روژه د تغییر او بدلون میاشت

د روژی مبارکه میاشت یو وار بیا خپلی وړانګی په مونږ وغوړولی، د الله تعالی نه منندوی یو چی د عبادت دا طلایی فرصت یی یو وار بیا په مونږ ولوروه.
روژه د عظمتونو او برکتونو میاشت ده، هغه میاشت چی په زړه کی دننه د معاصیو د بت ماتیدو، د اماره بالسوء نفس مهار کولو، او خلاصه الله تعالی ته د نږدی کیدو بهترین فرصت پکی نغښتی دی.
روژه د انسان د باطنی تغییر بهترین فرصت دی، ځکه کله چی د یو انسان زړه نرم شي او هغه خپل رب ته ځان نږدی حس کړي نو دقیقا همدی وخت کی انسان مثبت بدلون مومي.
اما باید له یاده ونه باسو چی دا مثبت بدلون یواځی په هیلو او آرمانونو نه تر لاسه کیږي ، ترڅو انسان بالفعل دی هدف ته د رسیدو لپاره عملي هلی ځلی ونکړي.
په لومړۍ سر کی تغییر او بدلون کلک عزم او ارادی ته اړتیا لري، ځکه که چیری دانسان عزم کلک نه وي نو هیڅ هم نه تر لاسه کیړي. الله تعالی فرمایی: ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ﴾الرعد ۱۱.
د روژی مبارکه میاشت د مثبت تغییر او بدلون لپاره دعطف نقطه ده. نو باید هر انسان په دی میاشت کی خپل عزم او اراده کلکه کړي تر څو وشي کولای ددی میاشت نه په خپل ځان کی د مثبت تغییر راوړلو فرصت له لاسه ورنکړي.
که ووایم چی د روژی مبارکی میاشت د مقاصدو ځینی یو مقصد هم همدا دی چی انسان باید په خپل ځان کي مثبت تغییر پیدا کړي نو دا به مبالغه نه وي، ځکه رسول الله ﷺ فرمایی:(څوک چی دروغ او درغلي کارونه پری نه ږدي، الله تعالی دهغی نه خوراک او نه څښاک ته هیڅ اړتیا نه لري) صحیح بخاری
او همدا راز فرمایي: (روژه یواځی د خوراک او څښاک پریښودل نه دي ، بلکه روژه د غلطو کارونو لکه لهو وبیهوده وینا ځیني ځان ژغورلو ته هم وایي ، نو که چیری چا تا ته کښنځلی وکړی او یا یی کوم بی عقلی وکړه نو فقط ورته ووایه چی زه روژه لرم.) صحیح حدیث.
د روژی بله د امتیاز نقطه دا ده چی په انسان کی د الله تعالی نه د مراقبت حس راژوندی کوي هغه داسی: با وصف له دی چی انسان په دی میاشت کی آزاد وی او لاسونه اوپښی یی نه وي تړلی ، که وغواړي په پټه هم څه خوړی شي خو هغه بیا هم دا کار نه کوي ځکه هغه پوهیږي چی الله تعالی هغه ګوري یعنی د الله تعالی در مراقبت حس ورسره وي . نو د الله تعالی نه د مراقبت حس هغه حس دی چی خپل په خپله انسان د رذائلو نه ژغوري او د انسان په وجود کی مثبت بدلون راوړي، نو باید په روژه کی د الله تعالی نه د مراقبت حس تجربه کړو.
د روژی مبارکی میاشت کی باید د اماره بالسوء نفس تهذیب شي، په دی تلقین که چیری مونږ کولای شود د بیلګی په توګه ۱۴ ساعته د خوراک او څښاک ځیني ډډه وکړو نو بیا دا هم کولای شو چی له هری ګناه ځیني ځان وژغورو.
د روژی مبارکه میاشت د ممارست او تمرین د میاشت په څیر ده. په دی میاشت کی باید انسان خپل ځان د الله تعالی په اوامرو د عمل او د نواهیو ځیني یی په ژغورلو روږدي کړي. دانسان طبیعت او سرشت غوښتنه هم همدا ده که چیری هغه مکمله یوه میاشت ځان په نیکو کارو تمرین کړي نو بیا په آسانۍ کولای شي چی د روژی نه وروسته هم هماغه کارونه پرته له کوم مشقت او سختي ترسره کړي. نو انسان باید په کال کی دغه یوه میاشت ځان لپاره د ممارست او تمرین او متباقی یوولس میاشتی د امتحان په څیر وګرځوي، اوځان امتحان کړي چی آیا د روژی مبارکی میاشت دده په وجود څومره مثبت تاثیر ایښی ، او دده په وجود کی څومره مثبت بدلون راغلی.
په پای که غواړم ووایم:
د انسان ژوند لنډ مهاله دی او ډیر ژر تیریږي، نو مه پریږدۍ چی یوه ورځ بیا په ژوند کی دعبادت په فرصتونو حسرت وخورۍ چی ولی مو ورنه مثبته ګټه پورته نه کړه، او بیا ووایاست چی: ﴿رَبِّ ارْجِعُونِ- لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ﴾المومنون ۹۹-۱۰۰
ځکه بدبخت به وي هغه کس چی د روژی مبارکی میاشت په څیر یو زرین فرصت نه دخپل ځان د مثبته تغییر په موخه ګټه پورته نه کړي او خپل د نیک اعمالو تله پری درنه نه کړي، ځکه په دی میاشت که د هر نیک عمل ثواب د نورو میاشتو په پرتله څوڅو چنده محاسبه کیږي.
په پای کی بیا هم خپل ځان او تاسو ته په دی میاشت کی د عمل توفیق غواړم.
خالده شفیق
جمیعت اصلاح دخونیدو څانګه- د خیرخانی شعبه