په روسیه کې هم مسلمانه محصله دحجاب په تور له پوهنتون نه وایستل شوه

کراسنویارسک-نووستي خبري آژانس: د سایبیریا دپوهنتون د طب پوهنځي ددریم کال یوه محصله په دې له پوهنتون څخه اخراج شوې ده چې هغه پوهنتون ته له اسلامي حجاب سره راتلله.

د نووستي خبري آژانس په حواله، تیره اونۍ د کراسنویارسک دښار یو محلي ټلویزیون خبر وکړ چې یوه مسلمانه چې نوم یې نه دی په ګوته شوی، دطب پوهنځي ددرییم کال محصله او دداغستان اوسیدونکې ده، دحجاب لرلو په تور له پوهنتون نه اخراج شوې ده.

بلخوا د کراسنویاریسک دولتي پوهنتون دا خبره منلې ده چې یوه محصله یې د پوهنتون دداخلي قوانینو دماتولو په تور له دې پوهنتون نه اخراج کړې ده، ولې دماتو شوو قوانینو له په ډاګه کولو یې ډه ډه کړې ده.russian-muslims

دنوموړي پوهنتون د داخلې قوانینو پر بنسټ، چې دروان کال دفبروري په میاشت کې تصویب شویدي، او دنومړي پوهنتون په ویب پاڼه کې په لیکه شوې، راغلي چې : هیڅ نارینه وا ښځینه زده کونکي پوهنتون ته له هغو جامو او یا توکو سره نه شي داخلیدلای چې دهغوی دیني هویت پر ګوته کوي، همدا راز دسر پټول (ټیکری) پر سر کول هم په پوهنتون کې ممنوع دي، ولې طبي لباس او یا دلامبو او بحر لباس اغوستلای شي.

دیادونې وړ ده چې دتیر کال داکتوبر په میاشت کې دروسیې په جنوبي ښار ستافر پول کې سیمه ایزو ښوونځیو هم پر مسلمانو ښځینه زده کونکو دا شرط ایښی ؤ، چې له حجاب سره به ښونځي ته نه راځي.

په روسیه کې دمسلمانانو شمیره له ۷٪ زیاته ده چې اکثریت يې دشمالي قفقاز مسلمانان تشکیلوي.

له دې وړاندې په په فرانسه او داروپا په ځینې نورو هیوادونو کې هم دحجاب په تور له مسلمانو ښځو سره تبعیضي چلند کیږي، او په اکثره ځایونو کې دحجاب اغوستل منع دي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا