دعوت الی الله شرعی فریضه ده

د الله تعالی لور ته د بلني سپیڅلی وظیفه د انسانی نوعی له پیدایښت سره یو ځای شروع شوی او په هره زمانه کې الله تعالی د بندګانو د هدایت او لارښونې لپاره خپل استازی رالیږلی دي. چې د دی ډلی وروستی تر ټولو مخلوقاتو غوره شخصیت محمد ﷺ و. چې د هغی وروسته یی دا سپیڅلی دنده د امت مسؤولیت ګرځول شوی او همدا دعوت دی چې محمدی امت ته یی په نورو امتونو فضیلت او غوره والی ورکړی دی. الله تعالی فرمایی: كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ ۚ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ. ﴿آل عمران/۱۱۰﴾

ژباړه: تاسو یو غوره امت یاست(له هغونه) چې خلکو ته رابرسیره شوی دی چې د ښېګړی امر کوی او بدیو منعه کوی او په الله ایمان لری. او که اهل کتاب(هم) ایمان راړوی وای(نو دا) حتما ورته غوره وه. (بیا هم) ځینی یی مومنان خو زیاتره یی فاسقان دي.

قران کریم او نبوی احادیث کې د دعوت او د داعی ډیر فضایل بیان شوی دی. الله تعالی یی په هکله فرمایی: وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ. ﴿فضلت/۳۳﴾

ژباړه: او تر هغه زیات غوره وینا والا څوګ دی چې د الله په لور بلنه کوی. نیک عمل کوی او وایی چې زه له مسلمانانو څخه یم.

مفسرینو رحمهم الله تعالی د دی ایات لاندې لیکې چې دا ایات ټولو انبیاء علیهم السلام او په ځانګړی شکل محمد ﷺ او د الله تعالی لور ته ټولو داعیانو ته شامل دی.

دغه راز سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ د خیبر په ورځ وویل:  سبا به د جګړی توغ داسی چاته ورکوم چې به یی په لاسونو فتحه شي.الله تعالی او د هغه رسول سره محبت لری او الله تعالی او رسول هم ورسره محبت لری، خلکو شپه تېره کړه او هر یوه یی امید درلود،چې توغ به ورکړل شي، نبی ص وفرمایل: «علی چیرته دی؟» چا ورته وویل: سترګې یی خوږیږی. په سترګو یی لاړی ورکیښودی او دعا یی ورته وکړه. داسی جوړ شو، لکه چې هیڅ درد یی نه درلود. د جګړی بیرغ یی ورکړ. هغه وفرمایل: تر هغه به جګړه ورسره کوم. چې زموږ په څیر شی. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: دا کار وکړه خو بیړه مه کوه! چې دوی سمی ته ورشی، لومړی د اسلام بلنه او دعوت ورکړه او په هغو حقونو یی خبر کړه چې په دوی واجب دي، په الله تعالی قسم چې که چیرته الله تعالی ستا په سبب یو تن ته هدایت وکړی دا کار تاته تر سرو اوښانو ډیر غوره دی.

د دعوت د فرضیت دلایل:

۱- الله تعالی فرمایی: وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۰۴ / ال عمران﴾

ژباړه:په تاسې کې باید څه خلک ارومرو داسې وي چې د نیکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي،کوم خلک چې دا کار وکړي هماغه به بریالی شي.

دا آیت دلالت په دی کوی چې  دعوت الی الله فرض دی ځکه لام امر ورکې راغلی دي خو د (منکم) کلمی اضافه کیدو سره حکم فرض کفایی ته ځی، خو بیا امت مسلمه په دی مکلف دی چې یو ډله حتما اوسی تر څو دعوت وکړي او کومی ډلی چې دا مسؤولیت په غاړه واخیسته بیا په هغوی فرض عین دی تر څو دا مسؤولیت اداء کړي.

او که هیچا هم دی مسؤولیت ته غاړه کینښود نو ټول امت په ګناه کې راګیر دي، او دا حکم په دی اساس دی تر څو دعوت الی الله جاری اوسی.

او بل هر کله چې مسلمان یو منکر عمل وګوری چې ښکاره ډول سرته رسیږي نو دی حالت کې پری فرض دی چې شخص تری منعه کړي، رسول الله ﷺ فرمایی: «هر کله چې له تاسو چا کوم منکر عمل ولیده نو په لاس دی منعه کړی او که وس یی نه وی بیا په ژبه او که بیا یی هم وس نه وی بیا د دی عمل څخه کرکه وکړی او دا آخرین مرحله ښکته ترین درجه د ایمان ده»

۲- الله تعالی فرمایی: إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَىٰ مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ ۙ أُولَٰئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ ﴿۱۵۹﴾إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَٰئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶۰ /بقرا﴾

ژباړه:  کوم خلک چې زموږ نازل شوی روښانه لارښونې او هدایات پټوی پداسی حال کې چې موږ هغه د ټولو انسانانو د لارښونې لپاره په خپل کتاب کې بیان کړی دي،باور ولرئ چې الله هم ورباندې لعنت وایی او ټول لعنت ویونکي هم ورباندې لعنت وايي.

البته څوګ چې دا کار پریږدی، خپل کړه وړه سم کړي او څه چې پټ کړي وو د هغو په بیان پیل وکړی هغو ته به زه بښنه وکړم او زه لوی بښونکی او رحم کوونکی یم.

ابن کثیر رحمه الله د دآیت تفسیر کې وایی:«دی آیت کې وعید دی هغه کسانو ته چې پټ کوی هغه احکامو لره چې پیغمبرانو دویته بیان کړی او الله تعالی خپل کتاب کې هغی لره ذکر کړی»

۳- لَوْلا يَنْهاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَ الْأَحْبارُ عَنْ قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَ أَكْلِهِمُ السُّحْتَ لَبِئْسَ ما كانُوا يَصْنَعُونَ ﴿۶۳ /المائده﴾

ژباړه: ولی د دوی علماء او روحانیون په ګناه باندې دوی له ژبی خوځولو او د حرامو خوړلو څخه نه منع کوي؟ په باوری توګه د ژوند ډیر بده کار نامه ده چې هغوی یی تیاروي.

ابن جریر طبری رحمه الله د عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوی «چې قران کریم کې سخت ترین آیت له دی څخه نشته»

ضحاک رحمه الله څخه روایت (زما لپاره په قران کریم کې ویره ورکونکی آیت له دی څخه بل نشته)

۴- الله تعالی فرمایی:يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ ۖ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵ /المائده﴾

ژباړه:ای مؤمنانو! د ځان فکر وکړئ، د بل چا بی لاریتوب تاسی ته څه زیان نشی رسولای که تاسی په خپله پر سمه لار یاست د الله لوری ته ستاسی ټولو ورګرځیدل دي، بیا به هغه تاسی ته دروښیی چې تاسی څه کول.

ابوبکر صدیق رضی الله عنه د دی آیت تفسیر کې وایی(ای خلکو تاسو دا آیت وایی خو بل ځای کې پری عمل کوی او ما د رسول الله ﷺ څخه اوریدلی چې ویل یی: هر کله چې خلک منکر عمل وګوری او منعه یی نه کوی نو الله تعالی به یی خپل عذاب کې ونیسي)مسند امام احمد

او همدارنګ سورت عصر کې د خسران څخه د بچ کیدلو لپاره څلور دلایل ذکر شول چې ایمان په الله نیک عمل کول په نیکی توصیه کول او په صبر توصیه کول.

نو پورته دلایل ته په کتو سره دا خبره واضح کیږی چې دعوت الی یوه شرعی فرضیه ده او بل د انسان کامیابی راز هم دی کې دي چې نورو ته دعوت وکړي ځکه که یو شخص غواړی د منکراتو او ګناه څخه ځان وساتی باید سالمه محیط کې اووسی او سالمه محیط هغه وخت منځته راځی چې د ټولنی افراد د دی صفت درلودونکی اوسي.

الله تعالی دی له موږ راضی اووسی او موږ ته دی توفیق راکړی ترڅو د دین خادمینو څخه اووسو،ځکه دی دین ته په خدمت کولو کې عزت دي. الله تعالی دی موږ ته ته عزت په نصیب کړي.

 

✍????صفیه”صافی”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا