د خپلمنځي اختلافاتو لاملونه
ليكواله: اسيا “قانت”
به روزمره ژوند کې که نظر واچوو پرته له کوم شکه په ټولنه کې تفرقې او اختلافات گورو چې له امله يې د ټولنې ډېری اشخاص د مشکلاتو او ننگونو سره مخامخ دي. د دغه اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره لومړی باید د اختلافاتو او تفرقي لاملونه پیدا کړی شي.
تفرقي او اختلافات له هغو توپيرونو را پيدا کېږي چې د اشخاصو نظرياتو، ليدلورو او اهدافو تر منځ واټن موجود وي. که فکر وکړو کله چې د اشخاصو او کورینو تر منځ اختلافات پیدا کېږي، د نظرياتو او افکارو د توپير له امله وي. دا چې هر فرد ته خپل فکر او نظر محترم وي او په داسې شکل پرې ټينگار کوي چې نورو آندونه ورته د منلو وړ نه وي د ټکر او اختلاف سبب جوړېږي.
اساسي خبره دا ده چې الله ج د ټولنې هر فرد دی جلا خوی، عادت او فکر ورکړی چې له مخې يې د مسائلو اړوند خپل نظر څرگندوي. دا د طبعیت اصل دی او پکار ده چې انساني ټولنه ورته په پوره احترام قايله شي. الله ج په قرآن کریم کې فرمايي:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تفضيلاً (۷۰/الاسراء)
له دې مبارک آيت څخه دا په ډاگه کېږي چې الله ج انسان عزتمند او قدمند مخلوق پیدا کړی خو د ځينو ته يې په نورو فضلیت ورکړی. دا ښکاره خبره ده چې په اسلامي ټولنه کې دا فضیلت د تقوی او علم پر بنسټ دی. علم او پوهه هغه څه دي چې الله ج پرې حیوان او انسان جدا کړی او انسانانو تر يې پرې د يو بل تر منځ فوقیت او لومړیتوب ورکړی.
د انساني ټولنې دا اختلاف د حل لارې هم لري. له ټولو لومړی د اختلافاتو د پيدا کېدو په لاملونو باید پوه شو. لومړی باید مالوم شي چې د اختلافاتو د پيدا کېدلو سبب او لاملونه څه دي. له هغې وروسته پکار ده چې په انساني ټولنه کې هغه طبعي اصل ته احترام وشي چې له مخې يې د انسانانو تر منځ د نظر اختلاف پکې طبعي چاره ده. وروسته له هغې د هغه انسان نظر ته لومړیتوب ورکړای شي چې هغه د علم او تقوا به لحاظ له نورو برتر وي.
له دې لارې انسانان کولای شي چې په ټولنه کې په داسي شکل طبعي ژوند وکړي چې د اختلافاتو تر څنگ په مشتركاتو سره راټول شي.
دا هغه یواځینی لار ده چې له مخې يې بشر کولای شي په انساني ټولنه کې د بې ځايه اختلاف او تفرقې مخه ونيسي.