د وخت اهمیت
وخت د انسان د ژوند تر ټولو ارزښتناکه سرمایه ده، ځکه هغه شتمني ده چې یو ځل د لاسه لاړ شی بیا دوباره نه واپس کیږی. د انسان ژوند بریا، پرمختګ او کامیابی تر ډېره حد د وخت له سم مدیریت او دقیقی استفادې سره تړاو لري. هغه څوک چې د خپل وخت ارزښت پېژني او په منظم ډول ترې ګټه اخلي، د ژوند په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کوي.
د وخت ارزښت یوازې په مادي چارو پورې محدود نه دی، بلکې د انسان په علمي، دیني، ټولنیز او اخلاقي ژوند کې هم مهم رول لري. کله چې د ټولنی اشخاص خپل وخت د زده کړو، څېړنو او علمي فعالیتونو لپاره په سمه توګه تنظیم کړي، نه یوازې خپلې موخې ترلاسه کوي، بلکې د ټولنې د پرمختګ لپاره هم ګټور افراد ګرځي. همدارنګه، د عبادت، د کورنۍ د حقونو ادا کول، د ټولنې خدمت او د شخصیت جوړونه ټول د وخت له مناسبې استفادې سره تړاو لري.
اسلام د وخت اهمیت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. الله تعالی په قرآن کریم کې د «والعصر» په سورت کې د وخت قسم یاد کړی، چې دا د وخت د عظمت او ارزښت څرګندونه کوي.
او همدارنګه په سورة مومنون کې هم د موفق او کامیاب خلګ توصیف داسی کوي چې دوی مونځونه اداء ،عاجزی اختیار کوی او په څنګ کې د بی ځایه مجالسو او بی فایدو خبرو ځان ساتي.
﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ﴾
ژباړه: یقیناً مؤمنان بریالي شول، هغه کسان چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوي، او له بېګټې خبرو او کارونو څخه ځان ساتي
رسول الله ﷺ هم فرمایلي دي چې انسان به د قیامت په ورځ د خپل عمر او وخت په اړه پوښتل کېږي چې په څه کې یې تېر کړی دی. او نور احادیثو کې راځی:
قال رسول الله ﷺ:
«اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ».
ژباړه: پنځه شیان د پنځو نورو شیانو له راتلو مخکې غنیمت وګڼه: ځواني د بوډاتوب مخکې، روغتیا د ناروغۍ مخکې، شتمني د بېوزلۍ مخکې، فراغت د بوختیا مخکې، او ژوند د مرګ مخکې.
دی څنګ کې حدیث کې راځی هغه نعمتونه چې انسان یی قدر نه کوي روغیتا او بل وخت دي.
قال رسول الله ﷺ:
«نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ وَالْفَرَاغُ».
ژباړه: دوه نعمتونه دي چې ډېر خلک پکې تاواني دي: روغتیا او فراغت.
(صحیح بخاری)
علماء هم د وخت اهمیت په اړه او د هغی څخه استعمال باندې تاکید کړي ځکه دا وخت داسی سرمایه ده چې دوباره نه واپس کیږي.
۱. امام حسن البصري رحمه الله
«يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّمَا أَنْتَ أَيَّامٌ، فَإِذَا ذَهَبَ يَوْمٌ ذَهَبَ بَعْضُكَ.»
ژباړه: ای د آدم زویه! ته د ورځو مجموعه یې؛ کله چې یوه ورځ تېره شي، ستا د ژوند یوه برخه هم له منځه ځي.
۲. امام ابن القيم رحمه الله
«إضاعةُ الوقتِ أشدُّ من الموت؛ لأنَّ إضاعةَ الوقتِ تقطعُكَ عن اللهِ والدارِ الآخرة، والموتُ يقطعُكَ عن الدنيا وأهلِها.»
ژباړه: د وخت ضایع کول له مرګ څخه هم سخت دي، ځکه د وخت ضایع کول انسان له الله تعالی او آخرت څخه لرې کوي، خو مرګ یوازې له دنیا او خلکو څخه جلا کوي.
امام ابن القيم رحمه الله بل ويناء ده چې وايی:
«من علامةِ المقتِ إضاعةُ الوقت.»
ژباړه: د الله د ناخوښۍ له نښو څخه یوه دا ده چې انسان خپل وخت ضایع کوي.
۳. عبدالله بن مسعود رضي الله عنه
«ما ندمتُ على شيءٍ ندمي على يومٍ غربت شمسُه، نقص فيه أجلي ولم يزد فيه عملي.»
ژباړه: په هېڅ شي دومره نه یم پښېمانه شوی لکه په هغې ورځې چې لمر یې ولوېد، زما عمر پکې کم شو، خو زما نېک عملونه زیات نه شول.
۴. امام الشافعي رحمه الله
«الوقتُ كالسيفِ، إنْ لم تَقطعْهُ قطعَكَ.»
ژباړه: وخت د تورې په څېر دی؛ که ته یې په سمه توګه ونه کاروې، هغه به تا له منځه یوسي.
له همدې امله، مسلمان باید خپل وخت په عبادت، علم، نېکو اعمالو او مفيدو كارونو کې ولګوي.
له بده مرغه، د وخت ضایع کول د ډېرو خلکو یوه عامه ستونزه ده. بېګټې خبرې، د ټولنیزو شبکو بېحده کارول، سستي او بېپروایي د وخت له سترو ضایع کوونکو څخه دي. که انسان خپل وخت په بېګټې کارونو کې تېر کړي، نه یوازې له پرمختګ څخه پاتې کېږي، بلکې د ژوند له ډېرو ارزښتناکو فرصتونو هم بېبرخې کېږي.
په پایله کې، ویلای شو چې وخت د ژوندتر ټولو قیمتی سرمایه ده او د هغې ساتنه د هر انسان مسؤلیت دی. د وخت منظم مدیریت، د راتلونکي لپاره پلان جوړول او د هرې شېبې اغېزمنه استفاده د فردي او ټولنیز پرمختګ راز دی. نو اړینه ده چې د وخت قدر وکړو، له هرې دقیقې څخه په غوره ډول ګټه واخلو.
لیکوونکی:صفیه “صافی”