روژه او درملنه

سکاټ: په يوه ميلمستيا کې مې بې کنتروله هر څه وخوړل، د حالت د بدلېدو او نه کنترول احساس مې وکړ، د وينې فشار مې بې حده لوړ شوی ؤ، روغتون ته یوړل شوم، ډاکتر (جوزف) مې درملنه پيل کړه حالت مې يو څه ښه شو خو داسې درمل يې راکړل چې تل يې بايد وخورم، او پوره پرهېز به هم ورسره کووم، چې دا کار ماته لکه اسمان ته ختل ؤ، څه وخت وروسته مې ډاکتر ته وويل ډاکتر صاحب يوه طبيعي درملنه را وښييه، ځکه چې له درملو څخه مې کرکه کېږي.

ډاکتر راته وويل: ۲۰ يا ۳۰ ورځو پورې د مسلمانانو روژه ونيسه!

ورڅخه مې وپوښتل: ډاکتر صاحب پوهه نشوم دا دې څه راته وويل؟؟

ډاکتر پر چوکۍ کېناست او داسې يې پيل کړ: روژه د مسلمانانو يو سپېڅلی عبادت دی، په کال کې يوه مياشت، يوه معلومه او مسلمانانو ته مقدسه مياشت ده، په پوره مينه او ليوالتيا يې پوره کوي، تعجب خبره خو لا دا دی چې د دوئ په هر عبادت کې ډېر رازونه او ارزښتونه پراته دي، يوازې د روژې ګټې يې بې شمېره دي، لکه: د شوګر، فشار، د زړه تکلیفونه، د معدې ناروغۍ، چاقوالی او کلسترول کنترول لپاره يوازينۍ بې مثاله درملنه ده، دا بايد ومنو چې اسلام حق دين دی خو موږ پرې سترګې پټې کړي دي.

سکاټ: ډاکتر صاحب آيا ته مسلمان شوی يې؟

ډاکتر جوزف: نه زه نه يم مسلمان شوی، مګر حقيقت او د سمې لارې رڼا څوک نشي پټولای.

سکاټ: زه له اسلام څخه دومره خبره يمه چې د ترهګرۍ دين دی، د ښځو ضد دين دی، د جنګ جګړو دين دی؟؟؟!!!

ډاکتر جوزف: د اسلام يو څه مطالعه ما کړې ده، ته يې هم ضرور وکړه.

سکاټ: له ځانه سره مې هوډ وکړ، مطالعه مې پيل وکړه، …

مأخذ: ما ولې اسلام قبول کړ

دا د يوې نصرانۍ مسلمانې شوې مېرمنې خبرې دي چې د وينې لوړ فشار د درملنې لپاره يې اسلام مطالعه، د حقيقت لار يې پيدا، اسلام راوړل يې په روژه نيولو سره پيل او بلاخره يې روژې د جسمي او رواني ټولو ناروغيو درملنه وکړه. سبحان الله

اوس لږ فکر وکړئ، پر موږ مسلمانانو د الله تعالی څومره احسانونه دي چې هر کال مو په بشپړ ډول د رواني او بدني رنځونو او تکليفونو درملنه کوي، د باطني نور او سکون او روحاني لوړتيا او خوشحالۍ بهترين فرصتونه راکوي خو موږ ورسره څه ډول چلند کوو؟ هدانا الله جميعا ?

الحمد لله علی نعمت الإسلام والإيمان

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا