څنګه دعا وکړو؟
ژباړونکې: خالده شفیق
ښه خبره د دعا په هکله داده چې رسول صلی الله علیه وسلم مونږ ته هغه دعاوې چې په خاصو حالاتو کی غوښتل کېږی را ښودلې دي.
د بېلګی په توګه: د سختۍ دعا، داضطراب، تشویش، د ګناهانو بښنه، مال ثروت او سلامتی ترلاسه کول، د کورنۍ سوکالۍ او ځینې داسې نورې د دنیوي او اخروي ګټو غوښتلو دعاوې.
نو د دې پر ځای چې په خپلو دعاګانو کې ټول دغه پورتني موارد په جلا جلا نومونو ذکر کړو، ولې خپلې دعاګانې په هغو الفاظو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته تعلیم راکړی دی، ونه کړو؟
که چېرې مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاوو ته ځیر شو، نو په هغو دعاوو کې به -سربېره د دعا غوښتلو ځینې خاص آداب ومومو- لکه د الله تعالی ستایل، د یو چا د ګناهونو د پاره دمغفرت غوښتنه، او د الله تعالی ستاینه او صفت، او ټول عالم ته دهغه د قدرت ښودنه…..
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دعا کې به داسی الفاظ ؤ، چې د هغو الفاظو پواسطه انسان په هر اړخیزه توګه د تواضع مقام ته رسېږي، او انسان دکمال یو داسی حالت ته وړي، چې د مباحاتو په کړنه کې هم له احتیاط څخه کار اخلي او د الله تعالی پر یووالي یې ایمان لاهم ټینګوي او له الله جل جلاله سره یې اړیکې نورې هم نږدې کوي.![]()
نو لکه څنګه چې مو یادونه وکړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعا الفاظ، انسان د خپل خالق په وړاندی متواضع کوي، نو تر څو چې انسان ورو ورو د تواضع دغه حالت ته رسېږي، نو وروسته دې ته چمتو کېږي چې خپله ستونزه د الله تعالی دربار ته په غوره او ښه توګه وړاندې کړي.
د دی په پرتله چې تاسو په یو نوښت او عجله دعا وکړئ، غوره داده تر څو د دعا آداب وپېژنئ او هغه عملي کړئ، ځکه چې په دعا کې آداب مراعاتول د دی سبب ګرځي، تر څو ستاسو دعا د الله تعالی په حضور کی واورېدل شي او د قبول وړ وګرځي.
که چیرې تاسو خپلې دعاګانې دالله تعالی څخه په مسنونه شکل وغواړئ نو وروسته له غوښتلو نه، د نه قبلېدلو په صورت کی په دی وپوهېږئ چې د غوښتلې شوې دعا په نه قبلېدلو کی تاسو لپاره کوم اخروي خیر نغښتی دی.
نو مونږ ته په کار ده چې خپلې دعاګانې لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان په مسنونه طریقه تر سره کړو.