په افغانی ټولنه کی په اخلاقی مسایلو کره کتنه
خالده شفیق![]()
د بشریت تاریخ ته لږ څه ځیر شو نو دا به جوته شی چی د هری ټولنی د فساد او بربادی لامل بد اخلاقی او بی بندو باری وي .
د بیلګې په توګه : د فارس او روم د شکست لامل اخلاقي فساد وو ځکه په هغه ورځو کې عیاشي ، بی
معیارونه له منځه ویوړل او دانسان د ارزښت معیار یی تقوا وګرځوله لکه څنګه چې لوی څښتن تعالی په بندوباري، او غرور په پوره توګه خپلې ریشې ځغلولې وې ، او هغه چاته به احترام کیده چې هغه به دمال اوثروت خاوند وو ځکه په هغه دوران کې مادیات او ثروت د انسان د ارزښت د تعینیولو معیار وو.
خو دا دلوی څښتن تعالی د فضل او کرم څخه وو چې اسلام دین خپل په راتلو سره سم دغه ټول باطل خپل سپیڅلي کتاب کې فرمایلیې:”یا ایها الناس انا جعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم”
نو کله چې سيیڅلي اسلام خپلې وړانګې هرې خوا خپرې کړې نو جهل ،غرور، بداخلاقی او بی بندو بارۍ خپلې لمنې راټولې کوې. او په دا راز دفارس او روم شان او شوکت هم له منځه و
نو له دې ځایه داسې جوتیګي که چیرې په افغاني ټولنه کې هم فساد او بې اخلاقي ختمه نه شي نو دا ټولنه به هم هرومرو د فارس او روم په شان له منځه ولاړه شي د یادونې وړ ده چې دا داالله تعالی قانون دې چې په کومه ټولنه کې فساد ،بد اخلاقی ،ظلم او منکرات ځای ونیسي او بیا هلته څوک د داسې حالت د اصلاح لپاره کار ونکړي نو بیا هلته هرو مرو د الله تعالی عذاب رانازلیګي.
سربیره پر دې چې زمونږ په هیواد افغانستان کې څه دپاسه یوه لسیزه اساسي قانون ،د حقوق بشر مدعیان او دموکراسي موجوده ده خو بیا هم افغانستان د یو بی صاحبه ملک په راز دې چې د ځنګل قانون پکې حکم چلوي. د فقر، بیکاري،ظلمونو له آمله خلک ورځ تر ورځه د بشریت ضد جنایتونه او ناورینو ته لاس پورې کوي نو همدا لامل دې چې ټول افغانان هغه که مالدار دې او یا غریب خپل ، ځان، حیثیت او آبرو خویندي نه بولي.
او بیا هره ورځ مختلفه جنایی حوادث لکه دبیلګې په توګه اختطاف ،سرقت ،د خلکو په حرمت او آبرو تیرې کول ، د افغانانو تشویش لا هم زیاتوي.
یو د دغه وروستي جنایتونو نه د پغمان حادثه وه چې د ټولو افغانانو احساس یې را پارولې وو. او د لوی څښتن تعالی په مرسته ددغې حادثې عاملین خپلې سزا ته ورسیدل.
د پغمان حادثه او دخلکو ټپي شوي احساسات
د پغمان حادثه یو دهغو حوادثو څخه وه چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې یې د ټولو افغانانو احساسات په پوره توګه ټپي کړل .دغه حادثه چې عاملین یې خپلې سزا ته ورسیدل ، مونږ ته په ډاګه کړه چې افغانان لا تر اوسه د خپل ناموس پر وړاندې بې حرمتي نه شي زغملې او ددغه راز بې حرمتیو په وړاندې به په هر ځای او په هر وخت کلک غبرګون ښایی ا، او افغانان ددغه راز مسایلو په وړاندې یو مشترک احساس لري. نو دیاونې وړده دولت چې دخلکو په منځ کې یو مقتدر
نهاد بلل کیږي پکار ده تر څو په دغسې مشترکه احساساتو منفي اغیز کښی ندي او د جنایتکارانو په وړاندې کلکې او قاطعانه پریکړې وکړي.
په دی اړه د الله تعالی ویناوې
۱- ( او ښائی چی ځان دی وساتی هغه کسان چی نه مومی دوی (سامان او اسباب د ) نکاح تر هغه پوری چه غنیان کړی دوی الله له فضله خپله . . . ) [ نور/۳۳] .
په دې اړه د جناب رسول صلی الله علیه وسلم وینا
۱- د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دې فرمایي:مونږ د ځوانانو یوه ډله له رسول صلی الله علیه وسلم سره وو او (د واده کولو لپاره موڅه ) نه درلودل نو بیا رسول صلی الله علیه وسلم مونږ ته وفرمایل: ای د ځوانانو ډلې !هر یو له تاسو څخه چې د واده کولو توان لرئ نو واده وکړئ ځکه واده سترګې له حرامو څخه ژغوري او شرمګاه له حرامه څخه ژغوري او څوک چې نه شي کولې تر سو واده وکړي نو باید روژه ونیسي ځکه روژه هغه د حرامو نه ژغوري ( یعنې د هغه جنسي شهوت کموي)
په ټولنه کې د فساد او بې بندو باري لاملونه
۱- رسنۍ او میډیا : رسنئ ددښمن یو دهغو سلاحو څخه ده چې په داسې مهارت خپل مخاطبین ښکاروي چې لا خپله هم پرې نه پوهیږي.
ددې قضیې مثال په پوره توګه شبیه دې د هغه ښکارچي په څیر چې غواړي ماهي ښکار کړي نو د ماهي د خوښې خوراک ورته په دام کې ږدي ، همدا راز غرب زمونږ د ښکار لپاره زمونږ له خوښې ډرامې او پروګرامونه په تلویزیونونو او راډیو ګانو کې نشروي ، مبتذله او غلط فلمونه خپروي تر څو د خلکو په مینځ کې اخلاقي فساد او بی بندوباري خپره کړي . او غواړي مونږ آهسته آهسته د خپل مستقیمې لارې ( اسلام) ځینې جلا کړي.
۲- بې حجابي : په افغاني ټولنه کې د اسلامي حجاب مظهر مخ په کمیدو روان دې .
زمونږ کورنۍ ددې پر ځای چې خپل اصیل اسلامي هویت وساتي له بده مرغه له غرب څخه رنګ اخلي پرته له دې چې فکر وکړي چې مونږ مسلمانان په عقیده او باور له هغوی ځیني دیر توپیر لرو.
۳- فقر: فقر یو د هغه لاملونو څخه دې چې د انسان ایمان په خطر کې اچوي آن تردې چې کفر ته یې بیایي .
متاسفانه دا هغه لامل دې چې او کثریته افغانان پکې راښکیل دي او له غربت او فقر له وجهې بیا په ناوړه کارونو لاس پورې کوي.
۴- د ایمان او عقیدې ضعف: ددغه راز مفاسدو یو ستر لامل د ایمان او عقیدې ضعف دې ، ځکه که چیرې یو کس په محکم ایمان سمبال وي او د خپل رب سره مینه ولري نو کله به هم د هغه د خوښې خلاف کار ترسره نه کړي.
که چیرې هغه د آخرت په ورځ صحیح باور ولري او پوه شي چې یوه ورځ به هرو مرو دخپل ګناهونو په اړه ورنه پوښتنه کیږي او د نیکو کارونو په بدل کې ورته اجر او د بدو کارو په بدل کې ورته جزا ورکول کیږي نو کله به هم په داسې کارونو لاس پورې نه کړي.
۵- د ښخینه او نارینه تر مینځ اختلاط: په افغاني ټولنه کې په مختلفه دوایرو کې اختلاط تر آخره حده رسیدلې ، په خاصه توګه په تعلیمي ادارو او پوهنتونو کي، چې دا کار په خپل ذات کې په واضحه توګه فساد ته د خلکو رابلل دي.
د دغی فسادونو مخنیوی اود حل لاره
۱- د ټولنې د خلکو اعتقادي او اخلاقي سویې لوړول
پرته له شکه چې په ټولنه کې د اعتقادي او اخلاقي مسایلو په تقویت سره به ډیر ژرمثبته فردي اوټولنیز پایلې تر لاسه کړو.هغه څوک چې پوخ ایمان یې په زړه کې ځای نیولې وي او تل الله تعالی په خپل کارونو حاظر او ناظر ګڼي ،په آشانۍ بیا د ګناه په لور مخ نه رااړوي، ځکه هغه په دې خبره ښه پوهیږي چې که ګناه ولو که وړهم وي چون د الله تعالی سر غړونه پکې نغښتلې وي هغع ورته ډیره لویه ښکاري.
۲- د اسلامي حجاب راتازه کول:
باید زیار وباسو تر څو مو مسلمانې خویندې د اسلامي حجاب په زیور ښایسته شي او د اسلامی په اغوستلو سره ویاړ وکړي او دا ورته جوته شي چې په حجاب کې د هغې ارزښت او قیمت نغښتلې دې .
۳-په ځوانانو کې د میډیا او انټرنت نه د استفادې کنترول:
نن سبا ځوانان په ډیره آسانه توګه کولې شي تر څو انترنت ،فلمونه او داسې نور مسایلو ته لاسرسې ولري ، چې دا په خپله په طبیعي توګه په فساد ختمیګي .
نو زمونږ ځوانانو ته پکار ده تر څو ددغه پرمختللې وسایلو نه په مثبته توګه ګټه پورته کړي.
په عمومه توګه د تعلیم او تربیې لوړول ،شرعې لارښودنې ،ددغه راز مفاسدو ددیني او اخروي زیانانو بار بار تبلیغول …….او داسې نور او نور دا ټول ددغه راز مفاسدو لامل کیدای شي.