د مطالعې ارزښت
لوستل لیکل، د معلوماتو څېړل او ورته ځانګړی اهمیت ورکول له مطالعی څخه عبارت ده…
پوهان وایي: که غواړی د یوې ټولنې د پرمختیا لاره بنده کړی نو له علم او کتاب څخه یي لرې وساتئ. ځکه چېرته چې علم نه وی هلته پرمختګ نه وي. او همدا راز په قرآنکریم او اسلام کې د مطالعې لیکل او لوستلو ته ځانګړی اهمیت ورکول شوی. لکه په قرآن کریم کې الله تعالی فرمایي: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿۱﴾ خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿۲﴾ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿۳﴾ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿۴﴾
ژباړه: د هغه رب په نوم چې نړۍ یې پیدا کړې، هغه خدای چې د یوې ټوټې وینې څخه یې انسان پیدا کړ، ووایه چې رب له ټولو لوی دی، هغه رب چې د قلم په واسطه یې تعلیم ورکړ.
په اسلام کې لیک او لوست ته زیات ارزښت ورکول شوی، تر دې حده چې د بدر په جنګ کې کله چې جنګ ختم شو نو زیات شمېر کفار د مسلمانانو په لاس بندیان شول مسلمانانو ورسره ژمنه وکړه که هغوی فدیه ورکړی او یا لسو مسلمانانو ته لیک او لوست ور زده کړي نو آزادیږي به.
پوهه او مطالعه په اسلام کې ځانګړی ارزښت لري تر دې چې په جنګي او کړکېچنو وختونو کې یې هم زده کړې ته ځای ورکړی دی. مونږ که د نړۍ پرمختللي هېوادونو ته وګورو نو شاید یو ستر علت یې کتاب او مطالعې ته زیات ارزښت ورکول وي.
همدارنګه پوهان وایي: څوک چې یو کتاب مطالعه کوي هغه یو ژوند تجربه کوي، که څوک دوه کتابه مطالعه کوي هغه دوه ژونده تجربه کوي که له هغې څخه زیات کتابونه مطالعه کوي نو زیات ژونده به تجربه کوي.همدارنګه کتاب یو ښه ملګری دی د یو انسان لپاره.
الله ﷻ فرامايي:(هَل یَستَوی اَّلذیِنَ یَعلَمُونَ و الَّذین لا یَعلَمُونَ)
ژباړه: آیا هغه کسان چې نه پوهیږی له هغو کسانو سره چې پوهیږی برابر دی؟
كه مونږ هر څومره زیات ارزښت مطالعې ته ورکړو، پر همغې اندازه به زمونږ پوهه او علم زیاتیږی. څومره چې مطالعی ته ارزښت ورکوو هومره به د ژوند په اصولو او د ځان په پیژندلو پوهیږو. هېڅ داسې عالم او پوه نشته چې د کتاب او مطالعی ته یې ارزښت نه وي ورکړی.
همدارنګه علامه ابن جوزي رحمه الله له مطالعې سره زیاته مینه درلود ، په (صید الخاطر) نومې کتاب کې یې په اړه راغلی: زما داسې طبیعت وه چې د کتابونو په مطالعه نه مړیده، کله چې به مې پر یو کتاب سترګې ولګېدې، نو داسې په راته ښکاریده لکه خزانه چې لاسته راغلې وي. که ووایم چې له (۲۰۰۰۰) شلزرو څخه مې زیات کتابونه لوستلي دي، نو تاسو ته به زیات معلوم شي ، په دې وخت کې زده کوونکی وم له دې کتابونو مې د سلفو ټول اخلاق او خویونه معلوم کړل پرته له دې کتابونو په اړه معلومات ناممکن وه. په انساني ژوند خصوصا د علم په ډګر کې مطالعه او کتاب ځانګړی ارزښت لري د نړۍ هر عالم ورته په احترام قایل دی او کتاب د یوه ریښتني ملګري په توګه ګڼي. مطالعه د انسان په ژوند کې مثبت بدلون ضمانت کوي او تل مطالعه کوونکی ته د انساني نړۍ د تېرو کړنو او لاسته راوړلو نماینده ګي کوي. مطالعه کوونکي د علمي کچې په لوړوالي او د هغه په شخصیت جوړونه کې رغنده رول لوبه وي. کتاب او مطالعه د انسان لپاره سالم مصروفیت بلل کیږي او له ډیرو بی ځایه کړنو څخه یې په امن کې ساتی. مطالعه او کتاب لوستل انسان د ښو اخلاقو په جامه سمبالوی او په ټولنه کې د اجتماعي ژوند له تیرو کړو وړو او کارنامو یې خبر ساتی.
✍️آمنه”صافی”