په لمانځه کی څرنګه خشوع راولو؟

په اسلام کې له کلمې ویلو وروسته ستر رکن لمونځ دي چې په عباداتو کې تر ټولو لومړی مقام لري. لمونځ په حقیقت کی د الله تعالی او بنده ترمنځ هغه اړیکه ده چی په ورځ کی پنځه ځله د الله تعالی په بلنې سره نیول کیږي. لمونځ د مومن د کامیابۍ راز دي خو دغه کامیابی الله تعالی دیوبل صفت پوری تړلې ده چی هغه په لمانځه کی خشوع او عاجزی کول دی الله تعالی فرمایی: ﴿قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ۝ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ﴾ ژباړه: “بېشکه مؤمنان بریالي شول، هغه کسان چې په خپلو لمونځونو کې خشوع لري.”

په لمانځه کی خشوع څه ته وایی؟

په لمانځه کی خشوع د الله تعالی پر وړاندی د خپل زړه حاضرول دي کله چې مومن بنده په لمانځه کی دا حس کړي چې زه دالله تعالی پر وړاندی ولاړ یم اندامونه یې الله تعالی ته د عاجزۍ په حالت کی وي تر دې چې مومن بنده د ژړا حد ته ورسوي.

کله چې انسانان په دې دنیا کی د یو چا ملاقات ته ورځی نو له مخکی نه ورته پلان جوړوي او ځان ورته تیاروي. آیا کله مو فکر کړي چې لمونځ هم د الله تعالی سره ملاقات کول او اړیکه نیول دي، دا هم له مخکې نه ځان جوړونې ته اړتیا لري. پوښتنه دا ده چی په کومو طریقو کولاې شو د الله تعالی سره ښه اړیکه ونیسو او د الله تعالی له دغه ملاقات څخه ښه ګټه پورته کړو؟ راځئ چې نن د الله تعالی سره د دغه اړیکې نیولو لپاره غوره طریقې زده کړو او ګټه ورڅخه پورته کړو.

  1. ځان لمانځه ته وزګار کړه: په لومړې قدم کی خپل ټول هغه کارونه ختم کړه چی بیا د لمانځه په منځ کې ستا توجه خرابوي لکه: خپله تنده، لوږه، قضای حاجت او نور دنیوی کارونه دې ختم کړه بیا په آرامه لمانځه ته وخت ورکړه او داسی ځاې ورته وټاکه چی د خلکو له شور او غوغا څخه لرې وي.
  2. د لمانځه په معنی ځان پوهه کړه: ټول هغه الفاظ چی په لمانځه کی یې لولی دتکبیر څخه پېل، فاتحه، تشهد ترسلامه دټولو په معنی ځان پوهه کړه که چیرته ته د لمانځه د الفاظو په معنی پوهه نه اوسي نو ته نه پوهییږی چی څه وایی؟ او نشې کولاي خپله توجه اوعاجزې په لمانځه کی برابره کړي.
  3. الله اکبر په خپل عمل کی راوله: کله چی د لمانځه دشروع لپاره لاسونه پورته کوي او ورسره دالله اکبر کلمات لولی په حقیقت کی د دې لاسونو پورته کولو مطلب دا دی چې یا الله! ما خپل ټول دنیوې کارونه شاته پریښودل او تاته مې ځان حاضر کړ؛ ځکه ته د دې هرڅه څخه لوی ذات یی نو دتکبیر ویلو په وخت کی لومړی همدغه مطلب په ذهن کی حاضر کړه او بیا الله اکبر ووایه.
  4. د سورت فاتحې په مطلب ځان پوهه کړه: د قرآن کریم له ۱۱۴ سورتونو څخه فاتحه د لمانځه لپاره ځانګړې شوې ده؛ ځکه دا سورت د الله او بنده ترمنځ خبرې دي. د دې سورت په لومړیو درې آیتونو کې مونږ د خپل رب ستاینه کوو ترڅو د هغه ذات لویې ځانته حاضره کړو کله چې دغه لویې زمونږ زړه ته حاضره شې نو له مونږ څخه د عاجزۍ غوښتنه کوي نو مونږ الله ته وایو: چې خاص ستا عبادت کوو او له تا څخه کومک او مرسته غواړو او له خپل رب څخه دهدایت او سمې لارې غوښتنه کوو نو ددې سورت د لوستلو په وخت همدغه مطلب ځانته حاضر کړه او بیا یی ولوله.
  5. په رکوع او سجده کې دالله پاکې بیان کړه: د سبحان ربي العظیم او سبحان ربي الاعلی په بار بار ویلو سره غواړو د الله تعالی پاکې بیان کړو د خپل رب پاکې له هر قسم عیب او نقصان څخه نو د هرې تسبیح ویلو سره لومړۍ دغه دپاکۍ معنا ذهن ته راوله بیا د تسبیح الفاظ ولوله.
  6. په الله تعالی تحیة ووایه: کله چې التحیات لولي دا رایاد کړه چی ستا ټول بدني عبادتونه، مالې عبادتونه او په ژبه ذکر او ستاینې د الله لپاره دي، بیا په نبی (ع) درود واستوه چی بیرته په همدغه وخت کی د دې درود لس چنده د الله لخوا تاته اجر درکول کيږي، بیا دغه درود یواځې د ځان لپاره نه بلکې د الله تعالی ټولو صالحه بنده ګانو ته غواړه، نو فکر وکړه چی څومره سلامونه او درودونه به ددې په ویلو سره دنیا ته رالیږل شوي وي، پدې طریقه د الله په رحمت او سلامتیا کې ډوب اوسه او تحیات ولوله.
  7. دشیطان له وسوسو نه ځان وساته: آیا کله مو فکر کړي چی ولې په لمانځه کې د هر حرکت کولو سره الله اکبر الفاظ لولو. دا ځکه چی که شیطان د لمانځه په کومه برخه کی پرمونږ غالبه او برلاسی شوي وي او د کوم څیز وسوسه یې راته اچولې اوسي نو زر د الله اکبر الفاظ لولو چې الله لدې هرڅه څخه لوی دي او دا هره وسوسه د هغه دنوم پر وړاندی هیڅ ده پدې سره به شیطان له مونږ څخه لرې اوسي او توجه به مو خپل لمونځ ته برابره وي.
  8. همدغه لمونځ خپل وروستۍ لمونځ وګڼه: دلمانځه له پیل څخه ترپایه مرګ خپلو سترګو ته حاضر وګڼه داسې فکر وکړه چی همدا دې وروستی لمونځ دي او معلومه نده چې آیا دویم ځلې به دالله پر وړاندی د ودریدلو فرصت وی او که نه نو په ډیر اخلاص سره یی ادا کړه.

 

لیکوونکې: اسماء جلیلی

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا