ډول ډول څيرې د قران په رڼا کی

وايي چي څېره د زړه ائينه وي د بعضی خلکو څېرې پريوتې وي د ځينو ورانې وي د ځينو پيکه وي او د ځينو په څيرو خوشحالي ځليږي، د چا د څيرې رنګ سور او د چا زيړوي د انسانانو څيرو کي يواځي په دنيا کې نه بلکی په اخرت کی هم دغسې بدلونونه راځي.

د نيکو خلکو څيرې:

((و اماالذين ابيضت وجوههم ففی رحمة الله هم فيها خالدون)) الاعمران ۱۰۷

‌وي به هغه خلک چې څيرې به يې روښانه وي او هغوی ته به دالله تعالی په رحمت کې ځای ورکول کيږي او هميشه به په همدې حالت کې پاتې کيږي.

دا هم قران فرمايي (( يوم تبيض وجوه ))

ژباړه: ځينې خلک به سرخ رويه وي.

بل ځای کی راغلي:( ( وجوه يوميذ ناعمة لسعيها راضية)) الغاشيه

د بعضی خلکو مخونه به پدې ورځ روښانه وي چې په خپلو عملونو به خوشحاله وي.

همداسې د ايمان راوړونکو خلکو د څيرو حال په دنيا کې هم ذکر شوی لکه: (( سيماهم فی وجوههم من اثر السجود)).

د سجدو نښې د دوی په څيرو موجودې دې چې په همدې به په جلا توګه پيژندل کيږي.

د ايمان د خاوندانو مخونه به د قيامت په ورځ څنګه وي ؟ دا منظر هم وګورئ (( تعرف فی وجوههم نضرة النعيم.

ددوی په مخونو به ته د خو ښۍ رڼا محوسه کړې د ايمان د خاوندانو مخونه به د دوی د زړونو حال څرګندوي .

د مجرمانو څيرې:

فاما الذين اسودت وجوههم اکفرتم بعد ايمانکم فذوقو العذاب بما کنتم تکفرون. (ال عمران)

د چا چې مخونه تور وي هغوی ته به وويلی شي د نعمت تر لاسه کيدو وروسته تاسو د کافرانو رويه اختيار کړې ده اوس ددې کفران په بدل کې د عذاب خوند وګوره !

د عذاب په ليدو د دوی د څيرو حالت:

د حق څخه منکر خلک چې کله عذاب وګوري هغوی ته به خپله بد مرغي په ښکاره ډول څرګنده شي او د هغوی په مخونو کې به د هغوی د زړونو حالت څرګنديږي، دا به هغه خلک وې چې په دنيا کې د لويو او سترو درجو خاوندان وو د ډيرو شتمنيو مالکان به وو او ژوند به يي په عيش او عشرت کی تيريده خو کله چې په اخرت کې شيدې او اوبه سره جدا شې نو ددوی څېرې نا اشنا حالت کې څرګندې شې.

وجوه يوو مئذ خاشعة . عاملة ناصبة

يو څه څېرې به په دغه ورځ له ويرې ډکې وي، ډيرې سختې به ويني ستړې به وي.

همداسې په بل ځای کې فرمايي:

ووجوه يوميئذ باسرة تظن ان يفعل بها فاقرة القيامة.

او ځيني مخونه به غمجن وي او داسي به انګيري چې له دوی سره ملا ماتوونکی عمل کيدونکی دی.

په دنيا کې د منکرانو څېرې:

قرانکريم د منکرانو د څيرو حال هم بيان کړی چې کله دوی د حق اواز اوري د دوی څېرې بدليږي او دقران خبرې ددوی په طبع ډيرې ګرانې پريوځي.

په بل ځای کی راغلي:

قل هو نبو عظيم انتم عنه معرضون .

دوی ته ووايه چې دا يو لوی خبر دی چې ددې په اوريدو سره تاسو مخونه اړوئ.

د بد مرغه څيرو عبرت لرونکی انجام:

د اور عذاب خو تر ټولو سخت ترين عذاب دی او دردونکی عذاب دی د قيامت په ورځ چې جسم په دغه عذاب کی مبتلا شي نو مخونه به هم له دې څخه په امن کې پاتې نشي لکه څنګه چې ويلی شوي دي:

((تلفح وجوههم النار وهم فيما کلحون. المؤمنون.

اور به ددوی مخونه سره سوځوي او دوی به په هغې کې بد شکله وي.

همداسی په بدل ځای کی راغلي دي:

يوم تقلب وجوههم فی النار يقولون يليتنا اطعنا الله و اطعنا الرسولا (الاحزاب).

او په کومه ورځ چې دوی مخونه په اور اخوا ديخوا واړول شي نو په دغه وخت کی به دوی وايي چې کاشکې مونږ د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت کړی وای.

او داحالت به ددوی ځکه وي چې په دنيا کې دوی د نيکيو پر ځای ګناهونه کړي دي نو ځکه ويل شوي :ومن جاء بالسيئة فکبت وجوههم فی النار.

څيره دانسان داخلي حالت څرګندوي:

د انسان څيره د هغه د داخلي حالت عکاسي کوي که څه هم د انسان خپل جذبات او احساسات دننه ښخ کړي لکه څرنګه چې قرانکريم کې فرمايل شوي.

يعرف المجرمون بيسيماهم فيؤخذ بالنواصی والاقدام(الرحمن)

پيژندلی به شي مجرمان په نښو د دوی نو نيولی به شي دوی د تنديو نه او دپښونه.

د انسان څيره حساس مقام

انسان د خپلی څېرې په معامله کې ډير حساس وي يو معمولي داغ هم پر مخ نه پريږدي او په مخ باندی ګوزار او وار کولو نه هم بد ګڼي په اسلام کې په مخ باندې ګوزار کولو نه ممانعت شوی تردې پورې چې حيوانات به هم په مخ نه وهل کيږي خو د حيرانتيا ځای دا دی چې انسان د خپلې څېرې په هکله دومره حساس دی نو بيا د جهنم له اور ،لوګي او د عذاب له حرارت نه د خپل مخ په ساتلو کې دومره بې پروا ولې دی؟

خپل رب سره مخ کيدونکي يو:

هو هغه ورځ راتلونکې ده چې مونږ به خپل رب سره مخ کيږو مګر ايا زمونږ عملونه داسي دي چې مونږ پرې خپل رب سره مخ شو؟!

پکار ده چې دا ځواب مونږ له سترګو پټېدو او زړه درېدو څخه مخکې پيدا کړو او غور پرې وکړو.

ژباړه: کريمه ازره وال

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا