روژه د قرآن میاشت
![]()
د روژې میاشت د کال تر ټولو غوره میاشت ګڼل کیږي دا ځکه چې دغه میاشت ډېر فضليتونه لري په دغه فضليتونو کې یوستر فضليت دادې چې د قران کریم په دغه میاشت کې نازل شوی دی الله تعالی په دی اړه فرمایی:
شهر رمضان الذی اُنزل فیه القران هدی لناس وبینات من الهدی والفرقانِ(البقره ۱۸۵)
ژباړه: میاشت د روژې هغه میاشت ده چې نازل کړی شوی دي په دی کې قران چې هدایت دی لپاره د خلکو او دلیلونه دی ښکاره چې هغه لاره ښایي او بیلونکی د حق او باطل دي د قرانکریم دغه نازلیدل د رمضان په ورستۍ لسیزه کې په یوه مبارکه شپه کې ترسره شوی دی مبارکې شپي ته د لیلة القدر وایی الله تعالی په دی اړه فرمایی: انا انزلناه فی لیلة القدر(القدر ۱) ژباړه بيشکه مونږ نازل کړی دا قران د لیلة القدر په شپه، همدارنګه د قران کریم نازلیدل نبی کریم (ص) باندی دا هم د روژی په مبارکه میاشت کې پیل شوی، جبرائیل امین به هم نبی علیه سلام ته هر کال د رمضان په میاشت کې قران کریم تېرو په دی هکله د عبدالله بن عباس (رض) نه روایت دی چې فرمایی: کان نبی صلی الله علیه وسلم اجود الناس واجود مایکون فی رمضان حین یلقاه جبریل وکان جبریل علیه سلام یلقاه فی کل لیلۃ رمضان فیدارسه القران فالرسول الله علیه وسلم اجود بالخیر من الریح المرسلة،
ژباړه: نبی (ع) تر ټولو سخي انسان وه او دا سخاء به یی په روژه کې زیاته وه کله به چې جبرئیل (ع) ورسره مخ کیده جبرئیل (ع) به د روژه په هره شپه کې نبی (ع) سره مخ کیده قران به یی ورته تیروه او ورڅخه به یی اوریده نو نبی (ع) به د خیر په کار کې د تیزي سیلۍ په څیر سخي وه، له حدیثه معلومیږی د رمضان په میاشت کې به نبی علیه سلام او جبرئیل (ع) یو بل ته قران تیروه له همدی امله روژې ته د قران میاشت ویل کیږي،
په روژه کې د قران کریم لوستلو فضليت!
د قران کریم لوستل د الله تعالی په وړاندي د سترو عبادتونو څخه دی بیا په ځانګړی توګه د روژی په میاشت کې اجر او فایده د نورو په پرتله زیاته ده اوس دغه فضليت ته یی په مختلفو احادیثو کې اشاره شوی چې دلته تری یو حدیث ذکرکوو،
قال النبی صلی الله علیه وسلم! الصیام والقران یشفعان العبد یوم القیامة یقول الصیام يا رب منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فیه ولقول القران منعته النوم با للیل فشفعنی فیه فیشفعان.
ژباړه: نبی (ع) فرمایلی! د قیامت په ورځ روژه او قران بنده لپاره سفارش به کوى د دی په حق کې روژه به وايى ما دا انسان د ورځى د خوراک او خواهشاتو نه منع کړى وو او قران به وایی… ما دا منعی کړی وه د شپی له خوب کولو څخه نو زما سفارش قبول کړه د ده په حق کې نو دواړه به سفاریش وکړى د قران کریم لوستنه په رمضان کې دا بیا په مختلفو طریقو سره کیږی او هره طریقه یی ځانګړی فضليت لري چې ځینی یی دا دی…
۱: د قران کریم له مخی تلاوت کول او ختم کول.
۲: نبی علیه سلام فرمایی ! من قرا کتاب الله فله به حسنة والحسنة بعشرامثالها لا اقول الـــم حرف ولکن الف حرف ولام حرف مـــیم حرف:
ژباړه : چاچې ولوستو د الله تعلی د کتاب یو توری نو دی ته پری لس نیکیانی دي زه نه وایم چې الـــم یو توری دی بلکه الف یو توری لام بل توری میم بل توری دی د قران کریم د لوستنی دغه طریقه د مسلمانانو ترمنځ ډیره عامه ده ځکه چې لوستونکی ته پری اجر حاصلیږی که د ایاتونو په مقصد پوهه ولری او که نه.
۳: د قران کریم اوریدل دا طریقه د قران لپاره ډیره مهمه ده کله چې موږ د قران کريم د ثواب په هکله یادونه کوو زیاتره خلکو ذهن ته یواځی له مخی لوستل راځی سره له دی چې د قران کريم یواځی لوستل نه بلکی اوریدل هم ثواب لري نبی علیه السلام او اصحابو کرامو دی طریقی ته ځانګړی پاملرنه کړی ده مخکی مو په دی هکله حدیث شریف ولوستو کله به چې روژه راغله نو نبی علیه سلم به د جبرئیل علیه سلام نه او جبرئیل علیه سلام به د نبى عليه السلام نه قران اوریدو همدا رنګه صحابه کرامو یو بل ته قران تېروو د قران کریم په دی طریقه کې یوه ځانګړی ګټه هم شته هغه دا چې په دی سره د قران د الفاظو اصلاح راځی.
۴: قران په سوچ او فکر سره لوستل:
د قران کریم په ایاتونو کې سوچ کول په غوښتنو یی ځان پوهول او لارښونی یی منل دا طریقه د قران د لوستلو لپاره تر ټولو غوره طریقه ده لکه چې الله تعالی ورته اشاره کړی ده…
کتاب انزلناه الیک مبارک لیدبروا آیاته وَلیتذکروا اُولوا الا لباب (صــ ۲۹)
ژباړه : دا قران چې مونږ نازل کړی دی تاته برکت والا دی د دی لپاره چې سوچ وکړئ دوئ د هغی په ایاتونو کې او د دی لپاره چې پند واخلي خاوندان د عقلونو والا د قران لوستنی په دغه طریقه کې دین علوم هم راځی کوم چې قران ته په کتنې رامنځته شوی دی
۵: د قران کریم لوستل د څه برخی په حفظ کولو سره…
د قران کریم یو څه برخه باید په یاده زده کړل شي دا د ایاتونو په بار بار لوستلو سره تر سره کیږی مسلمانانو ته پکار ده چې د روژی په میاشت کې قران کریم د لوستنې دغه څلور واړه طریقى عملي کړي تلاوت یی وکړی او غوږ ورته کيږدى په ایاتونو یی ځان پوه کړي او یو څه برخه یی په یاده زده کړی که چېری مسلمان دغه کړنه تر سره کړی نو ډیر زر به د قران کریم پوره حفظ او پوهه تر لاسه کړي
۶: د سلفو صالحينو کړنه په روژه کې د قران کريم سره …
دا چې د روژی میاشت تر ټولو زیاته برکت لرونکې ده کله چې به دغه میاشت راغله سلفو صالحینو علماو به پکی قران ته ځانګړی پاملرنه کوله ابن الجوزی وایی په سلفو صالحینو کې ځینی داسی وه چې د روژی په هره شپه کې به یی قران ختمولو عثمان (رض) په وتر لمونځ کې قران ختموو ځینی داسی وه چې د ورځی به یی دوه ختمونه کول د امام شافعی (رح) په اړه راځی چې په روژه کې به یی شپیته (۶۰) ختمونه کول ځینو بیا د علم سره د مشغولتیا له کبله په هفته کې یو ختم کولو او ځینو به په میاشت کې یو ختم کوو ځکه په ایاتو کې به یی سوچ او فکر کولو او پند به یی تری اخیستو،
په روژه کې ډیر ختمونه کول که لږ تلاوت کول خو په سوچ او فکر سره، دا چې په روژه د قران تلاوت کول زیات ثواب لري دلته یوه پوښتنه رامنځته کیږی هغه دا چې په روژه کې ډیر ختمونه کول ثواب لري که نه ؟ یو یا دوه ختمونه خو په سوچ او فکر سره،، د دی پوښتنی ځواب ډیر څرګند دی هغه دا چې د قران لوستل په روژه کې زیات ثواب لري خو په سوچ او فکر سره اګر که لږ تلاوت اوسی دا ځکه چې الله تعالی په قران کریم کې فرمایی ( ورتل القران ترتیلا ) (مزمل ۴ )
ژباړه : او ته ولوله قران په کراره سره همدا رنګ نبی علیه سلام ته په خطاب کې فرمایی ( لا تحرک به لسانک لتعجل به) ژباړ: ته مه خوزوه په دی قران سره ژبه خپله د نازلیدو په وخت کې د دی لپاره چې عجله وکړی په قران کې، اګر که دغه ایت د وحی د نزول وخته اشاره کوی خو مراد یی عام دى چې د قران کريم الفاظ باید په تیزه سره ونه ویل شي همدا رنګه امام بیهقی له ابو حمزه (رح) نه روایت نقل کوي دا وایی چې زه ابن عباس (رض) ته راغلم او ورته مې وویل چې زه زر زر قران لولم کله کله داسی یو وخت راشی چې په یوه ورځ کې یو یا دوه ختمونه وکړم ابن عباس (رض) ورته په ځواب کې وویل دا چې زه د قران یو سورت ووایم دا ماته ډیر ښه دی ستا له دی ختم څخه که چیری ته حتمن زر زر لوستونکی یی نو کم تر کمه قران په دومره اندازه کې ولوله چې غوږونه دی واوری او زړه دی پری پوهه شي نو له همدی امله نبی علیه السلام دا کار مکروه ګرځولی چې څوک دی قران د دری ورځو څخه په کمه موده کې خلاص کړي او وجه یی همدا ده چې په همدومره موده کې لوستونکې د قران حق نشي ادا کولی نو معلومه شوه چې د قران ختم په روژه کې زیات اهمیت او ثواب لري مؤمن ته پکار ده چې تر څو په روژه کې د نورو میاشتو په پرتله قران ته ډیره پاملرنه وکړی او ځانګړی وخت ورته ورکړي.
اسما “جلیلی”