نیکمرغه لوی اختر مو مبارک

استاد محمد مزمل اسلامی

تقبل الله منا ومنکم صالح الاعمال
کل عام وانتم بخیر

که څه هم داسلامي امت روانه وضع اوحالات دهغه چالپاره څې ضمیر لري، په سینه کې زړه لري او په سر کې عقل اجازه نه ورکوي چې خوښ او خوشحاله سي.
دسوریې دمسلمان ولس قتل عام، دفلسطین دغزې قتل عام، دمصر دمسلمان ولس ځپل او کړول، دتونس، عراق، یمن، افغانستان، منځنۍ افریقا، میانمار… اودداعش اودهغه دځپلو په نامه پر اسلامي امت دانوې لوبه..
که دې ظاهري اومادي معیارونو ته وکتل شي نوبیا خو خوشحالي او خوښي یواځې دامریکایانو اواروپایانو ده خو په یاد ساتئ څې اسلام او اسلامي امت هغه دین اوهغه امت دی څې دوی سره دخوښۍ او خوشحالۍ معیارونه هم ددوی په زړه نه بلکې دکائناتو دستر خالق اومالک لخوا ټاکل سوي دي..
زمونږ خوښۍ اواخترونه ډېر لوړ او ډېر سپیڅلي دي هغومره څې زمونږ څښتن اوخالق لوړ او سپیڅلۍ دی.
زمونږ خوښۍ اواخترونه زمونږ دایمان برخه او زمونږ دعبادت جزدی. زمونږ په خوښیو او اخترونو کښې لمنځونه دي، تکبیرونه، صدقې اوخیراتونه دي..
دغربیانو په څېر پکښې شراب، ګډا، منکراو فحشا ځای نلري! زمونږ اخترونه او خوښۍ تواضع ده، بندګي ده او پاکه او حلاله تفریح.
ځکه نو مونږ په هر حالت کښې خپل اختر لمانځو او خپله خوښي. دغزې مسلمانان یې په ورانو کنډوالو کښې، دمصر مسلمانان یې په لاریونونو سره اودسوریې او عراق مسلمان ولسونه یې دبمونو او توغندیو په دوړو او باروتو کښې..
هو داسلامي امت دغه زړه بوګنوونکی حالت اودلوی اختر لمانځل که څه وایي اوکوم پیغام لري هغه دادی چې:
داامت رباني امت دی، داامت هرڅه زغمي خوله خپل دین او خپل اسلام څخه نشي تیریدلای، داهوډمن اومؤمن امت دی، په جګړو کښې خپله سوله او ازادي لټوي، په یرغلونو سوبه اونصرت اوپه غمونو او کړاوونو خوښۍ اواخترونه
همدا امت به په نړۍ سوبمن او بریمن وي او همدا امت به فاتح او ګټونکی.

الله اکبر ولله الحمد

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا