه)
ليکنه: مژده مهمند
ژباړه: فضيله مروت
په نړيوالو تعاملاتو کې د تحريم مخينه
په معاصر وخت کې د بشريت تاریخ د تحريم ډولونه د دښمن په وړاندې د وسلې او فشار په حيث تجربه کړي دي. [۱].
د هيوادونو په وړاندې د تحریم مخينه کولای شو د ملګرو ملتونو له تاسيس څخه مخکې وخت کې هم ولټوو، مګر له دې وسائيلو څخه ګټه اخستل د ملګرو ملتونو د منشور د اووم څپرکي د ملګرو ملتونو غړو هيوادونو د ټوليزې سولې او امنيت ساتلو له موضوعاتو څخه دي. ددې سازمان د منشور د ۴۱ مې مادې مطابق د نړيوالې سولې او امنيت د ماتوونکي دولت په وړاندې غير قهري وسائلو او فشار کارولو موخه د سلوک بدلون، نظامي، سياسي او اقتصادي ځواک کمول او د نړيوالو اړيکو کمول او منزوي کول دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د خپل شتون ۷۵ کلونو په اوږدو کې، د سړې جګړې تر پاي ته رسېدو مخکې يوازې د رودزیای جنوبي په وړاندې په ۱۹۶۶ او آفریقای جنوبی په وړاندې په ۱۹۷۷ کې تحريم ترسره کړی دی. لیکن په نويمو کلونو کې او له هغه وروسته امنيت شورا ډېر ځله د دولتونو په وړاندې په بېلابېلو ډولونو سره پريکړه ليکونه له دې ډول وسائيلو سره يو ځای صادر کړي دي. په دې اړه سيميزو سازمانونو هم له ملګرو ملتونو څخه پيروي کړې ده. همدارنګه د امريکا له لوري يو اړخیزه بنديزونه د بهرني سیاست په وسائيلو بدل شوي دي. [۲].
په دې ترتيب ددې بحث په دوام کې د تحريم څخه د غير نظامي وسيلې په توګه د ګټه اخستل شويو يو شمېر بيلګو ذکر کوو:
* ایرلندي بزګرانو د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې د يو ازادي غوښتونکي خوځښت په بهير کې د زراغتي اشغال شويو ځمکو د اشغال کوونکو په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړ او د برتانيې د اشغال شويو ځمکو د ازادۍ غوښتونکي شول.
* مصري هيئت حزب د خپل رئيس د ترور په اعتراض په ۱۹۲۱میلادي کال، د يوې پرېکړه ليک په صدرولو سره د برتانيې سره د هراړخيزو اړيکو د پريکون په بنسټ مصریان وهڅول ترڅو د برتانيې اړوند لوازم تحريم کړي، او د برتانيايي بانکونو څخه خپلې پيسې بېرته واخلي.
*مهاتما ګاندي د هند د خلکو رهبر د اقتصادي پريکون له سياست څخه د برتانيايي اشغال په وړاندې د وسلې په توګه ګټه واخسته په ممبيي کې يې د برتانيايي لوازمو سوزولو ته چې دې هیواد ته داخلېدل، خلک را وبلل.
همدارنګه هغوئ يې دې ته را وبلل ترڅو خپل لباس پخپله جوړ کړي او د برتانيې د واردېدونکې لباس د کارولو څخه ډډه وکړي، په دې برخه کې يې خپل ځان د الګو په توګه وړاندې کړ.
* په ۱۹۶۰میلادي کال کې، د امريکا البامای آيالت د مونتګاري ښار تور پوستو اوسېدونکو د مارتن لوثر کينګ د بلنې په اساس د محلي نقل او لېږد د وسائيلو په تحريم سره د مسافر وړونکو بسونو په لېږدولو کې د نژادي تبعيض د له منځه وړلو غوښتونکي شول. [۳].
ولې بايد له فلسطین څخه دفاع وکړو؟
د فلسطین خاوره د نړۍ يو له تاريخي هېوادونو څخه ده، مسلمانانو ته دې لپاره ځانګړی اهميت لري چې لومړۍ قبله او اسمانونو ته د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د عروج مکان دی.
د اسلام په تاريخ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عصر څخه تر اوسه پورې د فلسطين مقدسې خاورې سره ډېره زياته مينه شوې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفای راشدینو رضی االه عنهم اجمعین د هغه د فتح کولو لپاره پراخه ځواکمنتيا درلوده، د اسلام په تاريخ کې د قدس ښار دوه ځل (د عمر بن خطاب او صلاح الدین ایوبي په وخت کې) له وينې تويولو پرته فتح شوی او خپل طلايي دور يې تېر کړی دی. دا ښار د مسلمانانو په لاس د پرديو له شتونه پاک شوی، صلیبیانو چې په جګړو کې ماتې خوړلې، خپل ځای يې صهیونستانو ته پريښی. یهودیان ځانونه د فلسطین وارثان ګڼي، ددې خاورې سياسي تاریخ د الميلاد څخه مخکې د اسرائيلي پاچاهي له حکومت سره برابروي، او د دوي له انده عبرانيان د فلسطين لومړني اوسېدونکي ول. مګر تاريخي واقعیت دا څرګندوي چې د صهيونيستي څېړونکو او مشرانو ادعاوې بې بنسټه دي، او ددې ادعا په تائيد هيڅ تاريخي مستند شتون نلري؛ عبرانیان ددې خاورې لومړني اوسېدونکي نه دي، بلکه د اوسنيو اعرابو مخکيني اسلاف د فلسطین لومړني اوسېدونکي بلل کېږي. [۴]
د فلسطين مبارز ملت هم له اويا کلونو راهسې په بېلابېلو ډولونو ددې مقدس مکان د ازادۍ لپاره په ځان او مال سره مبارزې کوي او هيڅکله د تسلیمۍ سر نه ټيټوي. اوس چې ددې رژيم وحشت خپل اوج ته رسېدلی، د فلسطين د ازادۍ په لار کې مبارزه او د مظلوم ملت سره، چې د اسلامي امت برخه ده، مرسته د اسلامي امت عمده مسؤولیت شمېرل کېږي. ددې امت هر فرد، نارينه او ښځينه د خپل توان سره سم مکلف دي چې د اشغال شوي فلسطين په وړاندې خپل مسؤليت ادا کړي، او د فلسطين مظلوم ملت سره د هر ډول امکاناتو چې په لاس کې يې لري مرسته ورسوي، ترڅو د حشر په ميدان کې يې د الله تعالی په حضور يې خپل مسوليت رفع کړی او د هغه تعالی د رحمت وړ وګرځي.
د پورتنيو مواردو په پام کې نيولو سره کولای شو هغه دلائيل چې ولې فلسطین موږ ته مهم دی؟ ولې يې په وړاندې مسؤل يو؟ په لاندې ډول اشاره وکړو ترڅو خپله وجيبه درک او د ادا کولو لپاره يې ګام پورته کړو.
*ځکه چې هلته هغه مکان دی چې د الله تعالی له لوري غوره شوی دی، او د رباني مقام او منزلت درلودونکی دی، چې د بشر په لاس نه دی جوړ شوی.
*ځکه چې اسلامي امت له دې ځای سره إيماني اړيکه لري؛ د فلسطين په څېر بل هيڅ ځای د تاريخي نظره، د آدم عليه السلام څخه تر قيامته، د وحيې د نزول زانګو نه وه.
*ځکه چې فلسطین د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده چې د اسلام پیغمبر صلي الله علیه وسلم او اصحابو کرامو رضی الله عنهم څو مياشتې د هغه لور ته لمونځ کړی دی.
* ځکه چې د هغه د فضیلت او منزلت اړوند زيات آیاتونه او احادیث راغلي دي.
* ځکه چې مسجد الاقصی له درې مقدرسو اماکنو څخه دی چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وينا په اساس غوره ده چې مؤمن ورته سفر وکړي. «لاتشد الرحال إلا إلی ثلاثة مساجد: المسجد الحرام، و المسجد الأقصی و مسجدی هذا.[۵]»
ژباړه: د سفر بستره نه تړل کېږي مګر دې درې مسجدونو ته: مسجد حرام، مسجد اقصی او دا زما مسجد (مسجد نبوي)
*ځکه چې مسجد الأقصی مبارک مکان دی چې د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د معراج سفر له هغه ځايه د آسمان لور ته صورت نيولی دی، څرنګه چې الله تعالی فرمایي:
سُبْحٰنَ الَّذِىٓ أَسْرٰى بِعَبْدِهِۦ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَا الَّذِى بٰرَكْنَا حَوْلَهُۥ/سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : ۱) [۶]
ژباړه: پاک دى هغه ذات چې يوه شپه یې خپل بنده له مسجد حرام څخه تر هغه لېرې (اقصي) مسجد پورې بوته، چې د هغه چاپېريال مو بركتي کړی دى.
*ځکه چې اسلامي امت واحد امت دی، يو د بل سره ورونه دي، الله تعالی فرمایي:(إنما المؤمنون إخوة) یعنی مؤمنان يو د بل سره ورونه دي. او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د وينا په بنسټ د يو جسم د غړو په څېر دي، چې د يو غړي د درد په صورت کې نور غړي آرامه کېدای نشي. څرنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( مثل المؤمنین فی توادهم و تراحمهم و تعاطفهم کمثل الجسد إذا اشتکی منه عضو تداعی له سائر الجسد بالسهر و الحمی) [۷]
ژباړه: د مؤمنانو مثال د يو بل په نسبت په دوستۍ، ترحم او عاطفه کې د يو جسد په څېر دي، چې کله يو غړی دردمند شي، نور غړي ورسره په بې خوبۍ او درد کې شريک کېږي.
*ځکه چې فلسطین د پېغمبرانو خاوره ده؛ هیڅ پیغمبر نه ؤ مګر دا چې دلته پيدا شوی؛ يا يې هم پکې استوګنه غوره کړې ده، يا يې ورته هجرت کړی، یا يې هم هلته د الله تعالی لور ته بلنه کړې ده او يا هم هلته دفن شوی دی.
*ځکه چې فلسطین ددې امت د انبياؤ عليهم السلام میراث او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم امانت دی؛ پیغمبران علیهم السلام يو له بل څخه وروسته د هغه مسؤولیت، امامت و عمارت په غاړه اخستی ترڅو چې د معراج په شپه په مسجد اقصی کې په امامت سره دا شرعي تکليف رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته ور تر غاړې شو.
*ځکه چې د تاريخ د مطالعې او څېړنې څخه معلومېږي چې فلسطین خاوره د تاریخ په اوږدو کې د حق او باطل ترمنځ د کشمکش محور ؤ، ترڅو چې د الهي حكمت مقتضا وي، ادامه به ولري.
*ځکه چې د اسلامي امت د حیثیت او مجد اعاده او مسلمه امت په عافیت کې پاتې کېدل ددې مقدس مکان له ازادۍ سره مستقیمه اړیکه لري. لکه څرنګه چې د پیغمبر صلی الله علیه و سلم وينا ده چې فرمايي: (إذا فسد اهل الشام فلا خیر فیکم) [۸]
ژباړه: که اهل شام په تباهۍ کې ښکېل شي پس ستاسو لپاره هيڅ خير نشته. (او فلسطین د شام زړه دی)
چې مخالف مفهوم به يې دارنګه وي: که اهل شام په هوسايي او آرامۍ کې وو، تاسو به هم په خیریت کې اوسئ.
په پای کې د خپلې دې مهمی وجيبې په اړه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا وينا مو هم بايد هېره نشي چې فرمايي: (ما من امرئ یخذل مسلماً فی موطن ینتقص فیه من عرضه و ینتهک فیه من حرمته إلا خذله الله فی موطن یحب فیه نصرته و ما من أحد ینصر مسلماً فی موطن ینتقص فیه من عرضه و ینتهک فیه من حرمتهإلا نصره الله فی موطن یحب فیه نصرته .)[۹]
ژباړه:
هر مسلمان چې د بل مسلمان مرسته په داسې ځای کې ونکړي چې عزت او درناوی يې په خطر کې وي، الله تعالی به هغه سره په هغه ځای کې مرسته ونکړي چې خوښه يې وي چې الله تعالی يې مرسته او ملاتړ وکړي. او هر مسلمان چې بل مسلمان سره په هغه ځای کې چې عزت يې په خطر کې وي يا يې درنښت تر پښو لاندې کېږي، لاس ورکړي، الله تعالی هم له هغه سره په هغه ځای کې مرسته او ملاتړ کوي چې د هغه خوښه وي ترڅو ملاتړ يې وشي.
په نړيواله کچه د اسلامي هيوادونو او فلسطين د ملاتړو له لوري په اسرائيلي وسائيلو د تحريم اغېز:
د غزې په تړانګه کې د صهیونستي رژيم د جنايتونو په دوام، اسلامي هيوادونو د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د فلسطين د نورو ملاتړو په څېر په يو مخ په زياتېدونکي او موخه لرونکي بهير کې د اسرائيلي وسائلو د تحريم په نړيوال خوځښت کې سره يو ځای شوي دي.
په دې لاره کې، مسلمانانو نه تنها اسرائيلي لباسونه او برندونه تحریم کړي بلکه د صهيونيستي رژيم سره د آمریکا او ځينې لويديځو هيوادونو ملاتړ ته په پام يې، بېلابېل لويديځوال تولیدات او برندونه د خلکو د توند غبرګونه تحریم موخه ګرځولې ده.
ددې بحث په ادامه په دې برخه کې د خلکو او بېلابېلو اسلامي هيوادونو هڅې ذکر کوو:
مصر:
اسرائیلی-لويديځو برندونو په مصر او اردن کې زيات نفوذ درلود. مګر د غزې جنګ او د تحریم چارې دا بهير تر هدف لاندې ونيو. د رسنيو په حواله، هغه شرکتونه چې ددې کار هدف ګرځېدلي دي اسرائيلي پلويان يې درلودل.
په مصر کې په دې دلیل چې محدودیتونو په ښارونو کې د خلکو د حضور احتمال کم کړی دی، د فلسطين ملاتړي هڅولي دي چې په ټولنيزو رسنيو کې ووايي چې تحریم د هغوئ د غږ اورېدو بهترینه یا يوازينۍ لاره ده.
(رهام حامد) قاهرې اوسېدونکی ۳۱ کلن مصري په دې اړه وايي: (حتی که دا تحریم د فلسطين په وړاندې د اسرائيل په جنګ لوي اغېز و نلري، خو دا کوچنی کار دی چې د بېلابېلو ملتونو د اوسېدونکو په حيث يې ترسره کولای شو، نوموړی زياتوي: په مصر کې امريکايي رنځيري فسټ فوډ او ځينې اسرائيلي او امريکايي اړوند توليدات مې د پېرېدونکو شيانو د بایکاټ په لست کې اچولي دي)
د ځينو اسرائيلي او امريکايي فسټ فوډ شرکتونو د تحريم ګراف په مصر کې دومره پورته تللی چې مکډونالډ په دې اړه اعلاميې خپرولو ته مجبور شو، او اعلان يې وکړ چې د دوئ په اړه ناسم معلومات ناهيله کوونکي دي او ددې ځنځيري پلورنځيو دروازې د ټولو په مخ پرانيستي دي.
د مکډونالډ د مصري څانګو مشر د دې هېواد د خلکو د ملاتړ بېرته ترلاسه کولو لپاره اعلان وکړ چې د ۲۰ ميليونه مصري پونډ( ۶۵۰ زره ډالرو برابر) يې له غزې سره مرسته کړې ده. خو نه اطلاعیې او نه دې بیانیې وکولای شول د مکډونالډ د څانګو دروازې د مصر د خلکو په مخ پرانيستي وساتي.
د ټولنيزو رسنيو د راپورونو په حواله د امريکايي رنځيري رستورانتونو (کی اف سي) څانګې هم په مصر کې له ۷م اکتوبر څخه وروسته، بې مخينې سکوت او خالي والی تجربه کړی دی.
دا له مکډونالډ څخه وروسته دوهم لوي رنځيري رستورانت دی چې تر دسمبر ۲۰۱۹ پورې له ۲۲ زره زياتو څانګو فعاليت درلود.
کویټ:
د ټولنيزو رسنيو د راپورونو مطابق اوه اسرائيلي- امريکايي پلورنځي له(استار باکس، مکډونالډ و کی اف سی) برنډونو څخه د کویټ په ښار کې له پېرېدونکو څخه تقريباً خالي شوي دي. په دې هېواد کې په سنتي ميتودونو له بلبوردونو اعلاناتو څخه په ګټه اخستنه د اسرائيلي تحريم له خوځښت سره يو ځای کېدل هڅول شوي دي. د مثال په ډول د کويټ په ښار کې يوې لويې څلور لارې په يوه څنډه کې د ماشومانو په وينو لړلي بنداژ لرونکي جسدونو انځورونه ليدل کېږي ترڅنګ يې په ليکلي توګه له مسلمانانو غوښتل شوي دي چې اسرائيلي وسائلو او برندونو ته (نه) ووايي.
په دې بیلبورډونو کې دا پوښتنه مطرح شوې ده چې آیا نن دې د يو اسرائیلي لباس په اخستلو سره د يو ماشوم په وژلو کې مرسته وکړه؟
په کويټ کې د مکډونالډ څانګه چې مالکان ئې کويټي دي، په يوه اعلاميه کې اعلان وکړ چې د يو جلا بنسټ په توګه له ۱۶۰ زره ډالرو څخه زيات په غزه کې مرستې کړي دي، د ټولنيزو رسنيو په پانه کې هم ادعا کړې چې د فلسطين د خلکو تر څنګ ولاړ دي!
د اسرائیل/بحرین او قطر لپاره د بایکاټ نوې طريقې
د بحرين په منامه کې، زيات شمېر با احساسه ځوانانو د نورو هېوادونو په څېر د اسرائيلي بایکاټ لپاره نوې طريقې را ويستلي دي. دې ځوانانو ګرځنده پروګرامونه، ځانکړي ويب سايټونه او تليفوني پروګرامونه په کار اچولي دي چې اسرائيلي ممنوعه توليدات په اسانه وپېژندل شي. په قطر کې هم ځوانانو له دې طريقې څخه ګټه اخستې ده، او په دې هېواد کې د مکډونالډ څانګو په وړاندې د تحريم د پياوړی کولو په ضمن کې يې په يوه اعلاميه کې اعلان کړی چې ژمنه کوي ترڅو ۲۷۵ زره ډالرو پورې مرسته غزې ته ورسوي، او په دې هېواد کې فعاله څانګې د اسرائيلي څانګو څخه جلا دي.
ترکیه:
په بېلابېلو دورو کې له فلسطین سره خواخوږي، په ترکيه کې د فلسطيني پلويانو د سياسي او کلتوري کړنو برخه ګرځېدلې ده. په اوسني جنګ کې د ترکيې زيات شمېر رستورانتونو کوکاکولا او نستله محصولات په ښکاره توګه له غذايي مينو څخه حذف کړي دي.
په همدې ډول په نورو هېوادونو لکه: اندونزیا او ماليزیا کې ورته ګامونه پورته شوي دي چې خپلې لاسته راوړنې يې درلودې.
پايله:
د غزې د بې دفاع او محاصره شويو خلکو په وړاندې د اسرائيلي وحشتناکه بريد په بهير کې د اسرائيلو او امريکا اړوند زيات شمېر شرکتونه او برندونه د فلسطين پلويانو او فعالانو د پراخ تحریم هدف وګرځېدل. ستارباکس او مکډونالډ د تحریم څپېړه تر ټولو سخته تجربه کړه. هغه څه چې ددې سبب شول ترڅو دا شرکتونه مجبور کړي، ترڅو د غزې د جنګ په بهير کې بې پلوه پاتې شي.
ليدل کېږي چې د اسرائیلي –آمریکایي لوازمو او برندونو خلاف نړيوال کمپاين په نړۍ کې په ځانګړي ډول په اسلامي هيوادونو کې په بريالي توګه پرمخ تللی دی. په مصر کې د مکډونالډ شرکت د دفتر یو کار کوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، له يوې لویدیځې رسنۍ سره په خبرو کې د خرڅلاو په اړه وويل چې د اکتبر او نومبر په مياشت کې د تېر کال په پرتله په خرڅلاو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی. د هغه په وينا دا پلورنځي په مصر کې د خپلو شتمنيو په ساتنه کې له ستونزو سره مخ شوی دی. بل مهم او د پام وړ ټکی دا دی چې د مصر او اردن په څېر نورو هېوادونو کې چې دولتونو لس کاله مخکې له اسرائيلو سره د سولې تړون لاسليک کړی دی، هم د تحريم بهير په شدت سره تجربه کړ، او دا يې وښوده چې د کاغذ پر مخ تړونونو خلک د غزې له ملاتړ څخه منع نکړل.
وروستی ټکی دا دی چې ډېری آمریکایي یا اسرائیلي شرکتونه او يا اسرائيلي ملاتړي په اسلامي هيوادونو کې د تحريم ښکار شول چې ( کی اف سی، پیتزا هاټ، برګرکینګ، او همدارنګه برندونه لکه کوکاکولا، پیپسي، ویکس او پوما)هم د هغو له جملې څخه دي.
تحریم کوونکي په هيله مندۍ سره وايي چې دا ډول پريکون د عامه پوهاوي په لوړاوي او د نړيوالې ټولنې په موقع ګام پورته کول به د اسرائيلو لخوا د فلسطينيانو د نسل وژنې په مخنيوي کې زيات اغېز ولري، په همدې دليل له اسلامي هيوادونو برسېره په ټوله نړۍ کې د فلسطين پلويان د اسرائيلي لوازمو او توليداتو د تحريم له خوځښت سره يو ځای شوي دي.[۱۰]
كومو توليداتو سره پریکون وکړو؟
ددې سرليک لاندې يو شمېر توليدات چې په اسرائیلو او د هغوئ په ملاتړو پورې اړوند دي، او زموږ په هيواد کې يې پېرل او پلورل ترسره کېږي، يادونه کوو ترڅو په پېژندنه کې مرسته کوونکي واقع شي.
* د Nestle محصولات
* مشروبات لکه: کوکاکولا، پیپسی ، فانتا، میریندا، سپرایت، سیون آپ، مانستر، ریدبال..
*د Surf excel محصولات
*د Unileverمحصولات
*د Rexona محصولات
*د Ponds محصولات
*د Vaseline محصولات
*د Sunsilk محصولات
*د Axe محصولات
*د Rafahan محصولات
*د Clear محصولات
*د Dove محصولات
*د Lifebuoy محصولات
*د Wall’s محصولات
*د Comfort محصولات
*د Knorr محصولات
*د Lux محصولات
*د Oreoبیسکویت
* د Lay’s چپس
*NIVEA
*PANTENE
*NOKIA
*Dettole
* Oral-B
*LOREAL
*GARNEIR
*Fair & Lovely
*stayfree
*gohnsons baby
*CNN
*veet
*CERELAC
*pampers
*Maggi
*NESCAFE
*CRUNCH
*Cadbury
*PARKER
*Kitkat
*SNAKERS
*Gillette
*ARIEL
*Aquafresh
*NIKE
*OLAY
*hp
*Microsoft
*intel
*CLINIQUE
*Levis
*Colgate
*TANG
*Cheetos
*Lipton
[۱] – د الجزيرې خبري پاڼه
[۲] – ویکي پیډیا
[۳] – د الجزیرې پاڼه
[۴] -محمد حسین محمدی، فلسطین د پیغمبرانو خاوره، ص: ۲
[۵] – متفق علیه
[۶] الإسراء: ۱
[۷]– متفق علیه
[۸] صحیح الجامع، ح: ۷۰۲
[۹] طبرانی، المعجم الکبیر، (۵/۱۰۵)، شیخ البانی دې حدیث ته حسن ویلي دي.
[۱۰] د مهر انترنتي رسنۍ