منظوم سیرت
منظوم سیرت![]()
رب بې حده دی ستایلی محمد
ربیع میاشت کی زیږیدلی محمد
هم سورت د ده په نوم هم آیتونه
درود وایي پرې دا ځمکه آسمانونه
په راتلو سره یې یو رڼا دنیا ته راغله
مینه راغله اوخندا دنیا ته راغله
دپلارنوم یې عبدالله , د مور آمنه وه
محمد ته واده شوې خدیجه وه
دی مبعوث په نبوت شو په حراءکې
تر حرا بېرته روان د زړه درزا کې
په اول ځل کې مومنه خدیجه شوه
هم سرداره لکه ښکلې پرښته شوه
بې خبره ول کفار رڼا خپره شوه
هم په برخه دصدیق ،علی،طلحه شوه
تر دا دمه د دعوت لړۍ مخفي وه
د ارقم د کور جلسه یی مجبوري وه
جبرییل راغی بیا په وصل د فرمان
د هجرت حکم نازل شو دا زمان
د یثرب په لور روان شولو کاروان
وو په خوښه د نبي آخر زمان
شو بدل یثرب په نوم د مدینې
رسول تیرې کړې د ژوند یو څو لمحې
قافله د دویم ځل په حبشي وه
وه لړۍ روانه خوا د نجاشي وه
څلور ښځې او یوولس نارینه ول
هم رقیه او هم عثمان ورسره مله ول
کامل شوی په ایمان عمر حمزه وو
د قریشو ټول سردار ترینه خفه ول
خزان راغی خدیجه له دنیا لاړه
هم طالب اوهم ډیوه له دنیا لاړه
مبارک بیا د طایف په لور روان شو
غم یې خوړ د امت تېر د خپله ځان شو
دعداس له لاسه یی وخوړل انګور
رب تری خوښ وو په ایمان شولو مامور
محبوب لاړه جبرییل سره آسمان ته
شو ګویا صدیق د کفر یو جهان ته
ویل دا زما جانان خو ګران دی او امین
دی راوړی تر رب سپین ښکلی مبین
مصعب لاړه مدینې ته په دعوت
ده شروع کړ دعقبی په نوم بیعت
مدینې ته شول روان مهاجرین
راټول شوي په ندوه وو کافرین
غار ثور ته یاران غبرګ سره روان شول
فیض د رب وو چې کامیاب مسلمانان شول
چې یې جوړ کړلومړنی مسجد په ځمکه
شوه له زړونو د کلونو کرکه ورکه
دغه وخت شو اسلامی حکومت جوړ
منکوحه شوه عایشه زموږه مور
شو سلمان په دغه وخت کې مسلمان
بیا نازل شو دا ایت د پاک سبحان (حج ۳۹)
شوه بدله مو قبله میاشت د رجب کې
هم مفروضه شوه روژه میاشت د رجب کی
شو د بدر جنګ شروع په رمضان کې
په ګرمۍ کې او په وچ کلک بیابان کې
منکوحه شوه فاطمه علي حیدر ته
رقیه لاړله په حق د خدای منظر ته
دغه جنګ موږه شهید ورکړ حمزه
سعد،عمرو وو, ورسره نور صحابه
سترګې خلاصې کړې نړۍ ته
دګران پلار یې وې د جنګ جامې په تن
بیا شروع شوله غزوه بني نضیر کې
د اجرونو سلسله بني نضیر کې
د شرابو د حرمت حکم نازل شو
د حجاب او دعفت حکم نازل شو
دحسین د ولادت چې زیری راغی
خوشبویي وه د جنت چې زیری راغی
وو ذلیله په احزاب کې مشرکان
هره لاره کې خواره شول دښمنان
سوله راغله حدیبیه کې په رضوان
شو نازل سورتِ فتح په دا شان
پادشاهانو ته یې ولېږل لیکونه
د قرآن سپېڅلي ښکلي آیتونه
بیا ادا یې کړله عمره القضاء
د یاران سره یې وکړله سلا
مونږه غواړو ځان ته فتح کړو خیبر
تر څو شي د اسلام دین لا منور
جعفر راغی حبشې نه هریره شو مسلمان
منکوحه شوه پیغمبر ته بیا رمله بنت سفیان
د موته غزوه لاړل شهیدان شول
دې نړۍ ته مثال ښکلي فاتحان شول
عبد الله او جعفر په نوم طیار
قربان کړي ول سرونه د اسلام په پاکه لار
مکه فتحه شوه په میاشت درمضان کې
شو نصیب اسلام د ګران ابوسفیان کې
په اتم د هجري کال کې فیصله شوه
د حنین په نوم بیا جوړه یو غزوه شوه
سربازان د مسلمینو په ډېر شمېر وو
هوازن هم کیناستلی په کمین و
دروغ نه راوړمه هیڅکله په ژبه
که شم پروت د بېماری په لویه تبه
هغه وخت دی وداع حج چې ادا کېږي
پیغمبر په ملغلرو ګویا کېږي
اسامه د روم په لوري روانېږي
ابراهیم او ګلثوم حق ته وصل کېږي
چې یې عمر شپېتو کالو تېرېږي
ګران نبي د ربیع میاشت کی وفات کېږي
روڼ ډیوه د نبوت نوره تیارېږي
په مومنو د خپګان څادر خورېږي
بلال ځي د مدینې نه روانېږي
نبوي مقام اصحابونه ټولېږي
دغم ویر هجر کې هر زړګی کړېږي
اوښکې کله په لېمو کیې ایسارېږي
تر قلمه چې څو کرښې زما کښل کېږي
حق مې کله د جانان پرې ادا کېږي
په مشرق او په مغرب پېژندل کېږي
محمد دی محمد دی خوږ یادېږي
د سهیل د زنده ګي قیمت یې ځان ده
په دې لاره له خپل ځانه هم جارېږي
” عاقله سهیل “