د لیلة القدر شپی فضیلت

قال الله تعالی: إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ فِي لَيۡلَةِ ٱلۡقَدۡرِ ١) وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا لَيۡلَةُ ٱلۡقَدۡرِ ٢) لَيۡلَةُ ٱلۡقَدۡرِ خَيۡرٞ مِّنۡ أَلۡفِ شَهۡرٖ ٣) تَنَزَّلُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ فِيهَا بِإِذۡنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمۡرٖ ٤) سَلَٰمٌ هِيَ حَتَّىٰ مَطۡلَعِ ٱلۡفَجۡرِ ٥)

ژباړه: موږ په لیلة القدر کې قرآن نازل کړی دی. ته څه پوه شوې چې لیلة القدر څه ده. لیلة القدر شپه تر زرو میاشتو ښه ده. په دغه شپه کې ملائکه، جبریل علیه السلام، له اسمان څخه ځمکې ته راکښته کیږي، د الله جل جلاله په حکم سره په دغه شپه کې له هر شي نه امان دی، دغه شپه دسپېدو تر راختلو پوري ده.

د لیلة القدر معنی 

د قدر یوه معنی شرف او عظمت ده. زهري او نورو علماوو دغه معنی اخیستې ده ځکه دغه شپه د عظمت او شرف شپه ده. او ابوبکر وراق رحمه الله بیا وایي چې کوم سړی دخپلې بد عملۍ په وجه څه قدرنه لري نو په دې شپه د توبې، استغفار او عبادت په برکت صاحب قدر جوړیږي نو ځکه ورته لیلة القدر وایي. د قدر دوهمه معنی تقدیر او حکم ده. د دغې معنی په اعتبار سره دې شپې ته ځکه لیلة القدر وایي چې ددې کال له روژې څخه بیا د بل کال تر روژې چې څه پېښدونکي دي هغه په دغه شپه هغو ملائکو ته حواله کیږي چې د کائناتو په تدبیر نافذ کیدلو مامورې دي. په دې کې د انسان مرګ، عمر، رزق، حتی چې په دغه کال کې یو چاته حج ورنصیب کیږي. هغه ملائکه چې دغه کارونه ورسپارل کیږي جبرائیل علیه السلام، میکائیل علیه السلام، اسرافیل علیه السلام، عزرائیل علیه السلام دي.

د لیلة القدر شپی فضیلت:

د لیلة القدر د شپې ترټولو لوی فضیلت خو په قرآن کریم کې په سورة القدر کې بیان شوی دی، چې دیوې شپې عبادت یې دزرو میاشتو [یعنی ۸۳ درې اتیاکالو] تر عبادت ښه دی. خو د ښه والي یې هم اندازه نه ده بیان شوې چې څو چنده تر هغه زیات ثواب لري. ابوهریرة رضي الله عنه روایت کوي چې محمد صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم چا چې د لیلة القدر په شپه کې عبادت وکړ د ده مخکنې ټول ګناهونه معاف شول. عبدالله ابن عباس رض روایت کوي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د لیلة القدر په شپه هغه ټولي ملائکه کومې چې په سدرة المنتهی کې اوسیږي، د جبریل علیه لسلام سره ځمکې ته راښکته کیږي، هر نر او ښځه مسلمان ته سلام کوي مګر صرف شراب خور او د خنزیر د غوښې خوړونکی سره یې نه کوي.

په یوه بل حدیث کې راځي چې کوم څوک د لیلة القدر د شپې له خیر، برکت څخه بې برخي شو هغه بد نصیبه دی.

د لیلة القدر د شپې مخصوصه دعا:

د قدر په شپه دا دعا ویل سنت دی: أللهم انک عفو تحب العفو فاعف عنی.

ژباړه: ای الله ته عفو کوونکی یې او عفو خوښوې ته زما ګناه وي را معاف کړې.

الله تعالی فرمایي:( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ ( ۳ ) فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ( ۴ ) أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِين(۵) سورة الدخان .

ژباړه: موږ په مبارکه شپه کې قرآن نازل کړی دی، موږ خبر ورکوونکي یو. په دغه شپه کې هر د حکمت کار چې حکم کیدل یې زموږله طرفه وي جلاکیږي. موږ لیږونکي یو.

عبدالله ابن عباس رضی الله عنه یې ترجمه داسې کوي: چې په کومه شپه کې د قران نزول کیږي، (یعني لیلة القدر)په دغه شپه د مخلوقاتو متعلق ټول هغه مهم کارونه چې په دې کال کې تر راتلونکي لیلة القدر پورې واقع کیدونکي وي لیکل کیږي، لکه: چې څوک به مړ کیږي، څوک به پیدا کیږي، چاته به دومره رزق ورکول کیږي.

امام مهدوی رحمه الله یې بیا مطلب داسې بیانوي: چې قرآن او حدیث په دې ګواه دي چې د انسان تر پیدايښت مخکې الله جل جلاله ټولي فیصلې لیکلې دي، په دغه شپه کې د نفاذ قضا لپاره چې د کومو ملایکو په ذریعه کیږي، په دې شپه کې د دغه کال سالانه احکام دوی ته سپارل کیږي.(قرطبي) د لیلة مبارکة، څخه ځینو علماؤ شب برات یعني د برات د میاشتي پنځلسمه شپه اخیستې ده. البته دا خبره ضعیفه ده. ځکه په دې شپه کې اول د قران د نزول خبره شوې ده، او د قران په نزول سره په نصوصوکې تصریح شوې ده چې په روژه کې دی.

د (لیلة مبارکة) څخه د جمهور و په نزد د لیلة القدر شپه مراد ده، دې شپې ته مبارکه ځکه وایې چې د الله جل جلاله، له لوري بې شمیره خیر او برکات په خپل مخلوق نازلیږي.

په لیلة القدر شپه کې د قرآن کریم د نزول مطلب دا دی: چې له لوح محفوظ څخه اول اسمان ته په لیلة القدر کې نازل شو. بیاپه درویشت کاله کې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې لږلږ نازلیده.

شب القدر تعین:

قاضي عیاض رحمه الله ویلي دي: چې د دغه ورځ په تعین کې اختلاف دی. ځینې علماء وایي چې دا شپه په کال کې بدلیږي په یوه کال کې په یوه شپه کې، په بل کال کې په بله شپه کې راځي.

ځیني علماء بیا وایي چې د روژې په اخري لسو شپو کې بد لیږي کله په یوه شپه کې کله په بله شپه کې.ځیني نور علماء بیا وایي چې د روژې د۲۷ اوویشتم په شپه ده، دا د ډیرو علماء قول دی.

د قدر شپی دعا:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ إِنْ عَلِمْتُ أَيُّ لَيْلَةٍ لَيْلَةُالْقَدْرِ مَا أَقُولُ فِيهَا؟، قَالَ علیهم السلام: قُولِي: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي. (رواه الترمذي، ابن ماجه، الحاكم، أحمد و…)

ژباړه: له سیده عایشه صدیقه(رضی الله عنها ) نه روایت دی چې وايې: ما عرض وکړ: اې د الله رسوله(صلی الله علیه وسلم)! که مونږ وه وینو چې دا شپه، د قدر شپه دی، څه ووایو په دی شپه کې؟، رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: ووایاست: اې الله(جل جلاله) ته کریم بخښونکی يې، بخښنه د خوښه دی مونږ ته بخښنه وکړې.

علماء کرام دهمدې مبارک حدیث دکلماتو له ترکیب نه په ځانګړې توګه دا دُعا اخستي، دروژې د دریمې لسیزې ځانګړې دُعا بللې او هم د زیات ذکر کولو سپارښتنه کړې ده (اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي.)

✍️گلالى”صافى”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا