د مسلمانانو لپاره د بیت المقدس ارزښت
فلسطین د عربي ټاپوزمې په لویدیځ کې د پخواني شام د هغې برخې نوم دی چې د اردن سیند او مدیترانې بحیرې تر منځ پرته ده.که څه هم ټول شام ارض الانبیاء بلل کیږي خو فلسطین بیا په شام کې هغه ځانګړې ټوټه ده چې الله تعالی یې په سورة الاسرا کې د فیض او برکت امتیاز په صراحت بیان کړی دی.د تاریخي روایاتو له مخې د فلسطین اصلي اوسیدونکي هغه سامي عرب قبائل وو چې له جزیرة العرب نه دغې زرخیزې سیمې ته کوچیدلي وو، وروسته دا سیمه د یهودانو تر واک لاندې راغله او بیا د پیړیو په اوږدو کې د مختلفو قومونو او مذهبي پیروانو تر منځ لاس په لاس په شوه.
په اسلامي تاریخ کې د فلسطین له نوم سره له هغه مهاله آشنا کیږو کله چې له اوس نه شاوخوا څلورزره کاله پخوا د ابراهیم علیه السلام عبرتناک سرګذشت او تاریخي سفر پیلیږي. ابراهیم علیه السلام د عراق په أور سیمه کې وزیږېد، له هغه ځایه یې د ترکیې حران سیمې ته هجرت وکړ،وروسته له حران څخه د شام په خوا روان شو او په فلسطین کې میشت شو. په فلسطین وچکالي راغله او ابراهیم علیه السلام مصر ته لاړ خو ډیر ژر بیرته فلسطین ته راستون شو او همدلته د اوسیدو له امله الخلیل ښار دده په نوم مسمی شو.
په فلسطین کې د بیت المقدس اوسنی ښار چې وروسته په ایلیاء او قدس سره ونومول شو د ابراهیم علیه السلام په زمانه کې د یبوس په نوم یادېده، ابراهیم علیه السلام لکه څنګه چې د ځمکې د مخ لومړنۍ ودانۍ بیت الله شریفه له سره ودانه کړې وه د مسجد الاقصی په نوم هغه تاریخي مسجد یي هم له سره ودان کړ چې د ادم علیه السلام له زمانې راهیسې د قدس په سیمه کې پر الله تعالی د باور لرونکو عبادتځای و.
قدس مسلمانانو ته ډیر زیات ارزښت لري،او دویم مهم مکان دی وروسته د مکه او مدینه څخه د مسلمانانو لپاره او د مسلمانانو اولین قبله ده.
او د اسراء او معراج واقعه کې د رسول الله ﷺ تګ او انبیاء ته امامت ورکول د دی ځای ارزښت نور هم مسلمانان ته زیات کړو.
قران کریم کې الله متعال وایی چې موږ د دی شاوخوا پر برکت کړی ده او دا برکت هم حسی دی او هم معنوی دي، حسی په دی اساس چې الله متعال دوی ته هر قسم مادی انعمات ورکړی دی چې د اقتصاد له حیث ډیر زیات ارزښت لري مثال په شکل ښه هوا او اوبه لرل او زراعت لپاره ښه ځمکه لرل…
او معنوی شکل باندې هم ډیر زیات اهمیت لری، دا چې دی ځمکه برکت واله ده او یو مقدسه ځمکه ده. او بل ډیر انبیاء او صالحین دلته راغلی او تیر شوی دی او بیت المقدس شاوخوا ډیر زیات انبیاء ښخ کړای شوی دي.
لکه څرنګه چې مو وویلی د بیت المقدس ځمکه یو پر مقدسه ځمکه ده،قرآن کریم کې الله متعال فرمایی:
او قرآن کریم کې مختلف ایاتونو کې ددی ځمکی برکت معلومیږی.
{سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ} اسراء:۱
ژباړه:پاکي ده هغه ذات لره چې بیولی یی وو بنده خپل(محمد) په (یو برخه د) شپی کې له (منځه یا له څنګه د) مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پوري هغه چې برکت اچولی دی موږ چار چاپیر د هغه،(بیول د محمد د دې لپاره وو) چې (هلته) وښیو موږ ده ته ځینی له دلائلو د توحید خپل، بيشکه چې دغه (الله) هم دی دی ښه اوریدونکې (د ګردو اقوالو) ښه لیدونکی.
{وَنَجَّيْنَاهُ وَلُوطًا إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا لِلْعَالَمِينَ}انبیاء:۷۱
ژباړه: او نجات مو ورکړ دغه(ابراهیم) ته او لوط ته (او بومو تلل دواړه، چې ځئ له عراقه) ځمکی هغی ته چې برکت اچولی وو موږ په هغی کې لپاره د حلقو(چې شام دی).
لکه څرنګه چې دا پر برکته ځمکه ده نو دی ځای اوسیدونکی هم بهترین اوسیدونکی دي.
او بل د عقیدی په اساس هم دا ځمکه مسلمانانو ته ډیر ارزښت لري.ځکه دا هغه مکان دی چې د مسلمانانو اولین قبله وه.
د اسلام راتګ سم مسلمانانو د هجرت څخه مخکې بیت المقدس خواته لمونځ کوو بیا چې کله مسلمانانو مدینه ته هجرت وکړو بیا یی هلته ۱۶ میاشتی مدینه کې هم بیت المقدس خواته لمونځ وکړو.
او بيت المقدس د ځمکی پرمخ دویم مسجد دی چې جوړ شوی وی دي.
ابراهیم علیه السلام لکه څنګه چې د ځمکې د مخ لومړنۍ ودانۍ بیت الله شریفه له سره ودانه کړې وه د مسجد الاقصی په نوم هغه تاریخي مسجد یي هم له سره ودان کړ چې د ادم علیه السلام له زمانې راهیسې د قدس په سیمه کې پر الله تعالی د باور لرونکو عبادتځای و. په صحیحینو کې د أبوذر غفاري رضی الله عنه نه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې وپوښتل چې په ځمکه کې تر ټولو لومړی کوم مسجد جوړ شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب راکړ چې لومړی مسجد الحرام جوړ شوی دی. ما وپوښتل او دوهم کوم مسجد جوړ شوی؟ ځواب یي راکړ چې مسجد الاقصی. أبوذر غفاري رضی الله عنه وایي ما وپوښتل چې د دوی د تاسیس تر منځ څومره موده وه؟ نبي علیه السلام ځواب راکړ : څلویښت کاله.
او بل دا ځای د مسلمانان لپاره دریم حرم دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیت المقدس یو له هغو دریو مساجدو څخه وباله چې مسلمانان یې باید زیارت وکړي. عن أبي هريرةرضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “لا تشد الرحال إلا إلى ثلاثة مساجد: المسجد الحرام، ومسجد الرسول صلى الله عليه وسلم، ومسجد الأقصى.
او بل بیت المقدس هغه مکان دي چې اسراء او معراج شپه کې نبی کریم ﷺ دلته راغلی وه او دلته یی انبیاء ته امامت ورکړو او بیا دی ځای څخه اسمان ته پورته شو،که موږ فکر وکړو چې الله تعالی کولای شو چې نبی کریم ﷺ د مسجد الحرم څخه مستقیما پورته کړی خو بیت المقدس ته وړل هغی ځای څخه اسمان ته پورته کول دلالت کوی په دی چې چې دا ځای مسلمانان ته عقیدوی ارزښت لری.
نو دی څخه معلوم شو چې بیت المقدس مسلمانانو ته دیر زیات ارزښت لري،لکه څرنګه چې مسجد الحرم مسلمانانو ته معنوی ارزښت لری.
مسجد الاقصی څخه دفاع کول داسی دی لکه د مسجد الحرم څخه دفاع کول او مسجد الاقصی څخه دفاع نه کول او دښمن ته یی پریښودل داسی دی لکه د مسجد الحرم دفاع نه کول او دښمن ته یی پریښودل.
نو زموږ د ټولو مسلمانانو مسؤولیت دی چې د فلسطین د خلکو څخه دفاع وکړو، دا د هر مسلمان شخص مسؤلیت دی چې د خپل وس او توان په اندازه د فلسطین څخه دفاع وکړی که دا دفاع په مادی یا معنوی شکل سره وی، باید هغوی سره مالی همکاری وکړو په دعا کې یی همیشه یاد وساتو د میډیا له طریقه یی حمایت وکړو او هر هغه څه سره چې اسرائیل حمایت کوی بای کاټ وکړو او خپل حکام راویښ کړو که هغه د مظاهرات له طریقه هم وی.ځکه کله چې موږ وایو مسلمانان سره ورونه دی نو دا ورولی باید فقط لفظی نه وی باید عمل کې هم څه وکړو،او بل نن ورځ د فلسطین دفاع کول او هغوی لپاره آواز اوچت کول دا زموږ مسؤولیت دی او دی سبب کیږی چې د قیامت د ورځی د ملامتیا څخه به نجات پیدا کړو،نو راځی ورونو او خویندو چې د خپل وس په اندازه د خپلو فلسطینی پلارنو میندو ورونو اوخویندو لپاره آواز پورته کړو او د هغوی حمایت وکړو…
✍️صفیه صافی