د دکتور محمد مرسي د مشروع او قانوني حکومت تاییدول فرض دی (علامه دکتور یوسف القرضاوی)
د نړیوالو علماوو د اتحادیی رئیس ښاغلی علامه ډاکټر یوسف القرضاوی فتوا ورکړی چی د دکتور محمد مرسی د مشروع او قانونی حکومت تاییدول له شرعی او قانون دواړو له لحاظه فرض دی، د مصر اساسی قانون دې و نه ځنډول شی بلکه هغه دی پلی کړای شي، همدارنګه هغه د مصر ددفاع وزیر څخه غوښتنه کړی چی له خپلی پریکړی په شاشی او د مشروع او قانوني نظام ساتنه دی وکړي.
د فتوی متن
الحمد لله، والصلاة والسلام على سيدنا وإمامنا محمد رسول الله، وعلى سائر إخوانه من الأنبياء والمرسلين، وعلى آلهم وأصحابهم ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين اما بعد:
دغه فتوا د مصر ولس لپاره ورکوم چا چی الله خپل رب، او اسلام خپل دین او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل پیغمبر او قران خپل رهبر او لارښود او اسلامی شریعت – چی د یوه شامل او کامل او متوازن او وسط دین په توګه – یی خپله مرجع ګڼلی ده چی کله ستونځی بغرنجی شي او خلک یوی او بلی خواته مخه کړي، نو هلته بیا خلک د الله له کتابه او درسول الله صلی الله علیه وسلم له سنت څخه غوره او روڼ بل هیڅ څیز نشی موندلی (چا ته چی الله رڼا نه وی ورکړی هغه به هیڅ رڼا نلري).
زما دغه فتوا چی د مصر، ازهر، عربي او اسلامي نړۍ علماء او د علماوو د نړیوالې اتحادیې – چی زه یی د مشري افتخار لرم – ډیري غړي هم راسره پکې شریک دي لنډیز یې دادی:
که شپیته کاله و نه وایو نو کابو دیرش کاله مصري ولس د خپل ولسشمر د ټاکلو له حق نه محروم ؤ، تر څو چې الله تعالی په لومړي ځل هغوی ته دا زمینه برابره کړه چې په آزادو او رڼو ټولټاکنو کې یې خپل ولسمشر غوره کړ او هغه ته یې خپله ژمنه ورکړه، چی په سختۍ او آسانۍ، په خوښۍ او ناخوښۍ دواړو کې به له هغه نه اطاعت کوي، د ملت ټولو پرګنو، که ولسي خلک دي او که نظامیان، او نور چارواکي دي او که عام خلک، پدې خبره شاهدي ورکوي چې د هشام قندیل په حکومت کې د دفاع د وزیر او د جګړه ایزو تولیداتو مشر عبد الفتاح سیسی هم دهمدې خلکو له ډلی څخه دی، د ټولو پر وړاندی یې لوړه وکړه چی د ولسمشر مرسي څخه اطاعت، د ولسواکۍ ساتنه، او د اساسي قانون نه به په کلکه ملاتړ کوي.
ده تر یوې مودې پورې دغه کار وکړ، مګر ناببره له خپل تړون نه واووښت او ځان یې له عادي وزیر څخه پورته ټولواک وګاڼه، ترڅو خپل قانوني ولشمر لرې کړي او خپل تړون له هغه سره مات کړي او د ولس د یوې وړې دلګۍ په خوا کې ودریږي پدې بهانه چې هغوی ډیر دي.![]()
ددفاع وزیر او هغه چاچې ورسره دغه خبره منلې ده له شرعي او قانونی پلوه لویه اشتباه کړیده.
له قانوني پلوه ښاغلی محمد مرسي چې په قانوني او دیموکراتیک ډول ولشمر ټاکل شوی دی په دې کې هیڅ شک او شبه نشته، نو پکارده چې هغه خپله ۴ کلنه دوره پوره کړي، تر هغه چی هغه ته داسې کومه ستونزه نه وي پیښه شوي چې هغه له کارکولو څخه پاته کړي. او که چیرې هغه د ولسمشرۍ په موده کې کومې تیروتنې کړې وي چې هغه منلي هم وي، نو بیا خو ولس اوسیاسی قوتونو ته پکارده چې هغه متوجه کړي او هغه ته نصیحت وکړي او په هغه باندې صبر وکړي مګر سره له دې به هم هغه د ټولو ولسمشر وي.
ددې پر خلاف که څوک د ولشمر له اطاعت څخه سرغړاوی کوي او ځانته پر ولس باندې د واک لرلو حق ورکوي، منتخب ولسمشر لرې کوي، اساسي قانون ځنډوي، بل ولسمشر او بل اساسي قانون پر ولس باندې تپي، نو د هغه دا کار له سره باطل دی، ځکه چې هغه داسی واک ایجاد کړ چی هیڅکله له ولس څخه ندی را ټوکیدلی بلکه هغوی د الله تعالی او ولس سره خپل تړون مات کړی دی او هغه څه یی هم تر پښو لاندی کړل د کوم لپاره چی مصری ولس پاڅون کړی وو، ددغه دموکراتیک نظام د تر لاسه کولو لپاره د مصر خلکو خوبونه لیدلي وو، دهغی په لاره کی یی په کلونو کلونو بی ساري قربانۍ ورکړی وی، نو ځکه دغه اساسي قانون او دیموکراتیک نظام ټولی دغه قانوني کړنی ردوي.
له شرعی پلوه، د مصر خلک په دینی او تیوکرایتک دولت نه بلکی مدنی دولت کی اسلامی شریعت د خپل یواځینی مرجع په توګه غواړي، په هغو ټولو چی په دغه اصل باور لري او ورته درناوی کوی پکارده چی د ولسمشر مرسی څخه اطاعت وکړي، د هغه امرونه پلي کړي، د ژوند په ټولو چارو کی د هغه سپارښتنو ته مثبت ځواب ووایی، په دوو شرطونو:
لومړی شرط: چی ولسمشر مرسی ولس ته د الله په ښکاره نافرمانۍ امر ونکړي. دا هغه څخه دي چی په صحیحو احادیثو کی راغلي دي چی امام بخاری او مسلم او نورو روایت کړي دي “اسمعوا وأطيعوا وإن استعمل عليكم عبد حبشي كأن رأسه زبيبة” عن أنس بن مالك ژباړه: له انس بن مالک نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي « تاسی سمع او اطاعت وکړۍ که څه هم په تاسی باندی یو داسی چارواکی و ټاکل شی چی سر یی لکه د کشمش ددانی په اندازه وي».
“من رأى من أميره شيئا يكرهه، فليصبر، فإنه ليس أحد يفارق الجماعة شبرا، فيموت، إلا مات ميتة جاهلية” عن ابن عباس
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چی «چاچی له خپل چارواکي څخه داسی څه شی ولیدل چی نه یی خوښیدل نو پر هغه دی صبر وکړي، ځکه چی پدغه وخت کی یوکس د مسلمانانو له ټولګی څخه سرغړونه نه کوي مګر هغه به د جاهلیت پر مرګ مړی کیږي»
السمع والطاعة حق على المرء المسلم، فيما أحب وكره، مالم يؤمر بمعصية، فإذا أمر بمعصية، فلا سمع ولا طاعة” عن ابن عمر
د ابن عمررضی الله عنه نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي « له چارواکي څخه سمع او اطاعت کول په هر مسلمان باندی فرض دي په ټولو کارونو کی چی که خوښ یی وي او که یی تری بد رازي تر هغه چی چارواکي د الله په نافرماني امر نه وي کړی چی په هغه صورت کیی بیا اطاعت پری فرض نه دي»
إنما الطاعة في المعروف” عن عليّ . ژباړه « بی له شکه چی اطاعت کول فقط په مشروع کارکی وي»
دا خبره د هغه آیت تایید دی چی د میرمنو د بیعت په اړه الله تعالی فرمایی “ولا يعصينك في معروف” میرمنی دی په مشروع کارونو کی نافرمانی نه کوي.
داخبره یو ځل هم ثابته شوی نده چی ولسمشر مرسي دی د ولس یوه وګړي ته هم د الله په ښکاره نافرمانۍ امر کړی وي، بلکه هغه فعالیتونه او مظاهری چی مونږ د تحریر په ډګر کی کتلی هغه خو د ولسمشر مرسی له نیکو کارونو څخه شمیرل کیږي.
دویم شرط: چارواکي ولس ته په داسی کار امر ونکړي چی هغوۍ پری له دین څخه ووځی، او ښکاره کفر ته یی داخل کړي، چی داسی ښکاره کفر وي چی د شک او تردید ته پکی هیڅ ځای نه وي، لکه چی په حدیث شریف کی راغلی دی: جاء في حديث عبادة رضي الله عنه: “بايعنا رسول الله على السمع والطاعة وعسرنا ويسرنا وأثرة علينا، وألا ننازع الأمر أهله” قال: “إلا أن تروا كفراً بواحاً عندكم فيه من الله برهان” متفق عليه
ژباړه: د عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مونږ له دالله له رسول سره تړون وکړ چی په سختۍ او اسانۍ دواړو کی به یی خبره منو او اطاعت به یی کوو او د بل چارواکي پر وړاندی به مونږ دده ملاتړ کوو، او په ناحقه به د چارواکي د بی واکه کولو هڅه نه کوو) نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل « مګر کله چی تاسی له هغه څخه ښکاره کفر ووینی او د الله له طرفه تاسی سره ښکاره حکم اودلیل موجود وي»
له دی ځایه دا جوتیږي چی قانوني ولسمشر مرسی هیڅکله د الله په نافرمانۍ امر نه وو کړی، او د کفر مرتکب شوی هم نه وو ځکه هغه روژه نیونکی، د تهجد لمونځ ګذار وو او د الله په اطاعت باندی ډیر پابند وو، نو فرض ده چی هغه ولسمشر پاته شي او هیچا ته روا ندي چی د هغه نافرماني وکړي او یادی هم هغه له واکه لری کړي.
کوم دعوه چی جنرال سیسی کوي چی هغه دا کار د ولس په مصلحت او دهغه د ویشل کیدو څخه د مخنیوي لپاره کړی دی نو هغه اشتباه کړیده او دا چی یوی ډلی ته یی پر بلی ډلی ترجیح ورکړیده، دغه دلیل یی دده کار ته جواز نشی ورکولی.
جنرال سیسی چی له کومو خلکو څخه مرسته اخیستی ده هغه د مصر د ولس استازیتوب نشی کولی ځکه چی هغوی لږکي دي. د ازهر ستر امام دکتور احمد طیب د ازهر د لویو علماوو مشر چی زه هم له هغو څخه یو یم له مونږ سره هیڅ مشوره نده کړی او مونږ هغه ته زمونږ پر استازیتوب د خبرو کولو اجازه نده ورکړی نو ځکه هغه هم د قانونی ولسمشر څخه پر سرغړونه کی ناسم دریځ غوړه کړی. همدارنګه هغه د امت له اجماع څخه هم سرغړونه کړیده او د خپل دریځ لپاره یی له قرآن او سنت څخه کوم دلیل ندی ویلی بلکه ټول قران او سنت د ولسمشر مرسي تایید کوي هغه همدارنګه د اسلامی امت له علماوو سره هم مخالفت وکړ چی د هیچا لپاره خپل علم په څو پیسو نه خرڅوي. ټول هغه دلایل چی د ازهر مشر وویل هغه د دوه لویو ضررورنو څخه د واړه ضرر انتخاب دی. څوک چی دا دعوه کوی چی د ولسمشر مرسي له واکه غورځول او د مصر د هغه اساسی قانون ځنډول چی دوه پر دریو برخو مصریانو پری اتفاق کړی وو، هیواد په داسی یوه مصیبت کی غورځول چی آخر یی یو الله تعالی ته معلوم دی دا د دوه لویو ضررورنو څخه د واړه ضرر انتخاب دی هغه په غلطه دی، بکله دا خو تر ټولو لوی ضرر دی چی دالله کتاب او د رسول سنت او د علماوو اقوال تری خلک منع کوي.
کاشکی چی دکتور طیب له ولسمشر مرسی سره داسی تعامل کړی وای لکه چی له حسنی مبارک سره یی کړی وو، دۍ ولی په دوو تلو تلل کوي، دا خو د ازهر د موقف تخریبول دی چی ازهر تل له ولس سره ودریږی نه د استبدادګرو چارواکو سره.
همدارنګه د کلیسا پاپ دویم تواضروس ته هم عیسیویانو واک نه وو ورکړی چی د هغوی استازیتوب وکړي او د هغوۍ ځینو خلکو د آزادي او عدالت له ګوند نه ملاتړ وکړ.
همدارنګه برادعی، چی ډیر کم کسان لري، ته هم د نجات جبهی استازیتوب نه وو ورکړی او هغوی هم دا ادعا نه کوي چی برادعی د هغوی استازیتوب کوي.
همدارنګه چا چی د حزب النور په استازیتوب خبری وکړی هغوۍ یواځی د یوی وړی معلومی ډلی استازیتوب کوي، او نور سلفیان، جماعة اسلامیة، او داسی نور ملی ډلی او شریف وګړي ددغه نظر مخالف دی چی له وجی به یی هیوا په یوه نامعلوم لور ځی چی کیدای شي پایلی یی د ستایلو وړ نه وی.
زه په ډیر مینی او اخلاص سره پر جنرال سیسی، د مصر پر ټولو ګوندونو او سیاسی قوتونو، د امت پر علماوو، هر هغه څوک چی د آزادی عزت او عدالت پلوی دی غږ کوم چی په زغرده د حق پلوي وکړي او د ولسمشر مرسی خپل قانونی موقف ته د بیرته راتګ لپاره هلی ځلی وکړي، خپل نصیحت ته دوام ورکړي، ډول ډول پلانونه او عملي پروګرامونه طرحه کړي چی زمونږ هغه آزادي او ولسواکي ساتی چی د وینو په ارزښت مو ګټلی دی او باید چی د خپل حق په لاسته راوړلو کی غفلت ونکړو.
دیریش کاله حسنی مبارک ملک په فساد کی ښکیل کړ، خلک یی ذلیل کړل، مالونه یی لوټ کړل او له هیواده بهر ته یی یوړل، او اجرتي قاتلان یی کرایه کړل چی دده خلک وژغوري او همداسی نور فسادونه یی وکړل چی خلک ورسره اشنا دي تر دی چی هیواد یی راتلونکو خلکو ته تباه او برباد وسپاره، مګر سره له دی هم پوځ هغه له واکه لری نکړ، هغه یی پریښود چی پخپله خوښه واک پوځ ته وسپاري، نو آیا دا معقوله ده چی هغه ته دیرش کاله صبر وکړو او ولسمشر مرسی ته یو کال هم انتظار ونه کړو؟ نیمګړتیا په دیموکراسی کښی نده مګر نیمګړتیا په هغو خلکو کی ده چی پلي کوی یی، دده اصلاح کول داسی کیږي چی سم یی پلي کړو نه داچی له بیخه یی وباسو.
په مصر باندی حرامه ده چی په خپل اساسی قانون، منتخب ولسمشر او د شریعت په اړه غفلت وکړي ځکه چی ددی په نتیجه کی دالله له قهر او غضب څخه وراخوا بل شی نشته. “و لا تحسبن الله غافلا عما يعمل الظالمون” ژباړه: « الله تعالی د ظالمو له کړنو څخه غافل مه ګڼه».
زه د زړه له تل څخه د مصر ټول ولس چی زه ورسره مینه لرم او ځان تری قربانوم غږکوم او له دغه کار په بدل کی نه مننه غواړم او نه عوض مګر د یوه الله تعالی رضا غواړم. هغوی ته چی د سیند پر غاړو پراته دي که په کلیو او بانډو کی دي، که نارینه دي اوکه ښځینه، که ځوانان دي او که سپین ږيري، که مالداره دي اوکه بی وزلي، لیبرالان دي او که اسلامپاله، له دوۍ غواړم چی يه یوه صف کی ودریږي او د پاڅون له لاسته راوړنو، د آزادي او دیموکراسۍ څخه ساتنه وکړي، او دهر راز دکتاتورۍ څخه په کلکه دفاع وکړي او دهیڅ راز استبدادي چارواکي ملکی وي او که نظامی خبره و نه مني، که داسی وشي نو دا هغه لویه تیروتنه ده چی ډیر ولسونه پکي لویدلي دی بیا یی په کلونو کلونو خپله ازادي له لاسه ورکړیده چی له دغه کار څخه د تیښتی هیڅ لار نشته مګر دالله تعالی په مرسته او ملتیا سره.
یا الله ته خو زمونږ مصر او ولس وساتی او مونږ دهغه چا پر کړنو و نه نیسی چی هغوی ناپوهان دي. آمین
ډاکټر یوسف القرضاوي
د مسلمانانو د علماوو د نړیوالی اتحادیی مشر