په ورځني ژوند کې د ورزش کولو اهمیت


ورزش کول نه یواځې د وزن په کمولو او مناسب اندام جوړولو لپاره یوه ښه لاره ده بلکه د دې ترڅنګ زمونږ د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده چې باید پاملرنه ورته وکړو.
څیړنو ښوولې چې په منظمه توګه ورزش کولو سره مغز ته په پوره توګه اکسیجن او انرژي رسیږي چې دا د حافظې په تقویت کې ډیر اغیزمن دي.
همدارنګه منظم ورزش کول د بدن د هډوکو حالت نورمال ساتي، ځکه ورځني کارونه په تیره بیا هغه چارې او فعالیتونه چې د بدن د هډوکو سیستم له عادي حالت څخه باسي وجود زيانمن کوي نو ورزش يې دوباره خپل نورمال حالت ته راګرځوي.
له دې ټولو ګټو سره ډاکټران دا هم وايي چې ورزش کول د بې خوبۍ ښه درملنه ده او د ورزش کولو له لارې د انسان بدن مناسبه بڼه خپلوي او د انسان د رضایت او پر نفس د باور لامل کیږي او هغه انسانان چې په ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي ورزش کول د هغوی د فکري بدلون لپاره غوره لار ده.
د ورزش کولو له لارې کولای شو د خپل ژوند ځينې اندیښنې لرې کړو او آرام ژوند ولرو.
ورزش کول په آرام خوب کولو کې ډیره مثبته اغیزه لري خو ياده دې وي چې مخکې له ويدو کیدو ورزش کول بیا برعکس پایله لري یعنې د بې خوبۍ سبب ګرځي نو ښه به دا وي چې د ورزش لپاره د سهار او مازدیګر وختونه وټاکو.
ډيری خلک په دې باور دي چې ورزش کول د بدن د انرژۍ د کموالي باعث کیږي خو واقعيت دا دی چې په دوامداره توګه ورزش کول د استقامت او انرژۍ د ډیریدو سبب کیږي.
ورزش کول د ډيرو ناروغیو مخنیوی کوي، څیړنې ښایی هغه کسان چې په منظمه توګه ورزش کوي د هغو په پرتله چې ورزش نکوي اوږد او خوشحاله عمر تیروي، نو ورزش کول په ژوند کې د خوښ او ځوان پاتې کیدو ارزانه او اغیزمنه لار ده.

✍️نجيبه”يوسفزي”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا