په څیړنو ثابتې شوې د دعا او عبادت صحي ګټې
د دعا او عبادت په باب زمونږ د عقیدې او عمل اساس اسلامي اوامر دي. مونږ مسلمانان په غیبو ایمان لرو او د خپلو ديني نصوصو له مخې مو دا باور دی چې دعا او عبادت زمونږ یو مکلفیت دی چې دنیا او اخرت ته مو ګټور دی. د دعا او عبادت دا صحي ګټې دلته یوازې د معلوماتو د زیاتوالي لپاره راوړل کيږي ساینسي او طبي څیړنو ثبوت کړې دي چې دعا او عبادت لاندې ګټې لري.
د ژور خفګان له منځه تګ:
څیړنو ښودلې ده چې څوک به دقت سره دعا او عبادت کوي که روحي فشار ته اماده هم وي، له دغې ستونزې سره نه مخ کيږي په یوه نړیوال طبي مرکز کې په سلګونو کسان د (ام آر ای) طبي معاینو لاندې ونیول شول او ثبوت شوه چې د هغو کسانو د دماغ کورتیکس ډير پیاوړی شو چې دعا او عبادت يې کاوه.
روحي فشار کموي:
دعا او عبادت روحي فشار تر اغیزې لاندې راولي، ارموي يې او له فشار څخه يې خلاصوي په روحي فشار علوه فزیکي فشار هم کموي او دهغه په وړاندې احساساتي غبرګون ته اجازه نه ورکۍ.
احساسات مو کنټرولوي:
عبادت او دعا د ورځنیړ فشارونو په وړاندې زمونږ زغم زیاتوي. د ارام داسې فرصت راکوي، چې په خپل ځان متمرکز شو او له فشاره ځان وژغورو. دعا د روحي فشار او شدید احساساتي کيدو مسؤل هورمونونه راکموي.
کورتیزول، اپینفرین، نوپینفرين نوميږي او که اندازه يې لوړه وي د سترس سبب کيږې.له روحي فشار څخه د راپیدا کیدونکو ناروغیو مخنوی کوي.
د زړه ناروغیو ، د وينې لوړ فشار ، ناروغي، د معدې او کولمو قرحې (زخمونه)ميرګي او داسې نورې ناروغۍد روحي فشار سره تړلي دي د سم عبادت په صورت کې يې پيښې کميږې.
انسان ته خوشحالي ورپه برخه کوي:
د یوه مهم پوهنتون د یوه استاد څیړنو دا ښودلې ده چې عبادت په مغز کې دوپامين افرازوي چې د خوښۍ هورمون ورته وايې د دغه هورمون افرازیدل انسان خوشحالوي او تسکینوي.
له انسان څخه ښه شخصیت جوړوي:
همدغې څيړنې رابرسیره کړه چې دعا د دماغ د هغې برخې په ارامولو سره چې د احساساتو مسؤله ده په انسان کې تکبر او بیځایه غرور او په دې ډول حرص کموي، بښنه زیاتوي او ښه شخصیت ورڅخه جوړوي.
ناروغۍ له منځه وړي:
په یوه څيړنه کې ښودل شوي ده چې عبادت او دعا د استما( سالنډۍ) په شان د ناروغيو پېښې راکموي.دغسې څيړنې اوس هم روانې دي.
تر جراحۍ وروسته ټپونه ژر رغوي:
څيړنو ښودلې ده چې په خپله د ناروغ او یايې له نورو نژدې کسانو له خوا دعا کول تر جراحۍ وروسته ټپونه ژر رغوي.
زړه ته ګټه رسوي:
د روحي فشار اضطراب او ورخطايې د کمولو او دوينې د فشار د ښه کولو ، د تنفس او زړه د حرکاتو د منظمولو له لارې عبادت او دعا زړه تقویه کوي او د بې نظمیو مخه يې نیسي. یو مشهور ډاکټر په ۳۰کلونو کې په روغتيا باندې ددعا د اغيزو په باب څيړنې کړې او حیرانوونکې نتيجې يې میندلې دي .
په تمرکز سره دعا ، د دماغ په مخکينۍ برخه کې د وینې جریان ښه کوي:
د دماغ دغه برخه ذهني تمرکز پیاوړی کوي، او دځان او نړۍ د اړیکو په باب فهم زیاتوي.
په عین حال کې د پریتل او تمپورل برخو د وينې جریان د ښه کیدو په نتيجه کې په انسان کې ځان پيژندنه او ذهنې خپلواکي پیاوړې کیږي او د بدن څخه د روح د خپلواکۍ سبب کيږې په لمبیک سیستم کې چې د احساساتو مسؤل دی د مثبتو بدلولونو له لارې ، شخص فعالتر کيږي ، لمبیک سیستم د ارامتیا مسؤله برخه ده او اتومات عصبي سیستم ، د زړه ضربان ، د وینې فشار او میتابولیزم کنټرولوي.
د ژوند اوږدوالي ته زمینه برابروي:
د روغتیا د ښه والي، تشویشونو دښه کیدو او دروحي فشار او ژور حفګان د منځه وړلو ، همدا راز د فزیکي ناروغیو په رغیدو کې د چټکتیا له لارې عبادت او دعا کوونکي وګړي اغیزناک او ګټور ژوند کوي او ژوند يې د ورته شرایطو لرونکو د هغو خلکو په نسبت اوږد وي چې دعا او عبادت نه کوي.
منفي سلوکونه کنټرولوي:
د دعا په نتيجه کې منفي سلوکونه لکه شراب څښل ، سګرت او نور مخدرات کارول او ناروا جنسي اړیکي کنټروليږي او په دې ډول هم له ډیرو زیاتوناروغیو او ټولنیزو افتونو څخه ژغورل کيږي یوه ډاکتر په خپل کتاب کې به روغتیا باندې د دعا دمثبتې اغیزې د ۱۲څیړنو معلومات راټول کړي دي او څرګندوي چې دعا او عبادت کوونکي مذهبي وګړي الکول څکل، سګرټ، بد مستي، بې احتیاطه ډریوري او نور ناوړه سلوکونه ، نه کوي او په دې ډول د ښې روغتیا او خوشاله ژوند خاوندان وي.
د خپلوانو او دوستانو دعا يو د بل لپاره قبليږي:
یوه ډاکټر ۲۹۳ ناروغان تر کتنې لاندې ونیول. ددوی له کورنیو سره لومړی په تماس کې نه وو چې کومه کورنۍ خپل ناروغ ته دعا کوي. البته ناروغان يې هم نه خبرول چې ددوی په باب دغسې څیړنه کوي وروسته يې له کورنیو څخه معلومات وکړل چې دوی خپلو ناروغانو ته دعا کوله او که نه؟ هغه د يو شان شرایط لرونکي ناروغا ن چې تر نورو ژر او ډير روغ شوي ووو هماغه کسان وو چې د کورنیو غړو ورته دعا کړې وې. دې ناروغانو تر نورو کم میکروب ضد او پړسوب ضد درملو ته اړتیا پیدا کړې وه. داسې څیړنې په نورو حیواناتو او نباتاتو کې هم شوې دي.هغو غنمو ښه وده کړې وه چې دعا ورته شوي وه البته کومو ناروغانو ته چې د ميني او زړه سوی په روحیه دعا شوې وه اغیزې يې ډيرې ښې وي.
تحقیقاتو د دعا په نتيجه کې به دې شیانو کې مثبت تغیرات راوستي دي. د انزایمونو فعالیت، د سپینو کرویاتو د ودې او بدلون چټکتیا، د میکروبونو بدلون، د بېلا بطلو تخمونو د ودې او تیغې وهلو سرعت د زړه د ټکان تنظیموونکو حجرو ښه والۍ ، د ټپونو د رغښت سرعت، د تومورونو اندازه او ښه کيدل ، د تایراید غدې د حالت ښه والی ، له بیهوشۍ د وخت کمښت ، د وینې د سرو کرویاتو او هیموګلوبین ښه والۍ.
د مسلمان ورور دعا دبل مسلمان لپاره قبليږي، د حديث شریف مفهوم یوه ورځ یوه صحابي حج ته روان وو ، نبي کریم (ص) ترې وغوښتل چې هغوی ته هم په بیت الله کې دعا وکړي. او داسې نور ډير موارد چې یوه شخص دعا د بل لپاره قبليږي.
تحقیقاتو کې يې دعا کوونکی په داسې بندو ځایونو کې ایسار کړی چې هیڅ ډول معلوم امواج بهر ته نشي تللی، خو دعا خپل تأثیر کړی او ګته يې رسولې ده . هیڅ سی او مانعه ددعا مخه نشي نیولی. له لیرې ددعا د اغیزې په باب فکر کېږي چې له دعا کوونکي شخص څخه دعا کیدونکې شخص ته رغوونکې انرژی لیږدوي ساینس پوهان فکر کوي چې دقيق ساینسي سبب په باب ممکن د کوانټم فزیک پدې برخه کې مرسته وکړي خو مونږ چې په غیبو ایمان لرو نو باور مو دی چې د الله تعالی مرسته تر هرڅه لوړه تر هر څه مونږ ته نږدې او له دعا سره سمه مونږ مونږ ته رسیږي هغه که په هر میکانیزم وي.
تیر کال په يو مشهور پوهنتون یوه غونډه جوړه شوې وه هلته یو ویناوال یوه وړاندوینه وکړه چې ۱۰ کاله وروسته به ناروغان د ډاکتر د مسلکي پوهې او دقت په څنګ کې دده د مذهبي عقيدې او ایمان په باب هم معلومات حاصلوي.
دوه ځوانې ډاکټرانې په دې توانېدلې وي چې د ناروغ د سرطاني برخې له پاسه د خپلو لاسونو د حرکتونو او دعا ويلو په نتيجه کې لا علاجه سرطانونه تداوي کړي.
يو باريک ټکی مو هم بايد په پام کې وي چې د دعا په صورت کې بايد طبي کتنې او درملنې له نظره ونه غورځوو ځکه د رسول الله (ص) د حديث له مخې الله تعالی چې هره ناروغې راليږي نو درمل يې هم ورته راليږلي دي. نو له درملو استفاده هم یو شرعي عمل دی. او له دعا سره په تقابل کې نه بلکې د یو بل متمم دي. د مظلوم اه خطرناک دی او انسان ترې باید ځان وساتي خو پاکو انسانانو ته ناحقه ښېراوی ناروا دي چې ممکن د انسان روغتیا ته هم ضرر ورسوي.
کله چې مونږ د یو چا سره حسد کوو، هغه مونږ نه ويني او نه خبریږي ، خو مونږ د هغه په غیاب کې د هغه له کینې څخه پخپل بدن کې جوشیږو.
دا کار د هغه شخص پر ځای مونږ ته تاوان رسوي. د قهر او حسد په باب پر موږکانو يوې څیړنې په ډاګه کړه چې د قهر او حسد پر مهال ددوی په معده کې داسې کيمیاوي مواد افرازیږي چې کله انسان ته بیچکاري شي د انسان د معدې د تخريش او درد سبب کیږي. د ناحقه ښېرو په وخت کې هم شخص بیځایه غوسه او هیجاني کيږي چې په صررونو يې مونږ بحث کړی دی.
د ۲۰۱۰ څخه تو ۲۰۱۲ کلونو څیړنو وښوده چې د هیلو او باور سره دعا په انسان باور او اميد زیاتوي و له بدو سلوکونو څخه يې راګرځوي ، د انسان د شکر ګذارۍ حس را پیدا کوي.
دد غو څیړنو په نتیجه کې اوس د نړس به ډیرو طبي پوهنتونونو کې د دعا د ګټو په باب تدریس کيږي. ډاکټران وړاندوینه کوي چې په راتلونکې کې به د درملنې درې طریقې عملي کیږي.
۱: فزيکي درملنه چې د جراحۍ عملیاتو او درملو ( ګولۍ، پیچکارۍ…) په واسطه به تر سره کيږي.
۲: ځاني درملنه چې چې شخص به يې د ځاني درملنې تلقین او روني ـ بدني تمرینونو له لارې کوي.
۳: دعا او عبادت چې د لوی الله تعالی څخه د مرستې غوښتنې له لارې به درملنه کيږي . ( د خپلې دعا او دخپلوانو او نورو کسانو له خوا د دعا له لارې).
د څیړنو یوه بله جالبه نتیجه داده چې د انسان د احتمالي وړاندوینې حس ډیر پیاوړی دی نو دایمان د ریښتینولۍ په باب يې شکاکو خلکو ګواهي هم شکمنه ده؛څرګنده او قاطع نه ده.
تر ۱۹۹۰ پورې ۲۵۰ نورو څیړنو ثبت کړې هم وه چې عبادت او دعا فزیکي او اروايې روغتیا ښه کوي او ډیر لوی شکاکان هم په دي پوه شوي دي چې دغه څیړنې سمې دي. اوس د لابهترو څیړنو سره دغه ډول ثبوتونه زیات شوي دي.
د بیلابیلو څیړنو نتیجو دا ثبوت کړي وي چې اسلام يې مونږ ته د تر سره کولو امر کړی دی.
هیله ده په راتلونکي کې عالمان او ساینسپوهان د ژوند د ټولو اسلامي طریقو په باب څیړنې وکړي او زه باوري یم چې داسې حیرانوونکې نتیجې به ترې راووځي چې تول بشریت ته به د اسلام د حقانیت رڼا نوره هم وځلوي.
مأخذ:ــ د ژوند روغتيايې لارې
ترتیب کوونکې:ـــ کریمه ( ازره وال)