د غزې د صبر په سیوري کې د مسلمان ځوانانو بیداري
الحمدلله الذي صدق وعده و نصر عبده وهزم الأحزاب وحده والصلاة و السلام علی من لا نبي بعده و علی آله و صحبه اجمعین، اما بعد
د حق او د باطل د معرکې تاریخ ډېر پخوانی دی، په غزه کښې روان حالات هم ددې معرکې یو څرګنده مثال دی. له تېرو دوه کالونو راهيسې ټوله نړۍ په غزه کښې د یو سترې غمیزې شاهده ده. او دا غمیزه په معاصر تاریخ کښې یو تر ټولو بې سارې ده. دا چې د غزې مظلوم ولس له څو لسیزو را پدېخوا، د زبر ځواکو صهینستانو او دهغو له ملګرو له خو اد اشغال، محاصرې، بې کورۍ، او دوامداره ولږې له سختو شرایطو سره ژوند کوي، خو د دوی صبر، استقامت او ایثار د اسلامي امت ته د بیدارۍ الهام وربخښي. پردې ټولو ستونزو سربیره غزه اوس هم د صبر، استقامت او ایثار یو بېلګه ده. ددوی قربانۍ اوس د ټول امت او په خاص ډول د مسلمان ځوانانو لپاره د فکري او ایماني شعور د بیدارۍ سبب شوی دی. چې دغه بیداري د امت د یووالي، او د اسلامي هویت د بیا راژوندي کولو په لور یو مهم فکري حرکت ګڼل کېدای شي.
لومړی: د غزې د مظلوم ولس صبر او استقامت
د نړۍ تاریخ ته که وګورو نو ډېر ستر او لوي ملتونه د وحشي زبر ځواکونو له خوا په خورا کم وخت کښې له منځه تللي دي، چې اوس یې نوم او نښان هم نه دی پاتې. خو داسې ملتونه هم شته چې هغوی د ایمان، صبر او استقامت له برکته د ټولو ازماېښتونو سره سر پورته کړی او لا هم د خپل دشمن سره په مقابله کې بوخت دي. چې د فلسطین ملت هم یو له دې ډلې څخه دی — یو ولس چې د ظلم، بمبارۍ، لوږې، جبري بې کورۍ او محاصرې تر ټولو سخت شرایط و زغمل، خو له خپل ایمان، عقیدې، عزت، او جغرافیې څخه هېڅکله هم تېر نشو. د غزې د غیور ولس د صبر او استقامت بیلګه د لاندې مبارک ایت یو ژوندی تفسیر دی. لکه چې الله جل جلاله په قران پاک کې وعده کړې. چې معنی یې ده (( بېشکه الله له هغو خلکو سره دی، چې صبر کوي)) (البقره ۱۵۳).
دوهم: پر غزه روان مظالم د امت بیدارۍ په لور
پرغزه روان د ظلمونو کيسو، او خپاره شويو انځورونو د ټول مسلمانانو د زړونو د دردیدو لامل شوی دی. او ټول امت له ختیځ سند او خراسان نه نیولې تر لویدیځ مصر او شام او همدارنګه له شمال ترکستان تر حبشې احساس کړه چې د امت هر درد او زخم يو دی، او د يو مسلمان غم د بل مسلمان غم دی. دا هغه څه دي چې رسول الله ﷺ فرمايلي دي: د مؤمنانو مثال د يو بدن په شان دی؛ که يو غړی يې دردمن شي،نو ټول بدن ورسره نارامه وي.
دریم: د غزې مظلومیت د مسلمان ځوانانو د ویښتابه لامل
دا چې غزه د الله تعالی پر وړاندې د ازموینې ډګر دی، د غزې مسلسلو چغو او فر یادونو ټول امت او په خاص ډول ځوانانو ته څرګنده کړه چې دا مقابله د حق او د باطل ده. له زبر ځواکو صهیونستانو او د ملګرو یې مه ویریږئ، مقابله یې وکړئ، غلي مه پاته کیږئ، او په هر ډګر یې مقابله وکړئ.او ددې دپاره د ټولې نړۍ مسلمان ځوانانو ویښتابه ډیره اړین بولم، او غواړم چې لاملونه یې هم په تفصیل سره ذکر کړم.
الف. فکري لامل: د غزې قضیه د امت زلمیو او پېغلو ته دا درک ورکوي چې مسلمانان د خپل منځي وېش او بد بینیو له امله د ضعف په حال کې دی. او د ځوانانوفکري بیداري کولای شي، چې امت ته د وحدت او یووالي شعور وروبښي.
ب. سیاسي او ټولنیز عوامل: پر غزه د ټولو ظلمونو سربیره د نړۍ له هر برخې اوازونه اچت شو، د ماشومانو، زنانو د حقوقو او انساني حقوقو د تأمین او عدل دپاره غوښتنه وشوه او په ټوله کښې د امت ځوانانو خپل غږ پورته او خپل مسولیت ادا کړ، او پر هر ځای او هر سټیج یې د وحشي صهونیستانو په خلاف لاریونونه وکړل.
ج. رسنۍ او میډیا: که څه هم د نړۍ ټولي رسنۍ د وحشي صهینستانو په خدمت کښې وې، خو بیا هم پر غزه ددوی ترسره کیدونکي ظلمونه پټ پاتې نشول، او د نړۍ په هر کونج کښې د بشریت د دعوه دارنو وحشت او د غزې مظلومیت هر چا ولیدل.
پایله: د غزې روان مظلومیت يوازې د يوې سیمې او جغرافیې پورې محدود نه دی، بلکې د ټول اسلامي امت د رد دی. د غزې صبر، استقامت، او قربانۍ امت یو ځل بیا د غفلت له خوبه راويښ کړ او د امت ځوانانو ته د هر اړخیز بیدارۍ پیغام ورکوي. چې تر څو د ټول امت د یووالي، وحدت، او علم پیروي وکړي.
لیکونکې: نعیمه حسن خیل