د دعوت په برخه کې د ښځو مسؤلیت
![]()
ګرانو او قدرمنو خویندو: د ښځی مسؤولیت د دعوت په برخه کې ډیر مهم ثقیل او مؤثر هم دي.خو زه نه پوهیږم چې له کومه ځایه پیل کړم دا موضوع کومه لنډه او وړه موضوع نه ده بلکې ریښه د دې موضوع د پیغمبر ص د عقبی دویم تړون (عقبه دوهم) چې د ښځو عقبی په نوم یاد شوې ده پیل کیږی او که د پیغمبر ﷺ مبعوث کیدو څخه پیل شوی چې خدیجه رضي الله عنها ته راغی او وویل ما ونغاړه په یو کالی کې چې لړزه مې کیږی(اولینه وحیه چې په پیغمبر نازله شوي وه) دا ایاتونه اقرا … او بی بی خدیجه رضي الله عنها د پیغمبر ﷺ په آرامولو سره او خبرو کولو سره هغه ته امید ورکړ. د ښځو دعوت پیل وګنم؟
پدی هکله تاسو قضاوت وکړي ،چې د ښځو دعوت او د دعوت مسؤولیت له کومه پیل شوي او څومره ستونزمن سخت او له مسؤولیته ډکه دنده ده؟
که د اسلام تاریخ ته وګورو او مطالعه یی کړو نو دی پایلی ته رسیږو چې ښځه د دعوت په برخه کې ډیر درنه او ارزښتناکه ونډه لرله.
د مثال په ډول:هغه ښځی یادولای شو د نارینه وو په اسلام راوړلو. کې خاصه ونډه لرله. لکه:فاطمه د سعید بن زید میرمن د عمر رضي الله عنه خور د خپل ورور دعوت اسلام ته خپله هم د اسلام په لاره کې ثابت قدمه وه،او ډیر نور خدمتونه یی هم اسلام لپاره کړي.
همدارنګه د اسلام په صدر کې چې له هغو ښځو څخه په نیکی یادونه شوی ده یو هم سلمه د ملحان لور وه چې کنیه یی ام سلیم ؤ.
د جاهلیت په دور کې د مالک په نوم سړی سره واده وکړ او وروسته له بعثته یی په پيغمبر ﷺ ایمان راوړو او وروسته یی خپل خاوند هم اسلام ته راو باله د انس په نوم یی یو ځوی هم درلوده.د مالک پلار په اعتراض په توګه سلمه ته وویل زما اولاد مه فاسد کوه؛ هغه ورته وویل هغه مې نه دی فاسد کړي وروسته یی خاوند د دښمانو لخوا ووژل کیږی او سلمه عهد کوی تر څو یی مې ځوی نه وی غټ شوی واده به نه کوم، وروسته یی ځوی غټ شو دیر خوستګاران ورته راغلل، یو تن چې مشرک وه سلمه خوستګاری ته راغی سلمه ورته وویل:ته د هغه تیږی عبادت کوی چې تاته زیان او نفعه نشی رسولای او د هغه بوت عبادت کوی چې د نجار په لاس جوړ شوی او له دی کار څخه څه فایده وړی دی جملی خپل کار وکړ. چی زړه له تله راپورته شوی او په زړه یی اثر وکړ .سلمه خپل مهر د طلحه اسلام راوړل کېښود او طلحه مسلمان شو.پیغمبر ﷺ ډیر د هغه د کور ته تګ راتګ کاوه.
سلمه با وجود د دی چې بارداره وه د حنین په غزوه کې شرکت کړی وه او اوبه یی مجاهدینو ته راوړی او مجروهینو پرستاری یی کوله.
طلحه پیغمبر ﷺ ته عرض وکړ سلمه ځان سره خنجر ګرځوی پیغمبر ﷺ وفرمایل :ددی لپاره چی که څوګ ماته نزدی شی نو هغه به یی په خنجر په خیټه ورڅیری کړی
پیغمبر ﷺ ډیره تشویق کوله .
همداسی ډیرو ښځی د اسلام د دعوت نشر لپاره او غزوه ګانو کې برخه اخیستی شکنجه شوی دی خپل ورونه پلارونه زامن خاوندان یی له لاسه ورکړی تنها چې صبر یی کړی د الله دربار ته بلکه لایی خپل عزم قوی کړی او د اسلام د نشر لپاره یی ملا تړی او د دعوت یی کړی هجرتونه یی کړی دي. او خپل یتیم اولادونه یی ښه عالمان او دعوتګران روزلی دي.
له پورتنی پراګراف څخه د یوې دعوتګری ښځی مسؤولیتونه او صلاحیتونه په ځغرده څرګندیږی.هم ځان په اسلامی احکامو پوهول د دین په احکامو ځان سمبالول بیا هغه نورو ته د ښه اخلاقو،رفتار کردار په تمثیل سره رسول او د کورنې مفکوره جوړول بیا خپل اولاد هم په قرانی او پیغمبری اخلاقو سمبال وو ورسره د کور څخه بهر دعوت مسولیت په غاړه درلودل اسانه خبره نده او دا عظم هره ښځه نشی درلودلای مګر د پوره ایمان کلکی عقیده خاوندانی همدارنګه او د همداسی مفکوری لرونکی ایمانداره ښځو په دعوت سره دنیا تغیر کوی چی د خپلو ورونو جوګه وی لکه د (سید قطب رحمة الله ) خویندی چی د خپل ورور سره جوګه وی
په فعلی شرایطو کی څرنګه چی وینو او له رسنیو څخه خبریږو نو د اسلامی ممالکو استعمار د کفر په واسطه څه ډول باید خلاصون ومومی دداسی قوی ایمان او کلکی ارادی لرونکی ښځو په واسطه امکان لری چی خپل وروڼه، پلرونه، زامن او خاوندانو ته احساس ورکړی او د هغوی سره اوږه په اوږه دعوت وکړی او سالم د اسلام په احکامو سمبال اولاد وروزی.
منم چی ډیره سخته دنده ده خو د الله په توکل ناشونی نده دا هغه طویل مدت پلانونه دی چی هر مسلمانه ښڅه باید خپل ژوند کی ولری او عملی یی کړی. ( و سلام)
✍️راضيه “سهيل”