رمضان د تقوي او ځان سمون مياشت
رمضان المبارک د اسلامي کال تر ټولو مبارکه او عظیمه میاشت ده، چې الله تعالی پکې د انسان د روح، اخلاقو او کردار د اصلاح لپاره ځانګړی نظام ایښی دی. دا میاشت یوازې د خوراک او څښاک پرېښودل نه دي، بلکې د تقوی، ځان سمون، صبر او الله ته د نږدې کېدو بشپړه برنامه ده.
د رمضان هدف: تقوی
الله تعالی د روژې اصلي هدف په ښکاره ډول بیان کړی دی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
(البقرة: ۱۸۳)
ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسو روژه فرض شوې ده، لکه څنګه چې پر تاسې نه مخکې خلکو فرض شوې وه، تر څو تقوی اختیار کړئ.
دا آیت څرګندوي چې روژه د تقوی د ترلاسه کولو لپاره ده. تقوی دا ده چې انسان په پټه او ښکاره توګه د الله له نافرمانۍ ځان وساتي.
رمضان او د نفس اصلاح
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: (الصِّيَامُ جُنَّةٌ) [بخاري، مسلم]
ژباړه: روژه سپر (ساتونکی) ده.
⭐علما وايي: روژه انسان د ګناهونو، بدو عادتونو او د نفس د غوښتنو څخه ساتي. کله چې انسان خپله ژبه، سترګې او زړه کنټرول کړي، نو دا د ځان سمون تر ټولو لویه نښه ده.
⭐ امام غزالي رحمة الله فرمایي:
“روژه یوازې د نس روژه نه ده، بلکې د سترګو، ژبې او زړه روژه ده.”
روژه او اخلاق
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
{مَن لَّمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ}
(بخاري)
ژباړه: څوک چې دروغ او بد عمل نه پرېږدي، الله ته د هغه د لوږې او تندې هېڅ اړتیا نشته.
دا حدیث ښيي چې روژه باید د اخلاقو د اصلاح سبب شي، که نه نو یوازې لوږه پاتې کېږي.
صبر او زغم
رمضان د صبر میاشت ده. رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
شَهْرُ الصَّبْرِ، وَالصَّبْرُ ثَوَابُهُ الْجَنَّةُ
(بيهقي)
ژباړه: رمضان د صبر میاشت ده، او د صبر بدله جنت دی.
⭐حضرت علي رضي الله عنه فرمایي:
“صبر د ایمان هغه مقام دی لکه سر چې د بدن لپاره دی.”
رمضان او قرآن
رمضان د قرآن میاشت:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ
(البقرة: ۱۸۵)
قرآن د انسان زړه ژوندی کوي او فکر سموي. ابن کثیر رحمه الله وايي:
“قرآن د زړونو شفا او د اخلاقو اصلاح کونکی دی.”
ټولنیز اصلاح او ورورولي
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
مَنْ فَطَّرَ صَائِمًا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِهِ
(ترمذي)
ژباړه: څوک چې روژه دار ته روژه ماتي ورکړي، د هغه په شان اجر لري.
دا حدیث د همدردۍ، سخاوت او ټولنیز اصلاح څرګند مثال دی.
رمضان د تقوی، ځان سمون او د اخلاقو د اصلاح یوه الهي تحفه ده. که یو مسلمان دا میاشت د قرآن، سنت او د علماوو د لارښوونو سره سمه تېره کړي، نو نه یوازې یې عبادتونه قبولېږي، بلکې ژوند یې هم بدليږی راځي چي رمضان د خپل ځان داصلاح پيل وګرځوو نه يواځي دعبادت يوه موقتي مياشت
مروة فصيح