د اسرائیلی محصولاتو سره قطع رابطه څه ګټه لري

موضوع د بحث ده نو دا لازنه ګڼم چې لومړی د دې جنس د ښمنی په اړه لنډ معلومات درکړم. په عموم شکل موږ د قرآن له نظره دوه قسمه دښمنان لرو.

۱-ایمانی دښمن

۲-خارجی دښمن

خارجی دښمن: له خطره او دسایسو څخه ځان آګاه کولای شو او تدابیر ورته نیولی شو. یعنی خطر یې دفع کیږي.

ایمانی دښمن: ډیر لوی او خطرناک دي په دسایسو نه خبریږي او له بلی خواه دښمن یی ایمان د انسان هدف نیسي.

اصلی موضوع د خارجی دښمن پیژندل دي چې نن ورځ زموږ اسلامی  هیوادونه سخت د دوی د شومو دسیسو قرباني کیږی او شوي دي.

د دښمن له منځه وړلو لپاره باید اول دښمن وپیژنو بیا یی د ضعف ټکی پیدا کړو او وروسته حمله پرې وکړو. زموږ دښمن یهود دی چې الله ج په قرآن کریم کې ډیر زشت او بدو اخلاق د دوی یادونه کړی ده.

د یهود صفات د قرآن له نظره

یهود د حضرت یعقوب علیه السلام له اولادی څخه دی. یعقوب علیه السلام ۱۲ زامن لرل چې یو یې یهودا نومیده چې وروسته د هغه زامن او نور ورونه بنی اسرائیل په نوم یاد شوی. په قرآن کریم کې د دوی صفات داسی بیان شوی دی. هر قوم څخه زیاد د یهود قوم په باره کې ډیرې خبرې قرآن کریم کړی دی تر څو مسلمانان د خپل دښمن له سر سخته روحیاتو سر آشنا شي تر څو هغه لاری چې د یهود د اسلام پر ضد کاروي. وپیژنو او وکولای شو د هغوی په مقابل کې مبارزه وکړو.

  1. اولین صفت خودخواهی او نژاد پرستی ده: چې قرآن کریم (مائده سورة آیت ۱۸)
  2. جنګ طلبی او په امانت کې خیانت: دا هم قرآن کریم (العمران سوره آیت ۷۵)
  3. مال پرستی او عهد ماتول: په قرآن کریم کې ثابت شوی (سوره بقره ۷۸آیت)
  4. د الهی کلماتو تحریف سخترینه ګناه: (سورة بقره ۷۴)
  5. نور صفات یې لکه: سختیدل، روحیه د عصیان او تعدی، همکاری له کفارو سره ناسپاس او نارضیاتی له الله څخه، بی تقوایی، هوا پرستی ـ طغیانګری د یهود هغه اعمال دي چې قرآن کریم ورته اشاره کړی ده. دا د بدبخت ترین قوم صفات دی که چیری د یهود فرهنګ یو قوم یا انسان په دنیا کې ولری نو هغه دې چې د خپل هیواد د مرګ او ویرنی تیارۍ د ونیسي.

د دښمن سره د مبارزی تګلاری د قرآن له نظره

تاسو ټول پوهیږی چې یهود زموږ ښکاره دښمن له اوله تر ابده وه او دی. د دې دښمن سره د مبارزی لارې باید پیدا کړو تر څو د هغه له ضره په امان شو دا کار ډیر سخت دی؟ یا ناممکنه ده؟

د دې پوښتنی ځواب زه درکړم ډیر آسانه ده ځکه زموږ مکمل الهی قانون د ښمن سره دمقابلی بیلا بیلی تګلاری موږ ته بیان کړی دی. دا مبارزه د یوې ورځی نده بلکه همیشه به دوام لری او دښمن له یوې لارې او یو تکتیک څخه نده بلکه بیلا بیلو تکتیکونو څخه کار اخلی او موږ هم باید د دوی د هر تګلاری په مقابل کې خپل عمل ولرو. یهود د یو پست فطرته د ښمن دی د مسلمانانو سره دښمن لپاره د قرآن له نظره دغه لارو څخه استفاده کوی.

  • د مسلمانانو په منځ کې د با ایمان او نیک رهبر لپاره تردید او شبهه چې رهبر په حقه ندی پیروی یۍ مه کوۍ.
  • د رهبر اعتماد له منځه وړل د مسلمانانو په اذهان کې په هغه تهمت او کراد او ایراد نیول. لکه چې په پیغمبرانو تهمت وکړو چې لیونی ، جادوګر شاعر…
  • د مسلمانانو د رهبر مرستیالانو ضعیف کول ، د هغه رهبری مسخره کول.
  • د رهبر تهدید کول، اخطار ورکول تهدید په شکنجه، ترور

قرآن کریم چې د ښمن دسیسی مونږ ته بیان کړی نو د هغی سره مقابلې او مبارزې لارې هم په مفصله توګه بیان کړی چې د ټولو شرحه د آیات او د احادیثو په رڼا کې په دې وړې مقالې کې نشو ځایه کولای. فقد دا یوه برخه یې بیانوم چې زموږ د مقالې سره کلک تړاو لري. او هغه قطع کول او پرې کول د هر نوه اړیکه د دښمن سره ده هغه دوستی وی، یا سیاسی وي، فرهنګي وی او که اقتصادي اړیکه وي دا د قرآن کریم یو دستور دي چې مسلمانانو ته اعلان کوی چې د خپل دښمن چې پر تاسو ظلم او تیری کړی باید په مقابل کې جهاد وکړۍ او د جهاد یو قسم د اړیکو پریکول دي یهود دا هغه دښمن دی چې همیشه یې اسلام او مسلمان ته یې ضرر رسولي او نن ورځ ټول پدې شاهدان یو چې یهود بی وزله او مظلوم ملت فلسطین کې قتل عام شروع کړي او غواړي د مسلمانانو نسل له منځه یوسی. خو دا جګړه که ٪۵۰ په تکنالوژی او علم پر مخ وړی نو ٪ ۵۰ په اقتصاد پر مخ وړي. نن ورځ که د نړۍ مسلمانان د فلسطین مظلوم ملت سره اوږه په اوږه نشی جنګیدلای نو د اسرائیل د اقتصاد ضعیف کولو لپاره پوره هڅه او هاند کولای شی. او هغه د اسرائیلی محصولاتو سره اړیکه قطع کول دي. شاید دا خبره ستاسو لپاره ډیر بابیزه وی مګر اثر یې ډیر لويی او عمیق دی پدی خاطر چې قرآن کریم موږ تا دا  ښودنه کړې ده.

څو ورځې مخکي د مسلملنانو علماؤ لخوا اعلان وشو چې باید اسرائیلی محصولات استعمال نشي هیڅ مسلمان ملت او هیواد دې اسرائیلی محصولاتو څخه استفاده ونکړي په ډیرو هیوادونو کې چې د اسلام او مسلمان، الله ج او د هغه رسول ص سره مینه لرله لکه: عمان الجزیره افریقایی بعضی هیوادونه او تونس …دا کار یې ګناه محسوب او جزا یې ورته ټاکله په ډیر کم وخت کې لوی اقتصادی ضربه اسرائیلی حکومت ته ورسیده. د مثال په توګه:- تونس خپل حرکات په لویو اسرائیلی فروشګاو کې د رسنیو په سطح اعلان کړۍ چې برنډ مال د اسرائیلی کمپنیو څخه اخیستل د عربی او مسلمانانو له جیبه پیسی ایستل دی څرنګه د اسرائیلی مارک لرونکی مال واخلو او خپل د غزی مسلمانانو د قتلولو لپاره مرمۍ او سلاح د دښمن په لاس کې ورکړو. دا خبره [وائل نوار ] یو مسلمان مدنې فعال په عام محضر کې کړی ده. او ویلی دی تخفیف هم راکړی مال مو نه اخلو اوس د دې قطع رابطی د اسرائیلی مالونو سره څومره ګټه مسلمانانو د فلسطین ته رسیږي.

  • مصطفی یوسف یو مصری کارشناس د اقتصاد په برخه کې داسی وایې دا تحریم به ډیر لوی تاثیر په اسرائیلی او دهغه حامیانو شرکتونو ولري اول د هغوی د شرکتونو بدنامی چې د صهیونستی قاتل او تجاوزګرو اسرائیلی د جهان په سطح معرفی کیدل دي.
  • د دې شرکتونو مالی شکست یا ماتې چې مال یې خرڅ نشي په لکونو ډالر زیان اسرائیلو ته رسیږی. چې دوی په خپله دا اقرار کړي او دا یې ډیره لویه خطره او ضربه به خپل اقتصاد او جهانی تجارت ته بللې ده.

عنوان د مک دونالدوز د سهامو سقوط او ستارباکس

د مک دونالدوز د دریو میاشتنۍ مالی ګزارش افشا کیدل چې فسټ فوډ لویې امریکائی فروشګاهی د میانه خاور یا منځنی آسیا نوی نښی د تحریم د غزولو پولورنځی باندی  او د هغه د څانګې په عربی نړۍ کې د فارس خلیج خوزه کې په خصوص عمان کویټ او قطر کې خبر ورکړی چې دریو میاشتو زیان ۲۰۲۳ کال کې د غزه کې د جګړې دوام له امله په شدت تر تاثیر لاندی دی. او همدارنګه په زنجیره ئي کافی شاپ شرکتونو د ستار باکس د امریکا په منځنۍ آسیا کې سهام وروسته له اعلان څخه په سلو کې ۹.۴ ٪ کم والې راغلی او تقریبا ۱۲ میلیارد ډالره د بازار ارزښت له لاسه ورکړی دا خو پریږدي یو یې امریکایې مجلی نیوزویک په نوم ګزارش خپور کړی چې عرب په نړۍ کې د اسرائیلو څخه نارضایتی موج دا ښکاره کوي چې امریکایې او غربی شرکتونو څانګې به په راتلونکې کې د لوی کړکیچ سره مخامخ شي.

زما ګرانو مسلمانو خویندو اوس قضاوت تاسو ته پریږدم چې د یوې مسلمانې او مجاهدې خور په صفت څومره هڅه د اسرائیلی محصولاتو د اړیکه پرې کولو لپاره باید وکړي او پدې کار سره خپلی مسلمانې خویندی، ماشومان او بی وزله مسلمانان د فلسطین سره په جهاد کې مستقیم ونډه واخلی.

دا خبره [وائل نوار ] یو مسلمان مدنې فعال په عام محضر کې کړی ده. او ویلی دی تخفیف هم راکړی مال مو نه اخلو اوس د دې قطع رابطی د اسرائیلی مالونو سره څومره ګټه مسلمانانو د فلسطین ته رسیږي.

  • مصطفی یوسف یو مصری کارشناس د اقتصاد په برخه کې داسی وایې دا تحریم به ډیر لوی تاثیر په اسرائیلی او دهغه حامیانو شرکتونو ولري اول د هغوی د شرکتونو بدنامی چې د صهیونستی قاتل او تجاوزګرو اسرائیلی د جهان په سطح معرفی کیدل دي.
  • د دې شرکتونو مالی شکست یا ماتې چې مال یې خرڅ نشي په لکونو ډالر زیان اسرائیلو ته رسیږی. چې دوی په خپله دا اقرار کړي او دا یې ډیره لویه خطره او ضربه به خپل اقتصاد او جهانی تجارت ته بللې ده.

 

لیکونکی: راضیه “سهیل”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا