د خپلې عقيدې پر لوړتیا ډاډ او ویاړ

 

فضیله مروت

د ستر څښتن تعالی پاکې او لوړې لورینې دي چې د بشري طبیعت پر شرف او ښکلا یې نازولي یو، له هغې لا زیاته لوریینه دا ده چې مسلمانان او د دعوت د سترې قافلې لارویان یې ګرځولي یو. د هغې قافلې چې د بشریت بهترینې بیلګې(پېغمبران علیهم السلام) یې سر لاري، اصحاب کرام (رضی الله عنهم) او تابعین یې پیروان او ټول ریښتینې مؤمنان او نیکان یې لاروان او ملګري وو. د همدغه عقيدې او د (لا اله الا الله محمدالرسول الله) کلمې تر سیوري لاندې ژوند تېرول د بشري طبعیت غوښتنه او اصلي چارې دي، الله تعالی ج پخپله د دغه سپېڅلې عقیدې لوړتیا په الهي کلماتو سره داسې بیان کړې ده. [سُوۡرَةُ إبراهیم : ۲۴-] أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِى السَّمَآء*ِ ژباړه: أيا ته نه ګورې چې الله تعالی ج د توحيد د سپېڅلې كلمې مثال څه ډول ښودلى دى؟- د هغې مثال داسې دى لكه يوه ښه پاک ذات لرونكې ونه، چې د هغې جرړي په ځمکه کې ښخې(محکمې کلکې) شويدي او څانګې یې تر اسمانه رسېدلې دي. دیعنې له ځمکې څخه تر اسمانه پورې د کائیناتو د ټول نظام بنسټ په هغې حقیقت باندې دی، د کوم اقرار چې یو مؤمن پخپله کلمه طیېبه کې کوي

بیا یې په څومره حکیمانه انداز سره د توحید د سپېڅلې کلمې ځانګړنې بیان کړي دي، مؤمن او مؤمنه یې په دې پوهه کړي دي چې د دوئ عقیده یعنې [سُوۡرَةُ إبراهیم : ۲۵] تُؤْتِىٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍۭ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُون*َ ژباړه: هغه(د توحید پاکه عقیده او کلمه) په هر وخت کې د خپل رب په حكم سره خپلې مېوې راوړي. دا مثالونه الله ددې لپاره خلكو ته بيانوي چې هغوئ ورڅخه درس/نصیحت واخلي. یعنې داسې له معنوي ثمر ډکه کلمه ده چې هر وخت میوه ورکوي: په فکر کې ژوروالی، په طبیعت کې سلامتیا، په کړنو او سلوکو کې بهتري او پیاوړتیا، په بدن، اخلاقو او روح کې سپېڅلتیا، په خبرو او کارونو کې صداقت، په عهد او مسئولیت کې وفا، په معاملاتو او ټولنه کې لوړ تمدن، انصاف او همدردي، په سیاست کې دیانت او په جنګ کې شرافت پیدا کوي. ورسره یې د د توحید خلاف عقیدې حالت او حقیقت هم په داسې بیلګې سره ښکاره کړی دی، ترڅو د مؤمن او مؤمنې شرف او عزت لا زیات څرګند او پخپله نېکمرغۍ یې ډاډ لا زیات ژوند یې خوښ او ویاړ یې په برخه شي. [سُوۡرَةُ إبراهیم : ۲۶] وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَار*ٍ ژباړه: او د كفر د خبیثې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په څېر دى چې د ځمکې له مخ څخه رايستل شوې، غورځول کیږي، د هغې لپاره هیڅ محكموالى نشته. یعنې: د (کفر، شرک، دهریت، بت پرستۍ) باطلې عقیدې ونه د فطرت د قانون سره په یو ځای کې هم سمون نه لري او که قایمه هم وي ترخې مېوې نیسي(بشر ته بدي، بدمرغي، زیان، مصیبتونه، انحراف، … راوړي)، د حالاتو د بدلیدو سره د مصیبتونو یوه جټکه دا ونه له جرړې راباسي او بهر ته یې غورزوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا