د دعوت د لاری خنډونه

الحمد لله رب العالمین والصلوة والسلام علی سید المرسلین وعلی اله وصحبه اجمعین

هغه عوامل چی د دعوت د ضعف سبب کیږی پیژندل یی ډیر ضروری او مهم دی. د دی لپاره چی یو دعوتګر وکولاى شی خپل دعوتی مسؤلیت صحی اداء کړی دا عوامل باید وپیژنی او ځان تری وساتی.

د دعوت د ضعف اسباب په لاندی ډول دي:

کمزوری پیل: کمزوری پیل د دعوت چی خالی وی له برنامی او اصولو څخه دا نه شی کولای چی ثبات او محکم والی ولری ځکه دعوت يواځی ایمانیات او روحانیات نه دی چی پری د خلکو معالجه وشی یا د قرآن لوستل د مسجد په یوه غاړه کی، د عوتګر دیو سپاهی پشان دی چی له هری خوا جګړه کوی باید قوی اراده او کلک عزم ولری که داسی و نه کړی د دعوت په لار کی به له مشکلاتو سره مخ شی نو که سمه برنامه ونه لری او له اصولو سره وړاندی لاړ نه شی اراده یی کمزوری کیږی او له ماتی سره مخامخ کیږی.

قبلول د هغه شکونو چی د دعوت د لاری په هکله ویل کیږی: امام ابن تیمیه رحمه الله فرمایی: “ريښتونی دعوتګران هغه کسان دی چی په ایمانونو کې یی شک نه دی راغلی او دخپل مال او ځان سره یی جهاد کړی د الله په لار کی یقین د ثبات لپاره بنسټ دی او شک لرل د ناکامی لاره ده دشک لپاره ۳ اسباب دی

۱- په ځان باور نه لرل

۲- په خپل مشر یا قائد باور نه لرل

۳- شک لرل په لاره باندی.

د شرعی مسولیت احساس نه لرل: هغه څوک چی خیال کوی چی یواځی د دعوت د لاری يو غړی کیدل د دی څخه هغه مسؤلیت چی دا یی د خپل دین او عقیدی په وړاندی لری ساقطوی دا کار د دعوتګر د سستی سبب ګرځی نو نه خلک له بدو کارونو څخه منع کوی او نه چا ته د نیکی امر کوی دهغه په وړاندی چی څومره بد کارونه کیږی دی ته هیڅ فرق نه کوی ځکه دا په دی فکر دی چی کله چی زه ددعوت یو غړی یم همدا بسنه کوی او زه نور هیڅ مسولیت نه لرم.

دنیا ته په اخرت باندی ترجیح ورکول: څومره چی یو دعوتګر د اخرت سره مینه لری نو هغومره په دعوت کی یی ثبات زیات وی او ددی بر عکس هم همداسی ده.

د مشرانو اوقائد اختلاف: ځکه که مشران په خپل منځ کی اتفاق ونه لری نو د دوی تابع خلک هم په خپل منځ کی اختلاف پیدا کوی خلک وایی چی ( الناس علی دین ملوکهم ) هر سړی دخپل مشر په دین دی دا اختلافات ددعوت په لاره کی د ضعف سبب کیږی.

د شخصیتونو په روزلو عجله کول: د انسان دا خوښیږی چی دهغه شاوخوا ډیر خلک راټول وی او د یوی لوی ډلی تربیت وکړی دا د دی سبب کیږی چی دهغوی تربیت او سلوک په پام کی ونه نیسی او نالایقه خلک د دعوتګرانو جماعت ته وړاندی کړی چی دا په جماعت لوی ظلم دی.

نشتوالی د غټو اهدافو: څومره چی برنامه معلومه وی او هدف واضح وی په همغه اندازه قدمونه ثابت وی او زیار پکی زیات ویستل کیږی که برنامه معلومه نه وی او دا نه پوهیږی چی باید څه وکړی نو د ده دضعف سبب کیږی ددعوت په لار کی. که چیری یاد شوی اسباب علاج نه شی نو ډیر منفی اغیزی به په دعوت رامنځ ته کړی د مثال په توګه:

۱- په دعوتی حرکت کی سست والی

۲- د اسلامی دعوت تشویه یا بدنامی

۳- د دعوت د مخالفینو د افکارو استقبال.

واخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

 

✍️ناصحه “هميم”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا