د عاشوراء فضائل
پيليزه
ألحمد لله و الصلاة و السلام علی رسول اللّه.
د اللّٰه پاک د پيرزوينو څخه يو د خير موسمونه او فرصتونه دي چې په استفاده يې انسان کمال ته رسيږي منجمله د عمر او ژوند فرصت، د ځوانۍ فرصت، د صحت او روغتيا فرصت، د رمضان موسم، د ذوالحجې موسم، د محرم موسم او..
د عاشوراء روژې سبب او فضيلت:
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ فَرَأَى الْيَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فَقَالَ مَا هَذَا؟ قَالُوا: هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ، هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ فَصَامَهُ مُوسَى، قَالَ فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ “( رواه البخاري ۱۸۶۵)
ژباړه: ابن عباس رضي اللّٰه عنه فرمايي: کله چې رسول اللّه صلی الله علیه وسلم مدينې ته راغې نو يهود يې وليد چې د عاشوراء (لسم محرم) روژه يې نيوله نو وی فرمايل: دا څه دي؟ (يهودو) وويل: دا ښه ورځ ده، دا ورځ بني اسرائیل اللّٰه پاک له خپل دښمن څخه ژغورلي و نو موسی عليه السلام دا ورځ روژه ونيوله (رسول الله) وويل: ځه په موسی عليه السلام له تاسې حقداره يم نو روژه يې ونيوله او د روژې امر يې ورکړ.
عن أبي قتادة رضي اللّٰه عنه أن النبي صلی الله علیه وسلم قال: وَصِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ. (رواه مسلم ۱۱۶۲٫)
ژباړه: أبي قتادة رضي اللّٰه عنه د رسول اللّه صلی الله علیه وسلم فرمايي: چې د عاشورا (لسم محرم) روژه، تير کال ګناهونه معاف کوي.
عاشوراء د مسلمان دريځ څرګندوي:
عاشوراء د بریا او سترې لاسته راوړنې په وخت د مسلمان موقف روښانه کوي.
فَلَمَّا تَرَآءَ الۡجَمۡعٰنِ قَالَ اَصۡحٰبُ مُوۡسٰٓى اِنَّا لَمُدۡرَكُوۡنَۚ ۞ قَالَ كَلَّا ۚ اِنَّ مَعِىَ رَبِّىۡ سَيَهۡدِيۡنِ ۞ فَاَوۡحَيۡنَاۤ اِلٰى مُوۡسٰٓى اَنِ اضۡرِبْ بِّعَصَاكَ الۡبَحۡرَؕ فَانْفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرۡقٍ كَالطَّوۡدِ الۡعَظِيۡمِۚ ۞وَاَزۡلَـفۡنَا ثَمَّ الۡاٰخَرِيۡنَۚ ۞وَاَنۡجَيۡنَا مُوۡسٰى وَمَنۡ مَّعَهٗۤ اَجۡمَعِيۡنَۚ ۞ثُمَّ اَغۡرَقۡنَا الۡاٰخَرِيۡنَؕ ۞اِنَّ فِىۡ ذٰ لِكَ لَاٰيَةً ؕ وَمَا كَانَ اَكۡثَرُهُمۡ مُّؤۡمِنِيۡنَ ۞وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الۡعَزِيۡزُ الرَّحِيۡمُ ۞
په دی ورځ(لسم د محرم) اللّٰه پاک خپل منتخب بنده موسی عليه السلام او منونکي يې د فرعون له شر څخه خلاص کړ.
د شکرانې په پار موسی عليه السلام دا ورځ روژه ونيوله او په اقتداء يې رسول اللّه صلی الله علیه وسلم دا ورځ روژه او مسلمانان يې د دی ورځې روژې ته وهڅول (نهم يا يوولسم هم ورسره بايد روژه ونيول شي ترڅو له يهودو سره توپير ولري)
چې له دی څخه څو نکات مستفاد کيږي:
۱- بریا او خلاصون د اللّٰه پاک له خوا دي. او من حيث مسلمان دائما په اللّٰه پاک ښه ګمان وي.
۲- بريا او خلاصون ترلاسه کولو کې انساني هڅه اړينه ده. او پايله کې د مسلمان موقف د يو منکسر او عاجز وي نباید د کبر او لويي پيدا کوونکې وي.
۳- مسلمان د بل مسلمان په ښه خوشاله وي لکه څرنګه چې رسول اللّه صلی الله علیه وسلم د خوشالۍ څرګندونه وکړه او دا ورځ يې روژه ونيوله.
۴- مسلمانان نباید يهوده سره ورته والی او مشابهت ولري.
۵- مسلمان د خير او ښيګڼې فرصتونو په لټه کې وي لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دی ورځ په هکله پوښتنه وکړه.
۶- د عاشوراء روژه د اللّٰه پاک د قرب وسيله ده
لا يزال عبدي يتقرب إلي بالنوافل حتی أحبه.
پايله:
مسلمان نبايد دا د خير فرصت (عاشوراء) چې د اللّٰه پاک نږډوالې او د تیر کال ګناهونو څخه د خلاصون لار ده؛ د لاسه ورکړي.
اللّٰه پاک دی د دی ورځ روژه نيولو توفيق عطاء او د خير څخه مو برخمن کړي. أمين.
و أخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.
لیکوال: صفا “فصیح”