د فلسطین روان بحران؛ د مسلمانانو دریځ او مسؤلیت
سریزه
الحمدلله رب العلمین، والصلاة والسلام علی سیدنا محمد خاتم النبیین، وعلی آله وصحبه أجمعین.
اما بعد!
فلسطین د امت اسلامي تر ټولو ستره قضیه ده. دا یوازې د یوې جغرافیایي سیمې یا سیاسي شخړې نوم نه دی، بلکې د عقیدې، هویت او مقدساتو برخه ده. د مسجد الاقصى، بیتالمقدس او د اسراء او معراج ځای د امت اسلامي د روحاني ژوند محور دی. له همدې امله د فلسطین قضیه د هر مسلمان د زړه او روح سره تړلې قضیه ده.
فلسطین لا هم د یرغلګرو یهودانو تر اشغال لاندې دی. دا هغه سپېڅلې خاوره ده چې د الله تعالی د انبیاوو ټاټوبی ؤ، او موږ مسلمانان د هغوئ په پیروۍ کې تر هر هغه چا ډېر حقدار یو چې د هغوئ د لارویۍ ادعا کوي. موږ د یهودو تر مغضوب قوم ډېر د موسیٰ علیه السلام پیروان یو، او د ګمراه شویو نصاراوو تر هر چا ډېر د عیسیٰ علیه السلام د دین او پیغام وارثان یو.
فلسطین د مسجد اقصیٰ کور دی؛ هغه مبارک مسجد چې د مسلمانانو لومړۍ قبله، او له مسجد الحرام او مسجد نبوي وروسته درېیم مسجد دی چې د عبادت په نیت ورته د سفر کولو فضیلت ثابت دی. همدا هغه ځای دی چې رسول الله ﷺ د معراج په شپه د مسجد الحرام څخه ورته یوړل شو. الله تعالی د دواړو مبارکو مسجدونو د تړاو په بیان کې فرمایي:
﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ﴾ [الإسراء: ۱]
﴿پاک دی هغه ذات چې خپل بنده یې د شپې له مسجد الحرام څخه مسجد اقصیٰ ته بوت، هغه مسجد چې چاپېریال مو یې له برکته ډک ګرځولی، څو خپلې ځینېد قدت او حکمت نښې وروښیو؛ بېشکه هماغه الله غوره اورېدونکی او غوره لیدونکی دی.﴾
د امت اسلامي تر ټولو مظلومه تر ربړونو او شکنجو لاندې خاوره چې اوس مهال د سختو بشري ستونزو، قتل عام، تبعید او د مقدساتو پر ضد بریدونو سره مخ ده. د ۲۰۲۶ د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په یوه اونۍ کې د ۵۰ څخه زیات بریدونه شوي، او په زرګونو فلسطینیان د اجباري بېځایه کېدو له خطر سره مخ دي. دا وضعیت نه یوازې دا چې مسلمانانو لپاره د نصرت، یووالي او د مقدساتو د دفاع شرعي وجیبه لا روښانه کوي، بلکه د هغه عملي ګامونو غوښتنه چې تر بل هر وخت یې اړتیا زیاته ده. دا چې د غزې ولس تر سختو فشارونو او بحران لاندې دی د مسلمانو ملتونو او یوې واحدې عقیدې لرونکو ورونو او خویندو په حیث تر خپلې وسعې د اقصی او مظلومې غزې دفاع وکړو.
فلسطین؛ د اسلامي تاریخ په بهیر کې
اې مسلمانانو!
د فلسطین قضیه یوازې د فلسطینیانو ستونزه نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت ګډه مسئله ده. فلسطین مو د پلرونو او نیکونو میراث، د راتلونکو نسلونو امانت، د نبوي معراج یادګار، او د حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه تاریخي امانت دی.
له رسول الله ﷺ له رحلت څخه یوازې شپږ کاله وروسته، د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت پر مهال، مسلمانانو فلسطین فتح کړ او د پېړیو لپاره یې د اسلامي دولت تر سیوري لاندې وساته. وروسته صلیبیانو پرې یرغل وکړ، خو مسلمانانو د صلاح الدین ایوبي رحمه الله په مشرۍ هغوئ ته ماتې ورکړه او بیت المقدس یې بېرته آزاد کړ.
وروسته، په تېره پېړۍ کې، برتانوي استعمار پر فلسطین ولکه ټینګه کړه او بیا یې دغه خاوره یهودانو ته وسپارله، څو هلته د بل ملت پر ځمکه خپل دولت جوړ کړي. په ۱۳۶۷ هـ ق (۱۹۴۸م) کال کې یې د (اسرائیل) د دولت د جوړېدو اعلان وکړ.
نږدې یوه پېړۍ کېږي چې د فلسطین مسلمانان د خپلې سپېڅلې خاورې د دفاع لپاره له خپلو مالونو، ځانونو او اولادونو قرباني ورکوي، هره ورځ شهیدانېږي او هره ورځ کورونه، روغتونونه، ښوونځي، عامه تأسیسات او نخبه شخصیتونه له لاسه ورکوي. هماغه خاوره ده چې د صحابه کرامو او د هغوئ د لارویانو په پاکو وینو یې د اسلام د عزت تاریخ لیکل شوی دی. د اسلامي دولتونو بیرغونه پر همدې خاوره رپېدلي او د ایمان غږونه پکې پورته شوي دي؛ نن د اشغال تر بدترین ناسور لاندې ده.
د هجرت د پنځمې پېړۍ په وروستیو، په ۴۹۲ هـ کال کې صلیبیانو فلسطین اشغال کړ، خو مسلمانانو د هغوئ پر وړاندې د مقاومت ملا وتړله. علماؤ خلک جهاد او دفاع ته رابلل، شتمنو د جګړې او چمتووالي لپاره خپلې شتمنۍ وقف کولې، او واکمنانو د مجاهدینو مشري کوله، څو د الله د دین ملاتړ وکړي.
مسلمانانو د سپېڅلې خاورې د آزادولو لپاره کلونه پرلهپسې مبارزه وکړه. که څه هم صلیبیان د شمېر، وسلو او تجهیزاتو له پلوه تر مسلمانانو پیاوړي وو او له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه به یې تل مرستې ترلاسه کولې، ځکه هغوئ دا جګړې مذهبي جګړې بللې او ټولو عیسویانو ته یې د ګډون بلنه ورکوله.
د دواړو لورو ترمنځ سختې او خونړۍ جګړې وشوې. مسلمانانو په ځینو نښتو کې ماتې هم وخوړه، او کله ناکله د مشرانو ترمنځ اختلافونه هم رامنځته شول؛ خو هغوئ هېڅکله د الله په لار کې کمزوري، نهیلي او تسلیم نه شول. د صلیبیانو د ظلمونو، وژنو او پراخې ورانۍ سربېره، مسلمانانو خپل مقاومت ته دوام ورکړ.
نږدې نوي کاله وروسته، الله تعالی مسلمانانو ته ستر بری ور په برخه کړ. د ۵۸۳ هـ کال د حِطّین په تاریخي جګړه کې مسلمانانو پرېکنده بری ترلاسه کړ او مسجد اقصیٰ له اشغال څخه آزاد شو. هغه صلیبیان چې ګومان یې کاوه هېڅکله به له فلسطین څخه ونه ایستل شي، په پای کې مات شول.
الله تعالی فرمایي:
﴿وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ سورة آل عمران (۳:۱۲۶)
﴿او بریا یوازې د الله، هغه برلاسي او حکیم ذات، له لوري ده.﴾
او هم فرمایي:
﴿قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ سورة آل عمران (۳:۲۶)
﴿ووایه: اې د پاچاهۍ څښتنه الله! ته چې چا ته وغواړې پاچاهي ورکوې، او له چا چې وغواړې بېرته یې اخلې؛ چا ته چې وغواړې عزت ورکوې، او چا ته چې وغواړې ذلت ورپه برخه کوې. ټول خیر ستا په لاس کې دی، بېشکه ته پر هر څه قادر یې.﴾
الله تعالی همدارنګه فرمایي:
﴿وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: ۱۴۰]
﴿او همدا ورځې دي چې موږ یې د خلکو ترمنځ اړوو رااړوو.﴾
کله چې مسلمانان د نړۍ ستر ځواک وو، وروسته د خپلمنځي اختلافونو او کمزورۍ له امله سره وویشل شول. د همدې تفرقې په پایله کې د اسلام دښمنانو یو ځل بیا پرې برلاسي وموندله. صلیبیان او یهود سره یو ځای شول او د مسجد اقصیٰ د اشغال لپاره یې پلانونه جوړ کړل، تر دې چې انګلیسي استعمار یهودانو ته زمینه برابره کړه څو د بل ملت پر خاوره خپل دولت جوړ کړي؛ داسې یوه تاریخي پېښه چې د ظلم او بېعدالتۍ له سترو بېلګو څخه شمېرل کېږي، ځکه د فلسطین اصلي اوسېدونکي له خپلې خاورې وشړل شول او پر ځای یې بل قوم مېشت کړای شو.
ایا فلسطین یوازې د فلسطینیانو قضیه ده؟
تر هر څه وړاندې باید یو ډېر مهم حقیقت روښانه شي، هغه دا چې د مسجد الاقصی یادونه، په حقیقت کې د بیت المقدس (قدس) او د ټول فلسطین یادونه ده؛ هغه فلسطین چې د مبارکې او سپېڅلې شام خاورې زړه بلل کېږي. نو ځکه دا ناشونې ده چې دا ټولې برخې د مصنوعي جغرافیایي وېشونو او نومونو له مخې سره جلا وګڼل شي.
د شخړې په لومړیو پړاوونو کې د ډېری مسلمانانو په ذهنونو کې د فلسطین قضیه یوه اسلامي قضیه وه؛ خو وروسته، د دروغجنو تبلیغاتو، اوازو او د دیني احساس د کمزورۍ له امله، قومي فکر غالب شو، او فلسطین د یوې مودې لپاره یوازې عربي قضیه وشمېرل شوه. بیا دا دایره لا نوره هم تنګه شوه، تر دې چې یوازې د سرحدي عربي هېوادونو مسئله وبلل شوه، او په پای کې داسې وانګېرل شوه چې ګواکې دا یوازې د فلسطینیانو شخصي ستونزه ده.
خو ستر حقیقت، چې باید د هر مسلمان په ذهن، زړه او فکر کې ژور ځای ونیسي، او هېڅکله ترې غفلت ونه شي، دا دی چې د فلسطین مبارکه، سپېڅلې او مقدسه خاوره د ټول امت ګډه قضیه ده؛ ځکه دا خاوره د وحی، د توحید د رسالت او د الهي پیغام له پیل، منځ او پای سره ژوره اړیکه لري، او دا اړیکه به د قیامت تر ورځې پاتې وي.
که ووایو چې د فلسطین قضیه یوازې عربي ده، نه اسلامي؛ نو په دې سره به له یو میلیارد څخه زیات غیرعرب مسلمانان د دې مسؤولیت له دایرې وباسو. او که دا یوازې د فلسطینیانو قضیه وبولو، لکه څنګه چې ځینې رسنۍ یې تبلیغ کوي، نو دا به یوازې د شاوخوا پنځلس میلیونو خلکو په مسئله بدله شي. په دې توګه به موږ خپله د دې سترې قضیې ملا ماته کړې وي، او همدا هغه څه دي چې د اسلام دښمنان یې په کلونو کلونو هڅه کوي.
له همدې امله دښمنانو د فلسطین په اړه ګڼې اوازې او دروغ خپاره کړل، ترڅو د مسلمانانو باور کمزوری کړي. له هغو څخه یوه دا ده چې ګواکې فلسطینیانو خپله خاوره یهودانو ته پلورلې ده!
دا یوه ستره تهمت او بېبنسټه ادعا ده، خو له بده مرغه ډېرو خلکو باور پرې وکړ، او د همدې له امله د فلسطین او مسجد الاقصی په اړه د خلکو احساس او مسؤولیت کمزوری شو.
که چا خپله خاوره پلورلې وي، نو آیا بیا به د کډوالۍ په کمپونو کې د بېوزلۍ، محرومیت او سخت ژوند شپې ورځې تېروي؟
ایا څوک چې خپله خاوره وپلوري، بیا به تر نن ورځې پورې د هغې د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي؟
ایا څوک چې خپله خاوره یې پلورلې وي، د هر ډول قربانۍ په بدل کې به بیا هم د بېرته ستنېدو ټینګار کوي؟
او آیا کله مو اورېدلي چې یهودانو په کوم نړیوال رسمي کنفرانس یا مجلس کې داسې سند وړاندې کړی وي چې پکې ثابته کړي: «موږ دا خاوره په قانوني ډول اخیستې ده، نو نور یې مه غواړئ»؟
هېڅکله داسې نه دي شوي، او هېڅکله به هم ونه شي.
ولې باید دا د ټول امت قضیه نه وي؟ په تېرو بحثونو کې مو د دې مبارکې خاورې ګڼ فضیلتونه او تاریخي حقایق بیان کړي دي. همدا خاوره ده چې:
د مسلمانانو لومړۍ قبله ده؛
دویم مسجد دی چې پر ځمکه جوړ شوی؛
د هغو درېیو سپېڅلو مسجدونو له ډلې دی چې د عبادت په نیت ورته سفر کېږي؛
له هغو څلورو مسجدونو څخه دی چې دجال به ورته داخل نه شي؛
د انبیاوو د هجرت، دعوت او آرام ځای دی؛
او د ډېرو پیغمبرانو مرقد/ د خوب او آرام ځای هم په همدې سیمه کې دي.
که د دې خاورې یوازې همدا یو فضیلت وای چې د رسول الله ﷺ د اسراء او معراج ځای دی، همدا بسنه کوله چې د نړۍ د هر مسلمان نارینه او ښځې ګډه قضیه وبلل شي، که هر رنګ، هر قوم، هره ژبه او هره سیمه ولري.
له دې ډېر پخوا هغه څه ؤ او کوم تړاو ؤ چې د عمران مېرمن خپل اولاد د بیت المقدس د خدمت لپاره نذر کړ؟
حضرت موسی علیه السلام له بیت المقدس سره څه تړاو درلود؟
ځکه چې دا د ټول امت قضیه وه.
ولې حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه خپله له مدینې څخه بیت المقدس ته ولاړ، ترڅو د ښار کلیانې په خپل لاس ترلاسه کړي؟ حال دا چې د هغه د خلافت پر مهال له مصره تر سند پورې زرګونه ښارونه او سیمې فتح شوې وې، خو د هېڅ یوې د سیمې، ښار یا کلي د ترلاسه کولو لپاره پخپله نه و تللی، یوازې بیت المقدس ته ولاړ.
دا د دې سپېڅلې خاورې د ځانګړي مقام او ارزښت څرګندونه وه. بیا یې دغه خاوره د مسلمانانو لپاره وقف کړه، ترڅو هېڅوک د هغې د یوې لوېشتې خاورې د پرېښودو یا سپارلو حق ونه لري.
که فلسطین د ټول امت قضیه نه وای، نو څه شی د ترک سلجوقي مشر نورالدین محمود زنګي دې ته اړ کړ چې د بیت المقدس له اشغال، د مسلمانانو له وژنو او د مسجد الاقصی له سپکاوي وروسته، په داسې حال کې چې خلکو فکر کاوه بیت المقدس به هېڅکله بېرته ازاد نه شي، د دې ستر هدف لپاره ملا وتړي؟
هغه د توحید او سنتو خپرولو، د بدعتونو له منځه وړلو، د علماوو د راټولولو، د اسلامي سیمو د یووالي، د عدالت د ټینګښت او د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره خپل ټول ژوند وقف کړ.
ابوشامه مقدسي په «الروضتین في أخبار الدولتین» کې لیکي:
یوه ورځ څو علما نورالدین زنګي ته راغلل او ویې ویل: موږ غواړو له تا څخه هغه مسلسل حدیث روایت کړو چې رسول الله ﷺ د موسکا په حالت کې ویلی و، نو ته هم موسکا وکړه چې موږ یې درنه روایت کړو.
نورالدین ورته وکتل، خو زړه یې له غمه ډک و، او ویې ویل:
«څنګه موسکا وکړم، حال دا چې مسجد الاقصی د ذلت او اشغال په زنځیرونو کې تړلی، او د دښمن د آسونو تر سُمونو لاندې پروت دی؟»
وروسته د هغه شاګرد صلاح الدین ایوبي، چې د ارمنستان د کردانو له ټبره و، د خپل استاد لار تعقیب کړه، او په ۵۸۳ هـ کال کې یې بیت المقدس د صلیبیانو له اشغال څخه آزاد کړ.
همداسې به دا قضیه د ټول امت قضیه پاتې وي، او د دې خاورې پر سر به د حق او باطل مبارزه د قیامت تر ورځې دوام ولري.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«لا تزال طائفة من أمتي يقاتلون على الحق ظاهرين على من ناوأهم حتى يقاتل آخرهم المسيح الدجال.»
همدارنګه، څه شی د موصل سلجوقي امیر مودود دې ته اړ کړ چې د فلسطین او شام د آزادۍ لپاره جګړه وکړي، له دمشق سره متحد شي، او د صلیبیانو پر وړاندې جهاد ته ودریږي، تر دې چې په ۵۰۷ هـ کال کې د دمشق په اموي جومات کې، د جمعې له لمانځه وروسته، د یوه باطني کس له لوري په څو ګوزارونو شهید شو؟
هغه په روژه و، او ویې ویل:
«زه نه غواړم له الله تعالی سره بې له روژې مخامخ شم.»
او د صلیبیانو پاچا د دمشق امیر ته ولیکل:
«هغه امت چې خپل مشر د اختر په ورځ، د خپل معبود په کور کې ووژني، سزاوار دی چې الله یې له منځه یوسي.»
همدارنګه د عثماني خلافت د سلطان عبدالحمید ثاني دریځ ټولو ته معلوم دی، کله چې پرې فشار راوړل شو چې د فلسطین یوه برخه یهودانو ته وسپاري؛ هغه د فلسطین د ساتنې لپاره خپل سلطنت او واک له لاسه ورکړ، خو د فلسطین د خرڅولو تاریخي ننګ یې ونه مانه.
او همدا راز، څه شی د سوریې د ساحلي سیمې مجاهد عزالدین القسام دې ته اړ کړ چې فلسطین ته ولاړ شي، د هغه د آزادۍ لپاره وجنګېږي او خپل ژوند قرباني کړي؟
بېشکه، ځکه چې فلسطین د ټول اسلامي امت ګډه قضیه ده.
فلسطین؛ د غزې او لوېديځې غاړې اوسنی حالت
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې د غزې تړانګه د معاصر تاریخ له تر ټولو سختو بشري ناورینونو سره مخ ده. د اشغال ګرو او حماس ترمنځ جګړې د غزې پر ملکي وګړو ژور اغېز کړی؛ زرګونه کسان وژل شوي، سلګونه زره کورنۍ بېځایه شوې او د سیمې بنسټیز خدمات تر ډېره له منځه تللي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې الجزیره، وفا او د ملګرو ملتونو ادارې یې هم خپروي، د ۲۰۲۶م کال د جولای تر نیمایي پورې له ۷۳ زرو څخه زیات فلسطینیان شهیدان او له ۱۷۳ زرو څخه زیات نور ټپیان شوي دي. د شهیدانو په منځ کې د ښځو او ماشومانو شمېر د پام وړ لوړ دی، او لا هم هره ورځ د نویو تلفاتو راپورونه ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNRWA) د راپورونو له مخې، د غزې نږدې ټول نفوس لږ تر لږه یو ځل بېځایه شوی دی. میلیونونه خلک د خوړو، پاکو اوبو، درملو، برېښنا او سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي، او د روغتیايي خدمتونو ډېره برخه د جګړې له امله زیانمنه شوې ده.
الجزیره او TRT عربي راپور ورکوي چې د غزې پر روغتونونو، ښوونځیو، د کډوالو پر پنډغالو او نورو ملکي سیمو بریدونه د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او UNRWA خبرداری ورکړی چې د درملو کمښت، د پاکو اوبو نشتوالی او د روغتیايي مرکزونو ویجاړېدل د ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.
د جګړې تر څنګ، د مرستو د رسولو بهیر هم له ګڼو خنډونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو ادارې وايي چې بشري مرستې د خلکو اړتیاوو ته په کافي اندازه نه رسېږي او د غزې ډېری اوسېدونکي د لوږې او سختې غذایي ناامنۍ له خطر سره مخ دي.
سره له دې چې د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب څو ځله خبرې اترې شوې، خو تر اوسه د جګړې د بشپړ پای او تلپاتې سیاسي حل کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، او وضعیت لا هم ډېر نازک او بېثباته دی.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې (د جګړې له پیل) څخه د ۲۰۲۶م کال د جولای تر نیمایي پورې د غزې جګړې مهم تلفات او زیانونه په لاندې ډول دي:
د فلسطینیانو تلفات (غزه)
شهیدان: له ۷۳,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي. د UNRWA او OCHA د هغو شمېرو له مخې چې د غزې د روغتیا وزارت یې راپور ورکوي، د ۲۰۲۶ د جون تر ۱۴مې ۷۲,۹۹۶ فلسطینیان وژل شوي وو، او د جولای تر نیمایي دا شمېر له ۷۳ زرو اوښتی دی.
ټپیان: شاوخوا ۱۷۳,۲۴۶ کسان ټپیان شوي دي.
د اسرائیلو تلفات
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې په برید راهسې شاوخوا ۱,۲۰۰ کسان ووژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل ونیول شوي.
نور بشري زیانونه
د غزې ډېری اوسېدونکي څو ځله بېځایه شوي او د خوړو، پاکو اوبو، درملو او سرپناه له سخت کمښت سره مخ دي.
د UNRWA د راپورونو له مخې، تر اوسه ۳۹۱ د UNRWA کارکوونکي د جګړې پر مهال وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۵۸,۰۰۰ څخه زیات ماشومان خپل یو یا دواړه مور او پلار له لاسه ورکړي دي.
د مسجد الاقصیٰ او غزې په وړاندې د مسلمانانو مسؤلیت
د هرې قضيې په وړاندې د انسان مسؤليت د هغې د سپېڅلتيا او ارزښت له کچې سره تړاو لري. څومره چې يوه مسئله سپېڅلې او ستره وي، هومره يې د هغې پر وړاندې دنده او مسؤليت هم درنېږي. له همدې امله، د مسجد الاقصیٰ قضيه، چې د مسلمانانو له عقيدې او ايمان سره ژوره اړيکه لري، د اسلامي امت له تر ټولو لوړو او سپېڅلو قضاياوو څخه شمېرل کېږي.
مسجد الاقصیٰ يوازې د الله تعالی له کورونو څخه يو کور نه دی، بلکې د مسلمانانو لومړۍ قبله، پر ځمکه د انسانانو لپاره دويم جوړ شوی مسجد، د ثواب له پلوه درېيم سپېڅلی مسجد، د قرآن کريم له پلوه يوه الهي نښه، او هغه مبارکه سيمه ده چې برکتونه يې شاوخوا سيمو او هېوادونو ته خپاره شوي دي. له همدې امله مسجد الاقصیٰ د مسلمانانو له ټولو سپېڅلو ارزښتونو؛ يعنې عقيدې، قبلې، قرآن، عبادت او الهي برکت سره نه بېلېدونکې اړيکه لري.
په همدې بنسټ، بې له مبالغې ويلای شو چې د مسجد الاقصیٰ قضيه د اسلامي امت تر ټولو ستره ګډه مسئله ده، او د هغې پر وړاندې د مسلمانانو مسؤليتونه د هر چا د مقام، واک، وړتيا او تخصص له مخې توپير لري. د مسلمان واکمن مسؤليت له عامو مسلمانانو سره يو شان نه دی، او د رسنيو، پوهانو او لیکوالانو دنده هم ځانګړې بڼه لري. دلته د دغو مسؤليتونو مهم اړخونه په لنډه توګه بيانوو.
الف ـ د اسلامي حکومتونو او رسمي ادارو دندې
د اسلامي هېوادونو حکومتونه او رسمي بنسټونه د مسجد الاقصیٰ او د فلسطين د قضيې پر وړاندې ګڼ مسؤليتونه لري، چې مهم يې دا دي:
۱- د فلسطيني ولس د مقاومت ملاتړ
د اشغال لاندې ملتونو د خپلې خاورې او خپلو حقونو دفاع د الهي شريعت، نړيوالو قوانينو او بشري اصولو له مخې يو مشروع حق ګڼل کېږي. له همدې امله، اسلامي حکومتونه مکلف دي چې د فلسطين له ولس سره د هغه د مشروع حقونو د دفاع په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.
دغه ملاتړ بايد يوازې په يوه برخه محدود نه وي، بلکې سياسي، اقتصادي، مالي، حقوقي او ډيپلوماتيک ملاتړ هم پکې شامل وي. همدارنګه د بيت المقدس او د فلسطين د اوسېدونکو د ثبات او مقاومت د پياوړتيا لپاره مالي مرستې اړينې دي، ځکه هغوئ د اشغالګرو له سختو فشارونو او بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
همدارنګه اسلامي هېوادونه بايد په نړيوالو بنسټونو او سازمانونو کې د هغو پرېکړو ملاتړ وکړي چې د فلسطيني ولس د مشروع حقونو، د اشغال د پای، د بنديانو د آزادۍ او د کډوالو د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.
۲- له اشغالګر رژيم سره د عادي اړيکو مخالفت
اسلامي حکومتونه بايد د اشغالګر صهيوني رژيم سره د عادي اړيکو هر ډول هڅه وغندي او د خپلو هېوادونو په قوانينو کې داسې مادې شاملې کړي چې د دې ډول اړيکو مخه ونيسي.
همدارنګه بايد اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ورزشي بایکاټ ته وده ورکړل شي، څو اشغالګر رژيم له نړيوال انزوا سره مخ شي، نه دا چې سفارتونه، استازولۍ او د همکارۍ بېلابېل تړونونه ورسره پراخ شي.
۳- د فلسطين قضيه په ښوونيز نصاب کې شاملول
اسلامي حکومتونه بايد د خپلو ښوونيزو نصابونو، درسي کتابونو او روزنيزو فعاليتونو له لارې د فلسطين د قضيې تاريخي، ديني او فرهنګي اړخونه راتلونکو نسلونو ته وروپېژني، او د دې پوهاوی رامنځته کړي چې د فلسطين قضيه د ټول اسلامي امت ګډ مسؤليت دی.
ب ـ د مسلمانانو او ولسونو دندې
مسلمان ولسونه د امت ژوندی او اصلي ځواک دي. د ولسونو ويښتابه او اراده د حکومتونو پر تګلارو هم اغېز لري. له همدې امله د خلکو مسؤليت هم ستر او بنسټيز دی.
۱- د قضيې حقيقت درک کول
تر ټولو لومړی اړينه ده چې مسلمانان د فلسطين د قضيې تاريخي او واقعي ابعاد وپېژني، او درک کړي چې دا د خپل حق د خاوند او اشغالګر ترمنځ شخړه ده؛ نه د نژاد، قوم يا توکم جګړه.
همدارنګه بايد دا حقيقت روښانه وي چې د فلسطين خلکو خپله خاوره او مقدسات په خپله خوښه نه دي پرې ايښي، بلکې د نړيوالو سياسي توطئو او اشغال له امله له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.
۲- اقتصادي بایکاټ
د اسلامي امت وګړي بايد داسې عامه پوهاوی رامنځته کړي چې د اشغال ملاتړ کوونکي توکي او د شرکتونو تولیدات ونه کاروي، او د هغو اقتصادي فعاليتونو له ملاتړ څخه ډډه وکړي چې د اشغال دوام ته ګټه رسوي.
۳- د فلسطين د قضيې ژوندۍ ساتل
مسلمانان بايد په خپلو ټولنيزو، علمي، فرهنګي او عامه غونډو کې د فلسطين قضيه ژوندۍ وساتي، د هغې په ملاتړ فعاليتونو کې برخه واخلي، او نړۍ ته وښيي چې فلسطينيان په دې مبارزه کې يوازې نه دي.
۴- راتلونکی نسل د فلسطين له مينې سره روزل
د فکري او فرهنګي جګړې په دې پړاو کې اړينه ده چې راتلونکی نسل د فلسطين له تاريخ، ارزښت، سپېڅلتيا او د هغې د عادلانه قضيې له حقيقت سره وروزل شي، او دا احساس پياوړی شي چې د فلسطين ساتنه د ټول اسلامي امت ګډ مسؤليت دی.
۵- معنوي او مادي ملاتړ
د فلسطين ولس د خپل مقاومت او ثبات د دوام لپاره د اسلامي امت اخلاقي، معنوي او مادي ملاتړ ته اړتيا لري. مسلمانان بايد د خپلې وسې په اندازه له هغوئ سره مرسته وکړي، څو د دوئ خپلواکي او استقامت خوندي پاتې شي.
ج ـ د مسلمانو رسنيو او روڼ اندو دندې
په معاصر عصر کې رسنۍ د اغېز تر ټولو پياوړی وسيله بلل کېږي. څوک چې رسنۍ په سمه توګه وکاروي، د افکارو او عامه نظر په جوړولو کې ستر رول لوبولای شي. له همدې امله د مسلمانو رسنيزو فعالانو، ليکوالانو او فرهنګيانو پر غاړه مهم مسؤليتونه دي.
۱- په امت کې د عزت او هيلې روحيه پياوړې کول
اسلامي امت په وروستيو لسيزو کې له ګڼو سياسي، پوځي او ټولنيزو ستونزو سره مخ شوی، چې له امله يې په ځينو برخو کې د ناهيلۍ او ماتې احساس رامنځته شوی دی. د رسنيو او فرهنګيانو دنده ده چې په امت کې د عزت، باور، هيلې او ثبات روحيه پياوړې کړي، او خلکو ته دا باور ورکړي چې هره تياره يوه روښانه سهار لري، هره سختي اسانتيا لري، او د دې امت راتلونکی د الله تعالی په مرسته روښانه دی.
۲- پر پرېکړه کوونکو اغېز کول
رسنۍ د عامه افکارو د لارښوونې او د پرېکړه کوونکو پر پاليسيو د اغېز يوه مهمه وسيله ده. له همدې امله رسنيز فعالان او روڼ اندي بايد د قانوني، اخلاقي او مسلکي لارو د فلسطين د قضيې د ملاتړ لپاره عامه پوهاوی پياوړی او د مسؤلو ادارو پر پرېکړو اغېزناک رول ولوبوي.
نن زموږ فلسطین مظلوم دی؛ هغه فلسطین چې زخمونه یې هره ورځ وینې بهوي. نو موږ د هغه لپاره څه کړي دي؟ کومې قربانۍ مو وړاندې کړې دي؟ ایا لږ تر لږه مو خپل شرعي او اخلاقي مسئولیت ادا کړی دی؟ که په ډېرې خواشینۍ ووایو چې د مرستې پر ځای مو یوازې د امتیازونو او شاتګونو شاهدان پاتې شوي یو؟
په داسې حال کې چې زموږ مسلمان وروڼه او خویندې وژل کېږي، موږ وینو چې د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې خلک د هغوئ له غمونو بېپروا، په سیاحتي پروګرامونو، ورزشي سیالیو او هنري مجلسونو بوخت دي؛ ګواکې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو درد او کړاو ورسره هېڅ تړاو نه لري.
پایله
وروسته تر دې چې برتانوي او امریکايي عیسوي قدرتونو د فلسطین له اشغالګرو یهودانو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړ، هغوئ یې د ظلم، تېري او وحشت ترسره کولو ته وهڅول، او د فلسطین د بېګناه خلکو پر ضد یې د بېلابېلو ډولونو جنایتونو ته لاره هواره کړه. د بېشمېره نارینهوو، ښځو او ماشومانو وینې یې تویې کړې، کلي او ښارونه یې وسوځول، کروندې او باغونه یې ویجاړ کړل او د خلکو ژوند او شتمني یې له منځه یوړه.
تر اوسه هم صهیونیستي اشغالګر د فلسطیني مسلمانانو وژنې، نیونې، ځورونې او د هغوئ پر ژوند د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوي. په اشغال شویو سیمو کې نوې مېنې (استوګنځایونه) جوړوي، او وخت ناوخت پر مسجد اقصیٰ او د هغه پر لمونځ کوونکو تېری کوي. دا ټول د هغو ځواکمنو هېوادونو په ملاتړ او رضایت ترسره کېږي چې د نړیوالو اصولو او عدالت له غوښتنو سره په ټکر کې دریځ لري.
څومره بېګناه ځوانان، سپینږیري، ښځې او ماشومان وژل شوي دي! څومره مظلوم انسانان په زندانونو کې کلونه کلونه بندیان پاتې دي! د سپېڅلو ځایونو سپکاوی کېږي، او په عین وخت کې د سولې او خبرو اترو تر نوم لاندې بېلابېل کنفرانسونه او غونډې جوړېږي.
الله تعالی د هغو خلکو د عهد ماتونې او بېوفایۍ په اړه فرمایي:
﴿أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ﴾ سورة البقرة (۲:۱۰۰)
﴿ایا هر ځل چې هغوئ کوم تړون وکړ، د هغوئ یوې ډلې هغه مات نه کړ؟ بلکې د هغوئ ډېری ایمان نه لري.﴾ (البقرة: ۱۰۰)
اې مسلمانانو!
د فلسطین مسئله یوازې د یوه ملت یا یوې سیمې ستونزه نه ده، بلکې د ټول اسلامي امت ګډ درد او ګډ مسئولیت دی. له همدې امله هر مسلمان باید د خپل توان او وس له مخې د خپلو مظلومو وروڼو او خویندو ملاتړ وکړي؛ د هغوئ د ستونزو په اړه پوهاوی خپور کړي، د هغوئ لپاره دعا وکړي، د مشروع او قانوني بشري مرستو ملاتړ وکړي، او د اسلامي یووالي، عدالت او حق غوښتنې روحیه پیاوړې کړي.
موږ باید له خپلمنځي اختلافونو، بېپروايۍ او کمزورۍ څخه ځانونه وژغورو، ځکه د امت قوت په یووالي، عدالت، علم، تقوا او متقابل ملاتړ کې نغښتی دی. الله تعالی د مؤمنانو د یووالي په اړه فرمایي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ (سُوۡرَةُ آل عِمرَان : ۱۰۳)
﴿او د الله رسۍ ټینګه ونیسئ او مه سره بېلېږئ.﴾
له الله تعالی څخه غواړو چې د فلسطین او د نړۍ د ټولو مظلومانو مرسته وکړي، د مسجد اقصیٰ ساتنه وکړي، مسلمانانو ته یووالی، عزت او حکمت ورپه برخه کړي، او پر ټولو مظلومانو خپل رحمت او نصرت نازل کړي.
آمین یا رب العالمین.
ماخذونه
- الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين – احمد شوقي عفيفي، جون ۲۰۲۶٫
- مجلة رواء – مضر ابو الهيجاء، جنوري ۲۰۲۵٫
- منار الإسلام – ډاکټر احمد الفراک، اپریل ۲۰۲۵٫
- د ملګرو ملتونو د بشري چارو راپور – مې ۲۰۲۶٫
- معتبر ماخذونه
- Al Jazeera Arabic & English
- Live updates on Gaza war (July 2026)
- https://www.aljazeera.com/tag/israel-palestine-conflict/
- وكالة الأنباء والمعلومات الفلسطينية (وفا – WAFA)
- https://english.wafa.ps/
- https://www.wafa.ps/
- UNRWA (United Nations Relief and Works Agency)
- Gaza Situation Reports
- https://www.unrwa.org/
- OCHA – United Nations Office for the Coordination of Humanitarian Affairs
- Occupied Palestinian Territory Situation Reports
- https://www.ochaopt.org/
- TRT عربي
- أخبار غزة وفلسطين
- https://www.trtarabi.com/
- WHO – World Health Organization
- Emergency updates on the occupied Palestinian territory
- https://www.who.int/