د رمضان مياشتی پلانگذاری
{شَهْرُ رَمَضَانَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ فِيهِ ٱلْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَٰتٍۢ مِّنَ ٱلْهُدَىٰ وَٱلْفُرْقَانِ ۚ}
ژباړه: مياشت د رمضان هغه مياشت ده چي نازل شوي دی په هغه کی قران چي هدايت دي د خلکو لپاره او ښکاره ښکاره خبری دی د هدايت او فرق دي. د حق او باطل.
يعنی دغه څو ورځی د رمضان مياشت ده. چي ډير فضليت لری قران پکی نازل شوی چي د خلکو لپاره د هدايت خبري دی. نو له دی کبله بايد ددی مياشتي ډير خيال وساتو او ډيره دقيقه برنامه ريزی وکړو. بی له شکه برنامه ريزی د هر کار په موفقيت سره د سرته رسولو لپاره ډيره مهمه ده. ځکه برنامه ريزی په واقعيت کي په ډير هوشمندانه شکل له وخت څخه استفادی د ذهن د آماده کولو او د اداری د تقويت په معنا ده. نو هر کله چي انسان ارزش د يو فرصت درک کړي او هغه په قدر پوه شي.
بيا له هغه فرصت څخه د ښی ګټي پورته کولو په موخه ډيره دقيقه برنامه ريزی کوي. تر څو په ډير هوشمندانه شکل آماده ذهن او قوي ارادی سره له هغه فرصت څخه پوره ګټه پورته کړی. نو د رمضان د مياشتي ارزش ته په کتو سره همدومره کافي ده. چي په دی مياشت کی يو شپه د قدر ده چي دا شپه د زرو مياشتو سره برابر ده. او هم که د رياضی د يو فرمول په شکل د دی شپی ارزښت د کميت له مخي وڅيړو او له نورو وختونو سره يی مقايسه کړو نو مساوی به وی له يو او لس په توان د دريو او دا يو له اهدافو د رمضان دي. چي له دی سرنوشت سازه فرصت څخه په پوره شکل ګټه پورته کړو.
نو له دی کبله هر انسان د خپل شغلی روانی او جسمی وضعيت ته په کتو د رمضان مبارکی مياشتی ته برنامه ريزی وکړی. چي دا برنامه ريزی لاندی نکات بايد له ځان سره ولری.
۱_ ډيره توجه وکړو چي په سمه توګه خپله وظيفه اجرا کړو.
که کارمند يو او يا متعلم يو چی دا زموږ د فرايضو له جملي څخه دی.
۲_ مستحبو اعمالو باندي چي په ورځني ژوند کي به مو هم سرته رسول ډير تاکيد وکړو. لکه تلاوت د قران کريم، نوافل، ازکار، صدقه ورکول او داسي نور …
۳_ خوب او استراحت بايد به معين اندازه وشي ځکه چي که دی برخي ته پاملرنه ونکړو نو دا دوه برخي نوری هم نشو اجرا کولای.
په دی جريان د یوی مياشتی کي چي د خوړو په دورانی سيستم کي تغيرات راځي د خوب او استراحت په سيستم کي هم تغيرات راځي څو مسلمان نبايد د خوب په سيستم کي ډير تغير رانولي که يو نيم يا دوه ساعته د تهجد پيشلمی او د سهار لمانځه لپاره له خوبه وخته پاڅيږی نو بايد خپل اندازه خوب وروسته د ماسپښين له لمانځه څخه پوره کړی. تر څو د عباداتو په ادا کولو کي احساس د خستګی ونکړی او لکه څنګه چي بايد عبادت وشی همداسی عبادت وکړو.
۴_ په يو شپه او ورځ که څو ځله قران په ښه تدبر سره تلاوت کړی مثلا ۱۵ دقيقي وروسته د سهار له لمانځه څخه ۱۵ دقيقي وروسته د ماسپښين له لمانځه څخه او ۱۵ دقيقي د تراوو څخه.
۵_ له هری لحظی د رمضان څخه د ښی استفادی په موخه ډيری خبري مه کوی او ژبه په ذکر د لا اله الا الله او يا استغفرالله مصروفه وساتی کوشش وکړی چی د ژبی له ذکر څخه قلبي ذکر ته ورسيږی.
۶_ قيام الليل د رمضان په مبارکو شپو کي مه حيروي او غفلت مه کوي.
۷_ حتما په هغو محافلو که چي ديني معارف او يا موعظي وی ګډون وکړی. ځکه چي په داسی محافلو کي ګډون خپل ځان د الهی رحمت د نسيموتو په معرض کي واقع کول دی.
۸_ د سنګين ورزش لا اجرا کولو څخم ډډه وکړي او سپک ورزش لکه پلي تګ اجرا کړی.
۹_ پروټيني او قندي خواړه په خپل غذایی رژیم کي په نظر کي ونيسي لکه خرما او لبنيات.
۱۰_ له پر خوری څخه ډډه په کلکه ډډه وکړی ځکه چي يو خو د خوب د پروسیجر د ګډوډيدو سبب کيږی او بل خپل عبادی برنامی هيڅ کله نشي اجرا کولای.
۱۱_ خپل وخت په بيمورده خبرو او يا تلويزوني برنامو په ليدو له لاسه مه ورکوي. په خپل ځان ډير تمرکز وکړی او کوشش وکړی چي نوي فرصتونه ځان ته ايجاد کړی.
دي ټکو ته په پام سره انشاءالله چي موږ به وکولاي شو چي له دی مبارکی او سرنوشت سازه فرصت چي د روژی مبارکه مياشت ده په عظمي شکل استفاده وکړو. الله دي د عمل توفيق را په برخه کړی.
والحمدالله رب العالمين
پلوشه “سهيل”