د دعوت په لاره کی قربانی ورکول او فداکاری

الحمدلله رب العالمین و الصلاة و السلام علی رسوله الکریم و علی اله و صحبه اجمعین

د اسلامی دعوت د غړو له صفاتو څخه یو مهم صفت چی د دی حرکت هر غړی یی باید ولری دالله ﷻ په لاره کی بذل او قربانی کول دی د خپلو ارزښتمندو او قیمتی شیانو، د دی لپاره چی یو دعوتګر مکمل ایمان ولری باید دا اعلی صفت پکی موجود وی ځکه دا د مجاهدینو او د هغو خلکو صفت دی چی خپل هر څه دا لله ﷻ په لاره کی ورکوی او ځاروی یی اسلام قربانی ورکولو ته او دالله په لار کی د خپل ځان او مال او دهغو شیانو چی ده ته ارزښت لری او قیمتی دی مصروفولو ته هڅونه کړی ده. الله ﷻ په قران کریم کی فرمایی: إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (التوبه/۱۱۱) ژباړه: یقینا چی الله ﷻ له مومنانو نه د هغوی مالونه او ځانونه اخیستی په بدل د دی کی چی ددوی لپاره جنت دی دوی جنګیږی د الله ﷻ په لاره کی دوی وژنه کوی او خپله هم وژل کیږی دا دالله ﷻ ریښتینی وعده ده په توراة انجیل او قران کریم کی او څوک له الله ﷻ څخه په خپلی کی وعدی زیات وفاداره دی؟ پس خوشحاله ووسی په هغه سودا چی تاسو کړی ده او دا ډیره لویه کامیابی ده.
امام حسن البناء رحمه الله وایی زمونږ هدف له قربانی او فداکاری نه د نفس، مال، وخت، او د ژوند قربانی ده او د هر هغه شی چی هدف ته د رسیدو لپاره ضروری وی مصرفول یی دی. فداکاری د جهاد لپاره یو ضروری څیز دی چی بغیر له هغی نه جهاد نه شی کیدی څوک چی ددعوت په لاره کی مونږ سره قربانی ورکولو ته تیار نه وی نو ګنهګار شمیرل کیږی. دعوتګر باید پوه شی چی ناست سړی او هغه څوک قربانی نه ورکوی د الله ﷻ په نزد د فداکار سړی سره برابر نه دی الله ﷻ قران کریم کی فرمایی: لَّا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ اللَّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (۹۵) دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (۹۶)
ژباړه: نه دی برابر ناست مومنان غیر له هغه خلکو نه چی دضرر یا تکلیف خاوندان دی او مجاهدین دالله په لاره کی چی دځان او مال سره جهاد کوی الله ﷻ فضلیت او غوره والی ورکړی هغو خلکو ته چی په ځان او مال سره دالله په لاره کی جهاد کوی په هغو خلکو چی ناست دی په درجی سره او ټولو سره الله ﷻ دنیکی وعده کړی ده او الله ﷻ فضلیت ورکړی مجاهدینو ته په ناستو خلکو په لوی اجر باندی چی هغه لوی اجر درجی دی د الله ﷻ له لوری او مغفرت او رحمت دی د الله ﷻ او الله بخښونکی او مهربانه دی. دی ایتونو کی الله ﷻ هغه خلکو ته چی په مال او ځان سره د الله ﷻ په لار کی قربانی ور کوی دلوی اجر په ورکولو باندی زیری ورکوی چی هغه لوی اجر کامیابی ده په جنت کی همیشه اوسیدل دی او له ټولو نه مهمه د الله ﷻ رضا ده نو په دغه وخت کی واضحه کیږی چی که څوک د لوړو درجاتو ،د الله د رضا او په جنت کی همیشه اوسیدل غواړی باید خپل ځان، مال او خپل ټول قیمتی او با ارزښته شیان د الله ﷻ په لاره کی ځار کړی . کوم خلک چی په دنیا کی یواځی راحتی اسانی او فراخه روزی غواړی دا خلک دډیر وړو عقلونواو فکرونو خاوندان دی. نو هر دعوتګر ورور یا خور ته پکار دی چی دداسی ضعیفه او راحت طلبه نفسونو څخه نه شی او ځان تری وساتی او ورباندی لازمه ده چی دغوره او بهترینو خلکو ډلی کی ځان شامل کړی د مجاهدینو ډله د قربانی کوونکو ډله هغه خلک چی خپل مال، ځان وخت او هر څه ورکوی تر څو دا لوی اجر (یعنی دالله رضا ،جنت کی همیشه اوسیدل او لوړی درجی )حاصل کړی. کومو خلکو چی د الله ﷻ په لار کی قربانیانی ورکړی، جهاد یی کړی دوی هغه خلک وګرځیدل چی د تاریخ مسیر یی بدل کړ د بشری افکارو مبادی یی وکولی شو دالهی افکارو مبادیو باندی بدل کړی هغه خلک چی خپلی وینی خپل ارزښتمنده او قیمتی شیان د دعوت لپاره ځار کړه دا هغه ریښتینی خلک وو چی قول او عمل یی د یو بل موافق وو .دنصر د اسبابو په سر کی قربانی ورکول او فداکاری ده د مال، ځان، او وخت په رضا او خوشحالی سره. نو د نصر او کامیابی د لاسته راوړلو لپاره باید د نصر له اسبابو نه کار واخیستل شی که نه نصر او کامیابی لاس ته نه راځی. قربانی ورکولو لپاره ډیری طریقی شته چی د دعوت د هغه عصر او مرحلی سره سمون ولری چی مونږ پکی ژوند کوو مثلا د خپل روښانه راتلونکی قربانی د هیلو او ارمانونو قربانول د خپل وخت قربانول. د دی لپاره چی دا صفت په دعوتګر کی پیدا شی باید د ایمان په مفاهیمو باندی ترکیز وکړی هر کله چی د داعی ایمان قوی شی په دنیا کی یی زهد زیات شی هغه شیان چی هدف ته درسیدو خنډ جوړیږی لری کړی نو د فداکاری صفت پکی پیدا کیږی نو په دغه وخت کی د هر څه فدا کولو ته تیار وی ځکه دا پوهیږی چی د الله ﷻ سره چی کوم اجر دی ورته له دی دنیوی شیانو نه غوره دی. دعوتګران باید خپل نفسانی خواهشات پایماله کړی خپل مال په خوشحالی سره ورکړی خپل صحت مصرف کړی په دی لاره دی بی خوبی ستومانی تیره کړی د دی لاری سختی وزغمی او که ضرورت وو د خپل ځان قربانولو ته دی هم تیار وی بخیلی به پری نه کوی او ډیر ارزانه به خپل ځان هم دالله ﷻ د رضا لپاره ورکوی.

ناصحه ”همیم”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا