د ذوالحجې میاشتې د لسو ورځو فضیلت

الحمد لله و الصلاة و السلام علی رسول الله

الله ﷻ په خپلو بندګانو ډیر احسان کړی دی چی د عبادت لپاره او د اجر د حاصلو لو لپاره یی ورته ډیر زیات فرصتونه او وختونه پیدا کړی دهغو وختونو څخه یو عشر ذو الحجه ده ددی لسو ورځو فضایل زښت ډیر دی اللهﷻ په خپل سپیڅلی کتاب کی په دی شپو قسم کړی دی (والفجر○ ولیال عشر ) قسم دی په سحر او په لسو شپو امام ابن کثیر رحمه الله ویلی چی ددی نه مطلب د ذوالحجی لس شپی دی۰ یو حدیث کی چی امام بخاری روایت کړی داسی الفاظو سره راغلی. عن عبدالله ابن عباس (رض) ان النبی ﷺ قال: ما العمل فی ایام افضل من هذه العشر قالو ولا الجهاد فی سبیل الله قال ولا الجهاد فی سبیل الله الا رجل یخاطر بنفسه وماله فلم یرجع بشی ۰ ترجمه : د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت شوی چی رسول الله ﷺ وفرمایل: په هیڅ ورځو کی نیک اعمال الله ﷻ ته دومره خوښ نه وی څومره چی په دی لسو ورځو (د ذوالحجی لس ورځی ) الله ﷻ ته نیک اعمال محبوبه وی صحابه وویل ایا جهاد هم رسول الله ﷺ حتی جهاد هم نه برابریږی ورسره مګر هغه شخص چی خپل مال او ځان په خطر کی واچوی دالله په لار کی او هیڅ شی ترینه بیرته رانه وړی. عبدالله عمر رض فرمایی چی د الله ﷻ په وړاندې ددی ورځو نه عظمت والا ورځی نور نشته نو تهلیل او تکبیر او تحمید پکی زیات ووایی. امام ابن حجر عسقلانی فرمایی دذوالحجی لس ورځی ځکه ډیر فضیلت لری چی ټول اساسی عبادت پکی راجمع کیږی چی عبارت دی له لمونځ روژه صدقه او حج څخه او دا عبادات یواځی په دی ورځو کی راجمع کیږی. له شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله څخه پوښتنه وشوه چی درمضان اخره لسیزه بهتره ده که د ذوالحجی لومړی لسیزه نو هغی ځواب کی وویل د رمضان اخری لسی شپی د ذوالحجی د لومړی لسو شپو څخه غوره دی او د ذوالحجی لسی ورځی د رمضان اخرو لسو ورځو نه بهتره دی نو مسلمان ته پکار ده چی ددی فرصت نه ګټه واخلی او دومره عظیم اجر نه ځان محرومه نه کړی .
هغه اعمال چی مسلمان ته پکارده چی په دی لسیزه کی یی ترسره کړی ۱ـ دقران کریم ډیر تلاوت ځکه نیک اعمال دی ورځو کی الله ته ډیر محبوبه وی او دقران کریم دیو حرف په لوستلو الله ﷻ انسان لس نیکی ورکوی ۲- صدقه کول ځکه رسول الله ﷺ فرمایلی:چی ځان له اورنه وساتی اګر که په نیمه خرما هم واوسی ۳ – لمونځ کول په اول وخت کی جماعت ته تلل او نوافل زیات کول ۴ – روژه نیول ځکه له رسول الله ﷺ نه ثابت شوی چی دذوالحجی نهه ورځی به روژه وو. ۵ – حج او عمره کول ځکه چی رسول الله ﷺ فرمایلی:والحج مبرور لیس له جزاء الا الجنه . دقبول شوی حج بدله یواځی جنت دی. ۶- تکبیر یعنی الله اکبر ویل تهلیل یعنی لا اله الا الله ویل تحمید یعنی الحمدلله زیات ویل دهر لمونځ نه بعد هر ځای کی ځکه حدیث کی مخکی وویل شو چی دا الفاظ په دی ورځو کی ډیر ووایی ۷- دخپل وخت نه سمه استفاده کول او بی ځایه شیانو کی یی نه ضایع کول د مبایل څخه استفاده کم کول ځکه رسول الله ﷺ فرمایلی: دخپل ژوند څخه ګټه واخله مخکی له مرګ نه او نیک اعمال پکی وکړه ۸- د عرفی دورځی روژه نیول ځکه حدیث کی راغلی چی د عرفی روژه نیول د مخکنی او راتلونکی کال دګناهونو دمحوه کیدو سبب ګرځی ۹- دوالدین سره نیکی کول ځکه دالله ﷻ نه وروسته مور او پلار په انسان زیات حق لری ۱۰- قیام اللیل کول اګر که لږ وی ځکه چی رسول الله ﷺ فرمایلی: علیکم بقیام اللیل فانه داب الصالحین قبلکم و قربة الی الله تعالی ومنهاة عن الاثم و تکفیر السیأت رواه احمد.پابندی وکړی په قیام اللیل ځکه دا پخوانیو صالحینو عادت وو او دالله دنزدی والی دګناهونو نه دمنع کولو او دګناهونو دمحوه کولو سبب دی ۱۱- سترګی دحرامو شیانو ته له کتلو ساتل ځکه چی رسول الله ﷺ فرمایلی النظر سهم مسموم ۰ حرامو شیانو ته کتل لکه د زهرجن غشی خطرناک ده ۱۲ – د ژبی حفاظت ځکه چی رسول الله ﷺ فرمایلی: من کان یومن بالله والیوم الاخر فلیقل خیرا او لیصمت. څوک چی په اللهﷻ او د اخرت په ورځ ایمان لری یا دی ښه خبره وکړی او یا دی چپ شی . الله تعالی دی ټولو ته دعمل توفیق ورکړی.

✍????ناصحه”همیم”

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما میتوانید از برچسب ها و ویژگی های HTML هم استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <s> <strike> <strong>

بالا