سوله د خلکو هیله

د سولی تعریف: سوله عبارت ده، د ډلو او دولتونو تر منځ د جګړو، او شخړو نه شتون.
د قرآن کریم په زیاتو ایتونو کې د سولې، ورورګلوۍ، یووالي، ښه ژوند او د فساد د مخنیوي یادونه شوې ده او د ګڼ شمير ایتونو متن، چې له الهي ارشاداتو څخه یې سرچینه اخیستې، ورته مطالب د انسانانو مخې ته ږدي. لكه چی الله متعال فرمایی﴿ وَالصُّلْحُ خَيْرٌ﴾(النساء/۱۲۸).
ژباړه: روغه جوړه په هر حال ډېره ښه ده.
الله متعال د انسانانو خالق، د انسانانو روزنکی او د انسانانو پالونکی دی، چې انسانان نېکې لارې ته را بولي او د دوی د ژوند د نېکمرغۍ لپاره یې وخت پر وخت خپل استازي انسانانو ته را استولي دي. نو مومن انسانان په دې باور لري، چې له الله متعال پرته غوره فیصله کوونکی نشته او الله متعال مومنان سولې ته رابللي او سوله یې د ژوند په چارو کې تر ټولو غوره زیور او د خوشحاله ژوند جوهر بللې ده.الله متعال فرمایلي دي: ﴿ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ الله (ج) حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾ (المائدة/ ۵۰). ژباړه: په داسې حال کې کوم خلک، چې پر الله متعال باور لري د هغو په نزد له الله متعال څخه بل غوره فیصله کوونکی هېڅ نشته.
مسلمانان د یو بل وروڼه دي، باید د وروڼو په څیر له یو بل سره ژوند وکړي، د وروڼو په څیر له یو بل سره د ژوند په هراړخیزو چارو کې چلند او په ټولنه کې د وروڼو په څیر له یو بل سره د راکړې ورکړې زمینه برابره کړي. همدارنګه د مومنانو تر منځ سوله الهي امر دی کله، چې د دوی تر منځ خپګان، نزاع، اختلاف، لانجه جګړه او یا تاوتریخوالی پيښیږي نو باید، چې تر منځ یې سوله و شي او خپلمنځي مناسبات یې دوستانه شي.الله متعال فرمایلي : ﴿ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ﴾(الحجرات/ ۱۰). ژباړه: په تحقیق سره مومنان خو یو دبل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم او سوله وکړئ.
د ایمان نښه:د جنجال او تاوتریخوالي دوو اړخونو تر منځ سوله راوستل د تقوا، الهي او نبوي اطاعت سره یو ځای د ایمان ستره نښه ګڼل کیږي، چې ستر پرودګار یې په خپل عظیم کتاب کې په وار وار سره یادونه او ټینګار کړی دی.الله متعال فرمایلي:﴿ فَاتَّقُواْ الله (ج) وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ الله وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾ (سورة الأنفال/ ۱).ژباړه: له الله تعالی څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکې سمې کړئ او د الله متعال او د هغه د پیغمبر صلي الله عليه وسلم اطاعت وکړئ که تاسو مومنان یاست.
په الهي کلام قران عظيم الشان او د پيغمبر صلي الله عليه وسلم په مبارکو احاديثو کې په بار، بار او ټينګار سره انسانانوته د صبر، زغم او سولې لارښوونه شوې ده، چې ځينې بېلګې يې د مثال په توګه په لاندې ډول ذکر شوې دي .له سولې، امن او ثبات پرته د يوې ټولنې پرمختګ ناممکن دی، نو د يوې پرمختللې ټولنې لپاره سوله ييز چاپيريال ډير مهم ګڼل کيږي، چې د اسلام په مبارک دين کې هم د سولې دې ارزښت ته ډيره پاملرنه شوې ده او دجنګ پرځای سوله ډيره غوره ګڼل شوې ده. (وَالصُّلْحُ خَيرٌ ).
ژباړه : او صلح بهتره ده ( النساء / ۱۲۸ .(همدا را ز لاندې سپيڅلی ايت شريف هم له ځانه سره دسولې او امن پيغام لري ﴿وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ ﴾ (البقره / ۱۹).ژباړه: تاسې تېری مه کوئ،بېشکه چې الله جل جلاله تيري کوونکي نه خوښوي.د اسلام مبارک دين خپل پيروان د مسلمانانو تر منځ دمنازعو، لانجو د هواري او حل لپاره هڅوي چې په لاندې ايت کريمه کې ورته اشاره شوې ده:﴿وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَيهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَتِلُواْالَّتِى تَبْغِى حَتَّى تَفِىء إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُواْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ﴾ (الحجرات ايه/۹).ژباړه :که چيرې دمسلمانانو دوه ډلې په جګړه کې ښکېلې شي نو تاسو دهغوی ترمنځ سوله وکړئ.په نبوي احاديثو کې هم په سوله ډېر ټينګار شوی دی، چې ځينې بېلګې يې په لاندې ډول ذکر شوې دي.حديث شريف: « المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده». ژباړه: کامل مسلمان هغه دی چې نور يې د ژبې اولاس له ضرر څخه خوندي وي .حديث شريف:پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: « ای خلکو زه تاسې ته هغه څه ونه ښيم چې له روژې، لمانځه او صدقې څخه زيات ثواب لري؟ هغوی وويل وې ښيه: هغه مبارک وفرمايل چې دمنازعې په وخت کې دسولې راوستل». پورته ذکر شوو مبارکو قراني اياتونو اونبوي احاديثو ته په کتو دکايناتو اونړۍ ستر واکمن الله جل جلاله ټولومخلوقاتوته دخپل خلقت پيژندنې اوعبادت لپاره د ژوند کولو حق ورکړی دی،نو دژوند دبقا لپاره لازمه ده چې لومړی ددې زمينه برابره کړو چې موږ په کې دلوی څښتن تعالی درضايت ترڅنګ دخپلو خلکو او وطن خدمت وکولی شو. که موږغواړو چې د ګران هېواد اوهېوادوالو لپاره ښه خدمت وکړو، دوی ته د ژوند په بېلا بېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړو نو ترهرڅه مخکې بايد خپلو موخو ته درسيدو لپاره دسولې، امن،ثبات،نيکمرغۍ او خوښيو څخه ډکه فضا رامنځته کړو.دا چــې اوس مهال زمـوږپه ګـــران هــېواد کې دنــورو ګــڼ شـــمېر بد مرغيو ترڅنګ دسولې نه شتون هغه ستره بدمرغي ده،چې له امله يې زموږ دټولنې ډيره برخه ځوانان او کوچني ماشومان دديني او ساينسي زده کړو څخه بې برخې پاتې کړي دي.د دې لپاره چې زموږ په ګران هېواد کې تل پاتې سوله،ثبات او امن ټينګ شوی وي،پرموږ ټولو لازمه ده چې دسولې له روان کاروان سره يوځاى شو، ترڅو دخپل خوار،مظلوم او فقير ولس خدمت وکړو،اودخلکو د وژنې اووينې تويونې پرځاي د دوی د ژوند ژغورلو او ښه کولو لپاره کاروکړ او دروانو بدبختيو مخه داسلام دسپيڅلي دين دارشاداتو او لارښوونو په پام کې نيولو سره ونيسو، په کومو کې چې هره ورځ زموږ ګڼ شمېر مسلمان هېوادوال قرباني کيږي .څرنګه چې داسلام سپيڅلي اومقدس دين دبې ګناه خلکو وژنه په کلکه حرامه ګرځولې ده اوهيڅوک حق نه لري چې دشرعي باصلاحيته محکمې دحکم پرته څوک په قتل ورسوي،ځکه چې دبې ګناه انسان وژنه دپاک څښتن تعالی او دهغه دمحبوب پيغمبر صلي الله عليه وسلم دنا راضۍ سبب ګرځي .ذکر شويو ټولو ديني مسايلو ته په پام سره ديني علماوو، قومي مشرانو،فرهنګيانو، ځوانانو ،درسنيو خاوندانو په رسنيو کې بوختو کسانو او په مجموع کې دسولې په ارزښت ټولو پوهوکسانوته په کار ده چې په خپله برخه کې دې شعار ته چې : د ژوند اخيستلو پرځای دژوند ژغورل دي کاروکړئ، د محمد صلي الله عليه وسلم وينا ده «الاکلکم راع وکلکم مسؤل عن رعيته ».
خبر دار شئ د ټولنې هروګړی په خپله برخه کې مسوول دی نوستاسو هر يوڅخه به دلاندې افرادو پوښتنه کېږي)نوځان بايد مسوول وګڼو،ځکه زموږ نننۍکړنې به راتلونکو نسلونو ته حتماً دخپل قلم له لارې پاتې شي، نو په کارده چې په خپله برخه کې تر خپله وسه کاروکړو او دراتلونکي تاريخي محکمې څخه چې قاضيان به يې ددې ولس با احساسه راتلونکی نسل وي ځانونه وژغورو
را ټولوونکی: محموده نویر.