قرباني د مسلمان څخه غوره مسلمان جوړوي

 

قرباني زمونږ د کوښښونو د بریا په پايله کې په دوه طریقو سره خپل اثر ښکاره کوي

۱: يو دا چې زمونږ روحاني او اخلاقي قواوي ټینګوي او بل دا چې په ټولنه کې نظم او برابروالی راولي د قربانی هر عمل په ايمان کې ډيرښت راولي له الله تعالی سره ستا د محبت ښکارندوی ده د الله تعالی سره د مينې د زیاتيدو لامل کيږي ځکه چې په هر قدم کې ته د الله تعالی په مینه کې يو څيز قربانوي نو الله تعالی سره ستا اخلاص او په هغه باندي ستا ايمان نور هم ټینګوي لنډا دا چې قرباني تا الله تعالی ته نږدې کوي څومره چې عقيده پخه او کلکوي همغومره په قربانی ورکولو کې صلاحيت او اراده زياتيږي او څومره چې قرباني غټه ورکوي عقيده همغومره پخيږي قرباني څه شی ده؟

څه شی قرباني کړو؟ کومې قربانی ته عظیمه قرباني ویل کیږي؟

وخت: وخت مونږ ټولو ته قيمتي مال دی. زمونږ د ژوند يو ضرورت او يو خواهش هم تر هغې نه پوره کيږي تر څو چې مونږ د هغې لاسته راوړلو لپاره وخت مصرف نه کړو.

وخت هغه لومړنی شی دی چې د هغې غوښتنه مونږ نه الله تعالی کوي جهاد کولو کې وخت مصرفيږي لمونځ کولو کې وخت پکار دی دعوت کولو کې وخت ته اړتیا ده لنډه دا چې الله تعالی سره د خپلې وعدې پوره کولو لپاره او د هغه د رضا د لاسته راوړلو لپاره هره لحظه وخت ته اړتیا ده هميشه دغه خبره په ياد لرئ چې د وخت هره لحظه به يا ستا په ابدي سکون او ارام بدله شي او يا په نه ختميدونکې عذاب.

کله چې وخت تيريږی نو بايد ژور فکر وکړئ چې ته څه شی حاصلوي یو ختميدونکی شی او که ابدي شي ؟ چې په ځمکه تلو سره ستا د پښیمانتيا لامل ګرځي او يا که ستا د خوشحالی؟ د وخت څومره برخه چې تا د الله لپاره ځانګړی کړي؟ (ولتنظر نفس ما قدمت و لغد) ژباړه: (هر کس وګورئ چې هغه د سبا لپاره څه شی تيار کړي )

د الله تعالی لپاره وخت ورکول د اسلام روح دی.

دولت او د نيوي مال:

زمونږ زيات وخت د دولت ګټلو يا د مال په وسيله دنيوي شيانو په حاصلولو کې تيريږي او د هغې غوښتنه او مينه زمونږ په فطرت کې شته په یاد ولرئ چې په قران کې مال او دولت ته سپک ندي ويل شوي بلکه (خير) ورته ويل شوی دی ځکه چې د الله تعالی لاره او اخروي نعمتونه په همدغې دنيا باندې لاسته راځي په يقيني ډول باندې دنیا هغه واحده وسيله ده چې په هغې باندې مونږ دالله رضا او اخروي ژوند خوښی تر لاسه کولای شو

دنيوي مال او اسباب د الله تعالی په لارې قربانول اسانه کار نه دی څو خبرې په ياد لرل په کار دي چې د مال قربانول اسانتیا راولي.

کوم شی چې له دې دنیا څخه شر جوړوي هغه دا خبره هيرول دي چې دا ټول شيان چې مونږ ته په دنيا کې راکول شوي صرف د دنیوي ژوند تيرولو لپاره نه دي راکړل شوي بلکې دهغه حقيقي او ابدي ژوند د کاميابی لپاره مهمه وسيله ده چې دنیا او مافيها نه بهتره ده که چیرې مال او دولت د ژوند موخه وګرځوو نو زمونږ لپاره به فتنه او شر جوړ شي.

۱: هغه دا چې د يو شي ملکيت هم ستا ندی بلکې د هر شي يوازينی مالک الله تعالی دی چې کله ته دالله تعالی په لاره کې څه مال لګوي نو ته يي اصلي مالک ته بيرته ورکوي.

۲: ستا دنيوي مال و اسباب چې هر څومره ګران او قيمته وي په اخري سلګۍ سره ستا لپاره د هغې قيمت صفر کيږي.

۳: يواځې د الله تعالی په لاره کې د مال لګولو سره په خپل مال کې څو چنده ډيروالی راوستلی شي ( واقرضوا الله قرضا حسنا وما تقدموا لانفسکم من خير تجدوه عندالله هو خیرا و اعظم اجرا) المزمل

د دولت قرباني کله هم اسان کار نه دی مګر زمونږ زمانه هغه زمانه ده چې په هغې کې د ژوند تيرولو اصلي هدف اسراف او د مادیاتو غوښتنه ګرځول شوي نو ځکه مونږ ته ډيره پاملرنه په کار ده چې په دغه معامله کې له ناکامی سره مخامخ نه شو.

ژوند:

يو وخت به داسې راشي چې دالله تعالی په لاره کې د قربانولو لپاره ژوند ته اړتيا پيدا شي ژوند ستا تر ټولو قيمتي شی دی د شهيد مرګ د ټول ملت ژوند دی تر څو چې تاسو د ژوند د قربانولو لپاره تيار نه شی تر هغې به تاسو د ژوند اوسیدلو له حق څخه بې برخې يی.

په ځانګړي توګه د قوم په حيث د رسول الله وینا مبارک ده چې څوک دالله تعالی په لار کې جهاد ونه کړي یا د جهاد هم ونه کړي هغه د منافق په مرګ مړ کيږي (مسلم)

نبي علیه السلام دا هم فرمایلي دي: په هغه ذات قسم چې د هغه په لاس کې زما ژوند دي ما ته دا غوره ده چې زه د الله تعالی په لاره کې ووژل شم، بيا ژوندی شم بیا ووژل شم او بیا ژوندی شم او بیا د الله تعالی په لاره کې ووژل شم. (متفق علیه)

ژباړه: کریمه ازره وال

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا